د خېبرپښتونخوا فلور ملز اېسوسي اېشن مشر محمد اقبال وي او ای ډيوه ته وويل که حکومت په دې کمي قابو ومومي نو داسې به د اوړو په ګرانۍ کې هم کمی راشي
د کال ۲۰۱۹م د جولايۍ په مياشت کې د ګرانۍ کچه اته اعشاريه څلور فيصده وه
د بشري حقونو کمېشن د دغه قانون په اړه ويلي دا قانون به مسلکي تشدد ته هوا ورکړي او دا يې د سوچ او فکر په ازادۍ ګوزار ګرځولی دی.
د پاکستان د شمېرنې ادارې ويلي په مالي کال 2019م او 20م کې په 11 مياشتو کې د غټو کارخانو پېداوار د 10 فيصده نه زيات کم شوی دی.
اېچ ار سي پي په خپل رپورټ کې دا غوښتنه هم کړې چې حکومت بايد د خلکو روزګارونه بچ وساتي، موجود وسايل په کار راولي او غېر ضروري دفاعي مصرف راکم کړي.
د خېبرپښتونخوا د لرغونو اثارو د ادارې مشر ډاکټر عبدالصمد وايي، ژوندي قامونه خپل کلتور، تهذيب او روايات ژوندي ساتي.
په خيبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله واړه روزګارونه هم اغېزمن شوي دي او وړو روزګارونو سره تړلي کاروباریان وايي اوس ډېر په ګرانه د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
دا په داسې حال کې چې د صوبې په ګومل پوهنتون کې د ځيني زده کوونکو نه غېراخلاقي غوښتنو او په جنسي توګه د ويرولو خبرونه مخې ته راغلي وو
بېنک ويره څرګنده کړې چې د دې له امله پاکستان ته هم د درې اربه څلور ۶۴ کروړه ډالره تاوان رسېدلی شي
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (پی آی اې) د امریکا او انګلستان په ګډون په ډیرو هیوادونو لخوا د بندیزونو مسؤل ګرځولی دی
د پاکستان د تعليم وزير وايي په 15م جولايي نه، بلکې پرېکړه يې کړې چې په 15م ستمبر به په ملک کې ټولې تعليمي ادارې پرانيزي خو بيا به هم د کرونا وبا په اړه جاج اخلي.
بل اړخ ته د پاکستان د تجارت د وزارت له خوا په يو رپورټ کې ويل شوي په پاکستان کې د تېرو څلور مياشتو راهسې پرله پسې په برامداتو کې کمی مخې ته راځي او تېره مياشت په جون کې د پاکستان برامدات يو ارب ۶۰ کروړه او ۹۰ لکه ډالره ته راکم شوي دي
شمېرې ښيي چې د خوړو [خوراکي] توکو بيعې د مالي کال جولايي 2019 نه تر جون 2020 پورې ډېرې لوړې شوي
د نيويارک د مرکنټايل اېکسچېنج ترمخه په 26م جون د خام تېلو بيه يو بېرل په 38.49 ډالره وه، د وال سټريټ جنرل ترمخه تېره اونۍ په نړيوال مارکيټ کې يو بېرل په 40 ډالره ؤ.
په مردان ښار کی د صرافه ایسوسیشن مشر غلام سرور صراف وايي د دولس ګرام او یو سل پنځوس ملی ګرام سرو بېیه یو لاکه پنځه زره روپئ ده او مزدوري د دې نه علاوه ده دوی وائي کرونا وبا کاروبارونه اغیزمن کړي
نور کتل