پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي کانديد هارون بلور د مېرمن ثمر هارون بلور په مقابله کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند محمد عرفان په مېدان کې دی.
په سیمه کې میشته حکومتي چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل چاودنه د لدهې تحصیل په تنگي بدنزۍ سیمه کې په داسې حال کې وشوه چې امنیتي ځواکونو د ځمکني بمونو یا لېنډ ماینونو د لرې کولو کار کولو
څلور کاله وړاندې د پاکستان پوځ د هېواد په قبایلي شیمو کې وسله والو خلاف د "ضرب عضب" په نوم عملیات پېل کړل. د عملیاتو په مهال د زرگونو په شمېره کې د شمالي وزیرستان خلکو خپل کلي او کورونه پرېښودل چې پکې د شوال اوسیدونکي هم شامل دي
په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب عملياتو نه افغانستان ته کډوال شوي خلک وايي دوی نور د کډوالۍ ژوند تنګ کړي او بيرته خپلو سيمو ته ستنېدل غواړي.
د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې درې ورځې وړاندې پېل شوی احتجاجي پرلت نن د اتوار، يکشنبې په ورځ وروسته له هغې وځنډول شو چې د پرلت د مشرانو په وېنا پوځي او انتظامي چارواکو ورته د غوښتنو منلو باور ورکړو.
د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې مېشت بې کوره شوي کډوال وايي د کېمپ ژوند يې د زندان په څېر دی، د کېمپ نه خلاصېدل غواړي او غوښتنه کوي په سمدستي ډول دې بيرته خپلو علاقوته ستانه کړی شي.
د شمالي وزيرستان هغه کډوال چې د افغانستان نه بيرته ستانه شوي او د بنو د بکاخېلو د کډوالو په کېمپ کې په ځای کړی شوي دي، وايي د لويې اختر د قربانو اخستو ته نه دې پرېښودی شوي او کېمپ ته يې هر ډول تګ راتګ هم بند دی.
د قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان د ورانو شوؤ کورونو د جوړولو دپاره حکومت ځايي خلکو ته د پېسو ورکولو لړۍ پېل کړې ده.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې په يو وخت په بېلابيلو پېښو کې دوه شيعه او يو د بريلي فکر سره تعلق لرونکی بل تن په هدفي وژنو کې په نخښه شوي دي.
د اکرام الله خان ګنډاپور ورور انعام الله ګنډاپور تور لګولی چې د اکرام نه ډېر ساتونکي پوليس او چې ګولۍ پرې اثر نه کوي هغه (بولټ پروف ګاډی) بيرته اخيستل شوي وو که هغه ورسره وی هغه به نه ؤ وژل شوی.
په سیمه کې د حکومتي چارواکو ترمخه، د امنیتي ځواکونو د یو موټر سره خوا کې په ځمکه کې ښخ بم وچلول شو. د چاودنې په نتیجه کې دوه عسکر ووژل شو. چارواکو وویل د چاودنې ورسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړل
ځايي مامورینو وي او ای ډیوه ته د پېښې په اړه وویل د امنیتي ځواکونو په گاډي د بویا تحصیل په محمد خیل سړک ډزې وشوې. ویل کیږي چې حمله کونکو کمین نیولی و
ضلعۍ انتظاميي ویلي په اجتماعگانو او سیاسي غونډو پس د هغې پابندي لگول شوي چې په تیرو ورځو کې د پي ټي ایم په غونډو کې د ریاستي ادارو خلاف سخت الفاظ استعمال شوي وو چې د انتظاميي په وینا د سیمي امن او امان ته یې سخت زیان رسولی دی
د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې د يکشنبې، اتوار په ورځ لګېدلی ګرځبنديز (کرفيو) تراوسه په ځای دی خلک وايي ګرځبنديز د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دپښتون ژغورنې د غورځنګ د وتلي مشر علي وزیر ورور ښاغلي مزمل ویلي دعليوزیر د حفاظت دپاره د وزیرو اؤ نورو قبیلو په زرګونو خلک دهغوئ دکوره چاپیره شوي اؤ وایي چې طالبان یا بل هیڅ یو قوت به ترې د علي وزیر ویښته قدرې ازار نه کړي.
د علي وزیر یو ورور مزمل وزیر په واڼا کې د جرگې په اړه د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني ته وویل چې خبرې کامیابې وې او د پي ټي اېم د غوښتنې سره سم په مقامي طالبانو پابندي ولگیده چې د واڼا بازار ته به نه ورځي
دجنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې حکومت پلوه طالبانو دپښتون ژغورنې دغورځنګ په مهم مشر علي وزیر اؤ په نورو غړو د درنو اؤ سپکو وسلو برید پیل کړی. د غورځنگ مشر دعوه کوي چې ډزو کې د پي ټي ایم ۱۰غړي وژل شوي اؤ ۳۰ نور ژوبل شوي دي
د جنوبي وزيرستان زده کوونکې ماشومانې جينکۍ غوښتنې کوي چې د جانان کوټ په علاقه کې د جينکو يواځینی مډل سکول ته دې د هايي سکول درجه ورکړی شي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړی شي.
نور کتل