نثار علي وايي د ضرب عضب عملیاتو پرته هم په شمالي وزیرستان کې د وسله والو جال موجود دی. "دا خلک مېژ (مونږ) ته د افغانستان نهو دې بل ځای نه، بل ځای نه، نه رادېرمې دغه په شمالي وزیرستان کښې پوتې (پاتې) کېږي او مژ (مونږ) ته یې بیا دا پته نه لګې چې حکومت په دې بیا ویلې سترګې پټې کړي دي."
په شمالي وزیرستان کې په پوځ تازه حمله په داسې حال کې شوي چې پوځ ویلي چې د سله والو د حرکت مخه نیوولو دپاره افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لګوولو ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی او د افغان پولې سره نژدې سیمو کې یې د ترهګرو بنیادي اسانتیاوې تباه کړي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عارف وزير چې په وسله وال بريد کې ژوبل شوی او ژوند يې د لاسه ورکړو، کورنۍ يې وايي هغه د خپلې کورنۍ ۱۸م غړی دی چې په دغه ډول برید کې وژل کيږي.
د شمالي وزيرستان نه د ضرب عضب عملیاتو څخه افغانستان ته تللي کډوال وايي، د وړاندې نه د ستونزو سره مخ ؤ خو اوس د کرونا وايرس وبا يې ژوند نور مشکل کړی او د خوراکي توکيو د کمي او نشتوالي سره مخ دي.
په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا وايرس وبا خوره ده خو د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د تېرو څو ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي او په علاقه کې د انټرنېټ په ځای کولو غوښتنه کوي.
د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان ويلي چې پاکستاني طالبانو ته د امریکايي او پاکستاني ځواکونو د لاسه غټ تاوان اوختی خو هغه دعوه کړې چې دوی اوس هم شتون او د بريدونو توان لري.
په قبایلي ضلعه جنوبی وزیرستان کې د ملیشاء ځواک یو عسکر کې کرونا وائرس معلوم شوي چې تر هغې وروسته په دغه سیمه کې د کرونا وائرسو خوریدو په ضد چټک ګامونه پورته کړل شوي.
په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي
د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي د شمالي وزيرستان د ماچس علاقې کډوال بيرته ستنوي خو کډوال وايي په علاقه کې يې کورونه ړنګ کړی شوي دوی چې بيرته ستانه شي د سر سيوری یې نشته دوی به څه کوي.
د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون په زده کوونکو مقدمه درج شوې، زده کوونکي وايي دوی په فيسونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجي مظاهره کړې خو د پوهنتون مشر وايي د فیسونو زياتولو د فېصلې بيرته اخيستو وروسته زده کوونکو غټ سړک بند کړی ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې ده.
د شمالي وزیرستان د سکولونو زده کوؤنکو غوښتي چې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال د دوی کوم سکولونه وران کړی شوي، هغه دې بيرته جوړ کړی شي ځکه چې د دوی زده کړې سختې اغېزمنې شوي دي.
د رېډيو په نړیواله ورځ د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکې مېرمنې وايي د دوی دپاره رېډيو اوس هم د نړۍ د پېژندګلو او د سيمې او نړۍ په حالاتو د خبرېدو او پوهې ترلاسه کولو يواځينۍ سرچينه ده.
منظور پشتین چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی په ریاست او ریاستی ادارو پسې دخبرو کولو او اړي گړي راپورته کولو په تورونو کې بندیوان دي او په پیښور کې د نیول کیدو ورسته د ډیره اسماعیل خان یو عدالت څوارلسو ورځولپاره زندان ته لیږلی دی.
په جنوبي وزيرستان کې نزدې ۱۱ کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په دوېمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي او د عملياتو په وخت دوي ته د اوښتي تاوان معاوضه غواړي.
نور کتل