د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي، اوس مهال د صوبې امنیتي حالات ښه دي او له راتلونکې اونۍ څخه به تعلیمي هلې ځلې بېرته پیل شي.
د ټېکنالوجۍ د څانګې پوهان وايي، په پاکستان کې په دې برخه کې د هلکانو په پرتله د انجونو شمېر ډېر کم دی او باید جونې په دې ډګر کې زده کړو ته وهڅول شي. د ډیوې خبريال عثمان خان د پېښور ايګري کلچر يونيورسټۍ کې د کمپيوټر ساينس څانګې د ښځينه استاذانو او زده کونکو سره پدي هکله خبرې کړي دي.
د بونېر پيربابا اوسېدونکی ډاکټر ارشد علي د تېرو څو کلونو راھیسې د څرمنې نہ پہ لاسو بټوې او د ښځو پرسونه جوړوي او وايي اوس نوی نسل په لاسونو جوړ شوي څيزونه خوښوي. هغه وايي دا رواج ډېر عام شوی او که ځوانان دا ھنر زده کړي نو په ان لائن مارکيټ کې تری ډیرې ګټې ترلاسه کېدای شي.
د پاکستان فوځ د عامه اړيکو د څانګي نوي ډايريکټر جنرل احمد شريف چوهدري ویلي، د موجوده حکومت او فوځ ترمنځ ټولې اړيکي غير سیاسي او د ائين د چوکاټ لاندي دي او دا چې د پاکستان فوځ په هيواد کې د کوم سياسي جماعت نظرياتي پلوي نه دی.
د بره سوات د بحرين نه پاس سېمي يو واري بيا د هېواد د نورو برخو نه پرې شوي او سيلابونو دغلته په درال خوړ جوړ عارضي پل وړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د وړیا درملنې لپاره د "صحت کارډ پلس" پروګرام بېرته فعال شوی. دغه پرورګرام د بیمې یا انشورېنس کمپنۍ لخوا د فنډ د نشتوالي له امله ځنډول شوی و.
راپورونه وايي، د عمران خان په تېر حکومت کې له سود پرته د درې بیلینه ډالرو قرضې نېږدې شپږ سوو کاروباري کمپنیو او کورنیو ته ورکړل شوې دي
د تحريک طالبان پاکستان سره نرم چلن او بې سوچه پاليسي د ترهګرۍ لامل دی، ملي امنيت کميټي
څېړونکي وايي، د پاکستان واکمنه طبقه په سياسي او عدالتي ستونزو کې کښېله ده او د ولس په مسلو کې غرضي نده او عوام هم د روزګار او ګرانۍ ازميښت دومره ځورولي چې د واکمنانو په روانو کشالو کې بي غرضه دي. په دغو روانو حالاتو د ډيوه خبريال عثمان خان يو څيړنيز رپورټ استولي دی.
پاکستان د نري رنځ یا ټي بي د ناروغانو د زیات شمېر له پلوه په نړۍ کې پنځم ځای لري. ډاکټران وايي، د ټي بي ناروغۍ درملنه شته او هر هغه څوک چې له دوو اونیو څخه زیات وتوخېږي نو هرو مرو دې ډاکټر او روغتون ته د معاینې لپاره ولاړ شي. تفصیل د عثمان خان په راپور کې
سپريم کورټ بار ايسو سي ايشن: د قانون نه د هر ډول سر غړونې خلاف يو او څوک چې قانون په خپل لاس کې اخلي دا غير اييني او غير قانوني کار دی دې ته د قانون پوهانو غبرګون د عثمان خان په رپورټ کې
د لاهور ښار په زمان پارک کې د عمران خان د کور مخ ته د هغه د پلويانو، پوليسو او رينجرز ترمنځ شوې نښتې په پاکستاني ميډيا کې ډېرې خپرېږي. پوليسو عمران خان د عدالت لخوا د جاري شوي سور وارنټ لاندې نيول غواړي خو د هغه پلويانو تر اوسه د هغه د نیولو مخه نیولې. قانون پوهان دې عمل ته څنګه ګوري؟
پېښور پوهنتون کې د ساتونکو د مشر د وژنې پرضد د تېرې يوې اوونۍ راهسې د استازانو، زده کوونکو او نورې عملې احتجاج او کاربنديز دوام لري چې له امله یې په پوهنتون کې تدريسي عمل ودرېدلی دی.
په پېښور کې قام پاله پښتنو سياسي مشرانو د نومیالي پښتون قانون پوه او سياستوال عبدالطيف اپريدي ته د عقيدت پيرزوینې وړاندې کړي د غونډې ګډونوالو د نوموړي مرګ د پښتنو د پاره غټه غميزه او تاوان بللی دی.
پېښور پوهنتون کې تېره ورځ د سيکيورټي سپروايزر د وژنې پرضد زده کوونکو احتجاجې مظاهره کړې د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې او د پوهنتون استازانو د پېښي ضد د سبا نهې يا سه شنبې د ورځې نه د هړتال شورو کولو اعلان کړی دی.
په پېښور پوهنتون کې د ساجدې سعید په نامه یوې پښتنې مېرمنې له خپل خاوند سره یوځای یوه کېفې پرانېستې چې محصلینو ته د کور په څېر خواړه تیاروي بشپړ راپور د عثمان خان په راپور کې وینئ.
څيړونکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د ترهګرۍ په اړوند دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.
د عيسايي لږکۍ له ډلې څخه رشيده بي بي یواځینۍ ښځه وه چې د پېښور د پولیس لاین د جومات په چاودنه کې وژل شوې ده. د جومات له دیوال سره نښتی کور د هغې د یتیمو لمسیو وو چې دا به ورسره اوسېدله. تفصیل د حمید الله او عثمان په راپور کې.
نور کتل