پرون د خېبرپښتونخوا په دوو ضلعو ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې په دوو بېلابيلو پېښو کې دوه برید کوونکي وژل شوي او شپږ امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پوځ په اينجينيرنګ اداره فرنټیر ورکس ارګنازیشن [FWO] په ګاډي ځانمرګd برید شوی چې پکې د ادارې څلور کارکونکي ژوبل شوي. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې ده.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی. چارواکي وايي پوليس اهلکار ډیوټۍ ته روان وو چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.
ملک محمد جمیل په یو وډیو پېغام کې چې د خبریالانو سره شریک کړی شوی و، وویل د حکومتي چارواکو سره مذاکراتو کې مامورینو د احتجاج کونکو غوښتنې ومنلې
پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] دعوه کړې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ په مهمه پوله انګور اډه په احتجاج کوونکو ډزې شوي او تور يې لګولی ډزې پوځ کړي چې پکې څو کسان ژوبل شوي دي، پوليس او انتظاميه پېښه تاييدوي خو وايي ډزې په خلکو نه دي شوي.
دافغانستان پولې ته څېرمه پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان کې دوه ورځې وړاندې د تښتول شوي تن مړى/جسد ترلاسه شوى چې په ډزو ویشتل شوی دی.
په جنوبي وزیرستان کې لومړی د وسله والو بنیاد په کال 2004م کې دکمانډر نیک محمد په مشرۍ د واڼه په شکۍ سیمه کې ایښودی شوی و چې بیا وروسته د پاکستان پوځ په لومړي ځل د واڼه په کلوشه سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړو
د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان د 15000 بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 33 کروړه روپۍ مالي مرستې جاري کړي دي. چې په راتلونکي څو ورځو کې به اغیزمنو کورنیو ته ترلاسه شي.
د پولیسو لخوا په جاري کړي بیان کې ویل شوي د موجوده صورتحال په نظر کې نیولو سره د جنوبي وزیرستان دپولیسو ضلعي افسر په علاقه کې دامنیت دجاج اخستو د پاره دبیلا بیلو پولیسو تاڼو سفرونه کړي او د هغه په مشرۍ کښې په نزدې سیمو کښې د شر خوښونکو عناصرو په ضد عملیات شوي دي
د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
په ټانک ضلع کې د راغلي سیلاب پرمهال د خلکو د ورانو شوو کورونو د سروی عمل پېل شوی او د ټانک ضلعې اسسټنټ کمشنرامین الله وایي د راغلي سیلاب له کبله د بشپړ تاوان د معلومولو لپاره د سروی شپږ ډلې ټاکل شوي دي.
د پاکستان پوځ ويلي د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د شمالي وزيرستان سفر کړی او سفر په مهال یې په ضلعې مرکز ميرانشا کې د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې له مشرانو سره لیدلي دي.
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د متنو تاڼې په علاقه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، چې پکې د پوليس چارواکو په وېنا د دوه پوځي او يو ملېشې عسکر او يو لاروي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. بل لور ته په ټانک ضلع کې د وسله والو پرضد عملياتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده.
د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلع ډیره اسماعیل خان کې د کوچیانو ټریکټر ټرالۍ او ټرک ترمینځ ټکر شوی چې پکې د شپږو زنانو په ګډون 11 تنه مړه شوي او د 33 پورې نورژوبل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
نور کتل