د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو علي وزير او محسن داوړ په دوه مقدمو کې په ضمانت د خوشي کېدو دپاره په خواستونو اورېدنه وشوه، او عدالت ورته په يوه مقدمه کې د ضمانت منظوري ورکړه او بل خواست يې رد کړو.
د جنوبي وزیرستان په کرکڼه نومې علاقه کې د دوه ځايي قبيلو ترمنځ د درېو راهسې نښتې رواني دي چې پکې تراوسه پورې د درېو کسانو د وژل کېدو ويل کیږي او په علاقه کې سخته ويره ترخه خوره ده.
په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې د د بشري حقونو فعاله مبارز، د قبايلي سيمو د وکیلانو د اتحاديې جوړؤنکی او لومړی مشر عبدالکريم محسود په حق رسېدلی دی.
د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه سره نزدې د سپين علاقې اوسېدونکي وايي د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ګډېدو يو کال وشو خو د دې علاقې خلک چې د پخوا راهسې شاته پاتې دي لا هم د ژوند د بنیادي اسانتياؤ څخه محرومه دي.
د پاکستان دوه تښتول افسران د (فېډرل بورډ اف ريونيو) د اسلام اباد د مالي مرستیال مشر رياض مياني او د هغه سره دوه نور تښتول شوي کسان خوشي کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د جنوبي وزيرستان د لدې سيمې تحصيلدار ګل دراز هم خوشی شوی دی.
نن د جمعې په ورځ د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې عوامي نيشنل ګوند، پاکستان پيپلز پارټۍ او يو ازاد کانديد درې جلسې کړي او په درې واړو کې د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنې شوي دي.
په صوبايي اسمبلۍ کې د باجوړ ضلعې د دریو، مومندو ضلعې د دوو، خېبر د دریو، کرم د دوو، اورکزۍ د یوې، د شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو د دوو دوو او د پخواني ایف رېجنز د یوې چوکۍ دپاره انتخابات د جولايي د میاشت په ٢٠ نېټه کېدونکي دي
د حزب اختلاف سیاسي گوندونو امیدوارانو د تحریک انصاف په حکومت الزام لگولی چې خپلو انتخابي گټو دپاره یې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په ولسي غونډو بندیز لگولی دی. خو تحریک انصاف په سمدستي ډول دغې دععوې ته څه ځواب نه دی ویلی
په شمالي وزيرستان کې په پوځ دا تازه حملې په داسې حال کې شوې چې د تېرې اوونۍ راهسې په سيمه کې په امنيتي ځواکونو پينځه بريدونه شوي شپږ پوځيان او درې د خاصه دار ځواک سرتيري پکې وژل شوي
په جنوبي وزيرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په احتجاجي پرلت ناست دي او د عملياتو په وخت دوي ته د اوختي تاوان معاوضه غواړي.
په شمالي وزيرستان کې لسيزې وروسته ځوانانو د "وجېرې ګلونو" په نوم درې ورځنۍ مېله راجوړه کړې ده. د ځوانانو سازمان (يوت اف وزيرستان) د دې مېلې تابيا کړې او نن د مېلې دوېمه ورځ ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرتابه وايي دوي کله هم د مذاکراتو څخه انکار نه کړی او د خېبرپښتونخوا د حکومتي کمېټۍ سره هم خبرې کوي خو صوبايي حکومت د دې جوګه نه دی چې د دوي غوښتنې ومني ځکه چې د پښتنو مسلې په ملکي کچه دي.
په کومه سیمه کې چې حمله شوي د گزبوبې په نوم یادیږي، غرنۍ علاقه ده، د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان سره پوله لري او په تېرو وختونو کې پکې طالب وسله وال فعاله پاتې شوې دي
د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د ترهګرۍ د پېښو او پولیو څخه معذورو شوؤ په لسګونو کسانو د دې دپاره احتجاج کړی چې دوي ته په ځانګړي ډول پاملرنه وشي.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان په لمړي ځل د شمالي وزیرستان سفر کړی د يو څو پرمختيايي پروژو اعلانونه يې کړي خو د سيمې خلکو په دغه مهال يوه غټه احتجاجي مظاهره کړې چې اول دې د سيمې بې کوره کړی شوي خلک خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوه غړو ضمانت رد کړی شوی او نيول شوي په عدالتي ریمانډ په تاڼه کې بنديوان کړی شوي دي.
د ټانک د ښار نه شمال لويديځ پله په ۴۰ کلوميټره کې پرته د سره غر علاقې اوسېدونکي وايي د ژوندد ټولو بنیادي اسانتياؤ څخه محرومه دي.
د جنوبي وزيرستان مشرانو د يوې جرګې د لارې غوښتنه کړې چې په سيمه کې د ويجاړو شوؤ کورونو د تېر کال ودرول شوې سروی دې بيرته په ځای کړی شي.
نور کتل