د جنوبي وزيرستان د دوه سب ډويژنو سره تعلق لرونکي خلک وايي، چې په علاقه کې لس کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم کوم پوځي عمليات شوي او په دغو عملياتو کې د دوی کورونه ړنګ شوي تراوسه ورسره د ورانو کورونو د بيا ودانولو دپاره د حکومت د مرستو ژمنې وفا نه شوې.
په بنو کې د شمالي وزيرستان د کډوالو په بکاخېل کېمپ کې اور لګېدلی چې له امله يې د کډوالو جوړ خپل بازار په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله افغانستان ته کډه شوي کډوال وايي، پينځه نيم کاله يې د کډوالۍ ژوند وکړو بيرته تګ ته په تمه ناست دي خو د پاکستان لخوا ورته هيڅ ځواب نه ويل کیږي.
بنو کې عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۰ؤ مشرانو په ضد د غدارۍ مقدمه خارج کړې خو د پی ټی ایم دیو بل فعال حنیف پښتون دضمانت درخواست یې رد کړی دی.
د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان په کاڼي ګرم کې ویل کېدونکې ورمړي يا برکې ژبې ويونکي وايي، د ژبې د ورکېدو له ويرې يې بيرته داسې هڅې پېل کړي چې دا ژبه ژوندۍ وساتي.
چارواکی وایې د افغان پولې ترڅنګ دشمالی وزیرستان د غلام خان تحصیل دیوګر سیدګی سیمه کې یو شمیر نامعلومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته بېګاه دشپې ډزې کړې چې له امله یې یو عسکر لانس نائیک محمد عمران وژل شوی او پینځه عسکر ژوبل شوي دي.
د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان د سپین سیمې خلکو د انتظامیې په وړاندې د علاقې ټولې مسلې په ګوته کړي او ويلي يې د پاکستان جوړېدنه راواخله تر دې دمه دوی ته د ژوند يوه اسانتيا نه ده برابر کړی شوې.
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د قانوني مسودې په منظورلو سره د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري کولو په ګام مخالفه ګوندونو نیوکې کړي او عوامي نيشنل ګوند وايي د دې اقدام پرضد هايکورټ ته ځي.
د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د اتمانزو مشرانو او کډوالو د کمېټۍ سره د پي ټي اېم مشرانو احتجاجي مظاهره کړې په سيمه کې د ناامنۍ د مخې نيولو او کډوالو د بيرته ستنولو غوښتنې يې کولې.
د قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان د چلغوزې د ځنګلونو مالکان او سوداګر ادعا کوي د امنيت له امله او ډالر د بېعې لوړېدو سره په سيمه کې د چلغوزې پېداوار او کاروبار۹۰ فيصده کم شوی دی.
په سمدستي توگه په اېف عسکرو د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېرو وختونو کې په سیمه کې په امنیتي ځواکونو د حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی. او امنیتي ځواکونو د وسله والو خلاف عملیات هم کړې دي
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ شمالي وزيرستان ته ورغلی او هلته يې د ځايي مشرانو سره ليدلي دي، خو دغلته په احتجاج ناست دوکانداران او د کډوالو د کمېټۍ مشران وايي چې دوی ته یې هيڅ باوري خبره نه ده کړې چې د دوی مسلې به هوارې کړي.
د ٖٖپېښور هايکورټ بنو څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشرانو او وزيرستان څخه منتخب شوؤ قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير ضمانتونه عدالت پاخه کړي دي.
افغانستان ته کډه شوي د شمالي وزيرستان کډوال وايي دوي غواړي چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي ځکه چې دپاسه پرې د ژمي يخ موسم راروان دی او هلته د يخ نه د بچ کېدو سم انتظامات نه لري.
د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان سوداګر وايي په علاقه کې د ضرب عضب عملياتو په مهال دوی ته د شلو اربه روپو نه زيات تاوان اوړېدلی دی.
د علی وزیر، محسن داوړ او عالمزېب مسيد د خوشي کېدو وروسته د پي ټي اېم مشران وایي د دوي د ۲۰ نه زیات کسان د هېواد په بېلا بیلو زندانو کې د ترهګرۍ او غدارۍ د مقدمو لاندې له تېرو څو میاشتو راهسې بنديوان دي.
مکین اډه بازار د جنوبي وزیرستان دمرکزي ښار واڼه وروسته دویم لوئې اقتصادی ښار دی او د لس کلن راه نجات نومی پوځی عملیاتو وروسته په یاده اډه کې اتوؤ سوؤ نه زیات دوکانونه پوځ جوړ کړي دي
د شمالي وزيرستان د انتظامي مشر مرستیال کمشنر دفتر ويلي شمالی وزیرستان ته د نورو بهر خلکو داخلیدو له امله د سیمې امنیت ته خطر دی چې له مخه یې ۱۴۴ ماده په ځای کړی شوې او د نورو سیمو خلکو په داخیلدو بندیز لګول شوی دی.
دخیبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې دیو څلور کلن ماشوم د وژنې په ضد په ګنډي چوک کې د پولیسو خلاف دسیمې خلکو سخت احتجاج کړی اؤ قهرژنو مظاهره چیانو دپولیسو تاڼې ته د اورونو اچولو ترڅنګ دسیمې لویې سړک یا انډس هائی وی هم دهر رقم ټریفک دپاره تړلی دی
نور کتل