د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعاله غړی محسن داوړ وايي د حکومت سره خبرو دپاره يې ۳۰ کسيزه جرګه اعلان کړې چې پکې د پي ټي اېم د مشرانو ترڅنګ د پښتنو د بېلابيلو برخو استازي شامل دي، او دغه نومونه يې پرون هغې جرګې ته ورليږلي کومه به یې چې حکومت ته وړاندې کوي.
په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو رامنځته کېدو پرضد په څلورمه ورځ هم په ميرعلي کې احتجاجي ناسته روانه ده چرته چې د شپې په مهال هم خلک موجود وي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې ګومل پوهنتون په منظور پشتين پوهنتون ته په داخلېدو بندېز لګولی دی.
د شمالي وزيرستان پوليټيکل انتظاميه وايي چې افغانستان ته د سيمې څخه کډوال شوؤ خلکو بيرته راستنېدو درېم او وروستی پړاؤ د روانې میاشتې اپرېل د ۱۸م څخه پېلوي.
د پاکستان د قبايلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره (اېف ډي ېم ای) وايي د قبايلي سیموشمالي وزيرستان او خېبر ايجنسۍ ۱۵۱۸۳ رجسټر شوې کورنۍ اوس هم کډوالي دي لا بيرته خپلو علاقو ته نه دي ستنې شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين وايي د پاکستان د آئین او قانون دلاندې د پښتنو حقونه غواړي او وايي "مونږ خو د پاکستان د ائين لاندې غوښتنې کوو ، مونږ د انسانيت په خاطر انصاف غواړو"
په ډیره اسماعیل خان کې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټنی وايي د بلوچستان په سفر د منظور پشتین په قافله کې د نورو گڼ شمیر خلکو ترڅنگ لکه د اسلام آباد او د پېښور په رنگ د نور ښارونو نه راغلي د د یونیورسټو طالب علمان او استازان هم شامل دي
په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوالې کورنۍ پاکستان ته را ستنېدلې چې لارۍ یې له ټرېفیکي پېښې سره مخ شوې ده، په نتیجه کې یې پینځه تنه مړه شوي او تر شلو زیات پکې ټپیان شوي دي.
د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرال نزير احمدبټ په داسې حال کې د جنوبي وزيرستان سفر کړی او هلته يې د مسيدو د مشرانو سره ليدلي چې روانه مياشت په اسلام اباد کې پښتون لاريون د خپلو پينځه ؤ غوښتنو منلو دپاره لس ورځې ناسته کړې وه.
حکومتي چارواکو په جنوبي وزیرستان کې د عوامي ټیلیفون دفترونو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته د هر ټیلیفون کوونکي شناختي کارډ کاپۍ او نور معلومات له ځانه سره وساتي، که چا دا کار ونه کړ هغه به مجرم ګڼل کېږي.
د جنوبي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ اشفاق احمد وايي د سيمي پوځي چارواکو ورته ويلي چې اته، نهه نورې پوځي ډلې جوړې شوي او هغه به په سيمه کې ماينونه پاکوي او دغه کار به نور تُند کړی شي.
په اسلام اباد کې د پښتون لاريون د احتجاجي پرلت يو مشر منظور احمد پشتين وايي څو پورې چې د دوي د غوښتنې نه وي منل شوي احتجاجي پرلت به دوامداره ساتي.
دخیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د حکومت پلوه طالبانو په ضد اولسي پاڅون شوی اؤ پاریدلو خلکو د طالبانو دفترونه سوزولي دي.
د قبايلي سيمې جنوبي وزیرستان قامي مشرانو اعلان کړی چې دوي به سبا د چهارشنبې، شورو په ورځ د ټانک څخه د کاروان په شکل کې روانيږي او اسلام اباد ته د تلونکي هغه پښتون تحفظ غورځنګ ملګرتيا به کوي کوم چې د ډېره اسماعيل خان نه په د جمعې په ورځ روان شوی ؤ.
دغه لاریون په درو ورځو کې له بنو، لکي مروت، کرک او کوهاټ څخه را تېر شوی او د یکشنبې - اتوار - په ورځ پېښور ته رسېدلی دی. لاریون د (مسود تحفظ غورځنګ) په نامه یوه سازمان پیل کړی چې د وزیرستان او خیبرپښتونخوا ځوانان پکې شامل دي
په کراچۍ کې د پوليس په يوه مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله محسود پلار وايي د زوي غم يې د ټول پاکستان اولس په سر واخستو خو هغه د پاکستان د واکمنو نه انصاف غواړي.
په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ پرضد د پوځي عملياتوپه مهال کډوال شوي خلک چې اوس بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي د پوليټيکل کمپاؤنډ مخې ته يې احتجاجي ناسته پېل کړې چې د عملياتو په مهال د ورانو شوؤ کورونو تاوان دې ورته ورکړی شي.
د دوه پوځي سرتېرو د وژل کېدو وروستو د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په همزوني سيمه کې لګېدلی ګرزبندېز (کرفيو) يوه اوونۍ وروستو لرې کړی شوه.
نور کتل