اوور سیز پاکستان فاونډیشن وايي د سعودی عرب وروسته زیات پاکستانیان په متحده عرب امارات کې روزګار کوي او په تیرو پنځو کلونو کې اماراتو ته ۱.۳ ملینه پاکستانیان تللي دي. حکومتي شمېرې ښايي تېر کال د امارتو نه پاکستاني وګړو ۶ اربه ډالر پاکستان ته استولي دي
چين يو ځل بيا پاکستان ته قرض ورکوي چې پاکستان يې سعودي عرب ته د قرضې په واپس کولو کې ورکړي، چين دې ځل له پاکستان ته يونيم اربه ډالره [یو اعشاريه پينځه اربه ډالره] ورکوي، له دې وړاندې هم روان کال چين پاکستان ته يو ارب ډالره ورکړي او پاکستان سعودي عرب ته ورکړي وو.
زهره لقمان وویل په زنانه ؤ چې کوم صنفی تشدد کیږی لکه هغوی ته دتعلیم موقع نه ورکول، په فیصله سازۍ کې اختیار نه ورکول، په سیاسی چوکاټ کې نه شاملوول او هغوی د خپلو حقونو نه بې برخې ساتلو په اړه پوهه راوستل دي
خبریالان وایي په پاکستان کې دامهال ښځينه او سړي خبریالان دحکومتي فشارونو سره مخ دي اؤ چې کوم خبریالان فشارونو ته غاړه نه ږدي نو بیا دبیلابیلو لارو د ځورول کیدو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو د هغوئ په ضد کمپائنونه پرمخ وړل کیږي.
د پاکستان اسټیټيوټ فارډولپمنټ اکنامکس په خپل رپوړټ کی وايي دکرونا وبا او د وړاندې نه کمزوري اقتصاد په بیروزګارۍ کې اضافه کړې او په ملک کی ۱۸.۵ مېلینه خلق بیروزګاره شوي او زیاتره زراعت، کارخانې،اوټرانسپورټ کاروبارونه اغیزمن شوي دي
د پاکستان د خزانې وزارت ويلي په نړيوالې منډۍ کې د خامو تېلو د بيعو جګېدو وروسته د ډېزلو په بيعو کې زياتوالی راوستل شوی دی او دوی کوښښ کوي چې د زياتو بيعو اثر کم کړي نو ځکه د پټرولو او خاورو تېلو په بيعو کې زياتوالی نه دی شوی
د پاکستان د الېکشن کمېشن يا ټاکنو د کمېشن ترمخه د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د دوه اربه او 38 کروړه روپو جايدادونه او شتمنۍ لري.
دماهرینو وینا ده چې د ایف ای ټي ایف د شرطونو پوره کولو دپاره پاکستان د ترسیل نظام هم سخت کړی چې له وجې یې د روپۍ ارزښت سیوا شوی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي عمومي سېکتر حارث خليق وي او ای ډيوه ته وويل د پاکستان په جېلونو کې د ګنجایش نه زيات قېديان موجود دي او د خوش بختۍ خبره دا ده چې حکومت په خپله د دې خبرې پخلی کوي خو حکومت د بشري حقونو هغه سرغړونې هم نه مني چې حکومت ته وړاندې کېږي
په دې ورستيو کې د پېداوار مرکزي وزير حماد اظهر مطبوعاتو ته ويلي وو يو لاک ټن چيني هېواد ته رارسېدلې ده او د چينو په بيعه کې به د کلو په سر د ۱۵ نه تر ۲۰ روپو پورې کمی وشي
د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ویاند کامران بنګش وایي صوبایي حکومت ۹.۵ لکه ټڼه غنمو سودا کړې او په دغې کې ۳ لکه ټڼه غنم صوبې ته رارسیدلي، خو د کم امدن او مزدوري کونکي خلک بیا وايي ووړه هم هغه شان ګران دي.
په پېښور کې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ په سپين جومات مدرسه کې شوې چاؤدنه په ټولنيزو رسنيو د ترهګرۍ پېښه، د حکومت مخالفه ګوندونو د تحريک او حکومت د سخت وخت يادولو سره ياده کړی شوې ده.
په پاکستان کی څېړونکي او پوهان وائي د تحریک انصاف حکومت د"ریاست مدینه" او احتساب په نعره راغلي وؤ خو د دوه نیمو کالو مودې تیریدو باوجود دغه وعدې عملي نه کړی شوې.
په پاکستان کې د بجلۍ جوړولو غیر حکومتي کمپنۍ اېس ټي ډي سي جنرل مېنېجر يا مشر طارق سعيد وايي له وړاندې چې د توانايي کومې منصوبې جوړې شوې دي هغوي په ګرانه بېیه د بجلۍ د تقسيم محکمو ته بجلي ورکوي چې بوج يې په عام وګړي پرېوځي
د اقتصاد پوهان وايي د ملک د قامي بجټ (بوديجې) لويه برخه په قرضو او دفاع خرڅ کېږي، د پرمختيا، صحت او د تعليم لپاره کمه برخه پاتې کېږي
د رپورټ ترمخه د موجوده مالي کال ۲۰۲۰م۔۲۱م په لومړۍ دریو مياشتو کې شاوخوا ۲۴ فيصده کمی ليدل کېږي او د جولايۍ نه تر ستمبر مياشتې ۴۱ کروړه ۵۷ لکه ډالره غېرملکي سرمايه کاري شوې ده خو تېر کال هم په دې موده کې ۵۴ کروړه ۵۵ لکه د بهر ملک سرمايه کارو په پاکستان کې پېسې لګولې وې
د خېبرپښتونخوا د قبائلي ضلعو د څېړنې اداره فاټا ريسرچ سنټر وايي په کال ۲۰۲۰م کې د کال ۲۰۱۹م په پرتله په قبائلي ضلعو کې په تشدد او هدفي بريدونو کې د ۳۰ نه ۴۰ فيصده زياتوالی راغلی دی.
په خېبرپښتونخوا کې د حکومتي واکمن ګوند سره تعلق لرونکي او عام کاروباريان، سوداګر او صنعت کار وايي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې چې خلک څومره پېسې په بېنکونو کې ږدي، د دغو پېسو نه په پنجاب او سيند صوبو کې د قرضو اخستو په شکل کې ګټې پورته کيږي.
نور کتل