د پاکستان د بجلۍ د څار ادارې د چین د بجلۍ پېدا کوونکو شخصي ادارو ته د امریکې مرکزي بانډونو د سود شرحې پر بنیاد د قرضونو ورکولو منظوري ورکړې خو قرض ورکوونکي چینایي کمرشل بېنکونه او ادارې وایي هغوی ته د چین د حکومت اجازه نشته چې په دې بحث وکړي. تفصیل د ریاض حسین او عثمان خان په رپوټ کې:
پېښور هایکورټ د مېډېکل پوهنتونونو د داخلې په ټېسټ کې د شویو درغلیو یا نقل په هکله د حتمي راپور غوښتنه کړې او نتیجې یې ځنډولي دي
څېړونکي د طالبانو حکومت ته د چین د نوي سفیر د استولو په اړه څه نظر لري؟ چېن د نړۍ لومړی هېواد دی چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت ته په رسمي توګه خپل سفير ليګلي دی.
د تورخم لار په څلورمه ورځ هم بنده پاتې وه چې له کبله يې خلکو ته لويه ستونزه جوړه ده او تاجرانو ته لوی زيان اوړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ په لانجمنه کرښه د تګ راتګ د پاره جوړه د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم تړلې پرته وه.
د بشري حقونو د تنظيمونو او حکومتي چارواکو د بې درکه کړل شوو پاکستانيانو په شمارو اختلاف شته خو انکار ترې حکومت هم نه کوي په پاکستان کې په زوره د بي درکه شوو کسانو ستونزه د تېرو څو لسيزو راهسي روانه ده خو تر دې دمه تم نه شوه.
د ټول ګونديز کانفرنس په موقع د غونډې راغوښتونکي مذهبي ګوند جماعت اسلامې څېړونکو او د سياسي ګوندونو مشرانو ته ويلي، پښتونخوا او ورسره تړلې پخوانۍ قبايلي سيمې په تسلسل سره د بې امنۍ سره مخ دي چې د رياستي ادارو د لوري د روانې غلطې تګلارې نتيجه ده.
د جميعت علما اسلام لخوا په پېښور کې راجوړې شوې جرګې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې او په ترهګرۍ کې د ککړو کسانو په ضد یې دعملي ګامونو اخستلو غوښتنه کړې ده.
د پېښور هايکورټ بار وکيلانو اتحادیې باجوړ کې د جمعيت علمااسلام په غونډه د ځانمرګي برید غندنه کړې او د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د نورو لويو ښارونو په څېر پيښور کې د نهم محرم الحرام په احترام کې د ماتم يا وير لمانځلو جلوسونه دوام لري د کوم دپاره چې د پوليس لخوا کلک امنيتي ګامونه اخېستل شوي دي. د پيښور په کينټ سيمه کې د حسنيه امام باړي نه د غزادارو لاريون راوتلی د خپلو ټاکل شوو لارو نه د تير شويدي۔
د پېښور پوهنتون د انجینیرۍ محصلینو داسې یو واسکټ جوړ کړی چې په سختې ګرمۍ کې بدن یخ ساتي دغه طالبعلمان وايي، له څلور کلنې څېړنې وروسته په دې بریالي شوي چې داسې یو واسکټ یا جېکټ جوړ کړي. دوی وايي، دا به په ګرمۍ کې کارکونکو کسانو ته ډېر ګټور وي. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
د پاکستان فوځ ويلي، د نهمي مې له پېښو سره په تړاو یې د یو ليفټينيټ جنرل په ګډون درې لوړ پوري فوځي افسران له خپلو دندو څخه لري کړي او د اوولس نورو پرضد کار روان دی. څيړونکي وايي، دا د عمران خان د راتلونکي د پاره د خطر یو ښکاره پيغام دی او نور بهت ورته د پاکستان په سياست کې ځای جوړول ګران شي.
د یوسفزو په لیکہ چې پښتانہ خپل فصلونہ سمبال کړي نو د پخوانۍ دودیزې لوبې موخې سيالۍ شورو شي. د دې لوبې جوړونکي وايي د ھڅو مرام يې د امن او رور ولۍ پیغام دی ځکہ د دې په راجوړولو د لرې پرتو سیمو د خلکو د یو بل سرہ ټولنيز تړون جوړ شي. تفصيل د عثمان خان په رپوټ کې
د خیبر پښتونخوا لنډ مهاله حکومت د راتلونکو څلورو مياشتو دپاره بوديجه منظور کړې چې د 462 اربه او 16 کروړه روپیو غوښتنه پکې شوې. اقتصاد پوهان وايي، نګران حکومت خپل د مصرف او پرمختګ اندازه د سختو مالي انديښنو لاندي کړيده چې پکي د لګښتونو اندازه ښودل شوې خو محصولات پکې ندي په ډاګه شوي.
پاکستان د روس خام تيل په چينايي کرنسۍ کې اخېستي په نژديو کې د روس سره پاکستان د خام تيلو لوظنامه کړې ده او د تيلو قيمت يې د چين په کرنسي يوان کې ورکړی. پوهان وايي له روس سره په چینایي کرنسۍ کې د تيلو د معاهدي تر شا ډير علتونه دي چې پکې د هېواد مخ په ډبيدونکي معاشي وضيعت او د ډالرو کمښت دی.
پاکستان او ترکمنستان په اسلام اباد کې په دې وروستیو کې د ۱۸۱۴ کلوميټره تاپي ګېس پايپ لاين منصوبې عملي کولو دپاره يوه نوې منصوبه لاس ليک کړې ده. په دې ورستني تړون کې د نورو دوو شريکو هېوادونو افغانستان او هند استازي نه وو. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
پاکستان کې په تېرو دوه لسيزو کې دوه سیاسي ګوندونو مسلم ليګ ق او تحريک انصاف په مرکز او صوبو کې حکومتونه کړي خو بيا د مسلم ليګ ق قامي څوکۍ راکمې شوي څو سيټونه ورسره پاتې شوي او د سياسي چارو کار پوهان وايي ښکاري تحریک انصاف ګوند اوس د مسلم ليګ ق په لوري روان دی.
پېښور کې د بهرنيو موبايل ټيليفونو کاروبار کوونکي وايي د زياتو ټېکسونو او ډالر د نرخ ګرانېدو سره یې کاروبار سخت اغېزمن شوی دی او موبايل اخستونکي وايي د موبايل اخستو توان یې ختم شوی دی.
څېړونکي: عمران خان د سخت فشار لاندې دی ځکه د پوځ او احتجاجونو په اړه خپل بيانونه بدلوي د پاکستان تحريک انصاف چئيرمين عمران خان وايي په نهمه مئي د احتجاجي مظاهرو په وخت د ځينو پوځي ودانيو ويجاړولو د ګام غندنه کوي او دا چې د اسټبلشمنټ سره يې څه ډول زړه بدوالی نشته.
نور کتل