لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پاکستان: حکومت اييني بدلونونو د عدالتونو د روڼتيا دپاره ضروري، او مخالفین یې په عدالت حمله بولي

که څه هم مرکزي حکومت د پاکستان په ايين کې د بدلونونو قانوني مسوده د لوړو عدالتونو د شفافيت او چټکتيا لپاره اړينه بولي خو مخالف ګوندونه او د اييني چارو پوهان وايي، دا په سپريم کورټ او ايين نېغ په نېغه حمله ده.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه په ايين کې د بدلون مسوده کې نزدې د 56 بدلونونو راوستو وړانديزونه شوي دي چې پکې د سپريم کورټ د مشر قاضي د درې کلنۍ دورې غځولو ټاکل او د عدالتونو د واک محدودول يې تر ټولو اهم ټکي دي.

د پاکستان د سپريم کورټ د مشر قاضي لپاره په اساسي قانون کې د دندې دپاره موده نه ده ټاکل شوې، او د هغه کاري دوره د هغه د عمر پورې تړلې ده کله چې د مشر قاضي عمر 65 کلنۍ ته ورسيږي نو د نوکرۍ موده یې سرته رسيږي.

د پاکستان د قانون وزیر، اعظم نذير تارړ وړمه ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته ويلي چې مطبوعاتو ته ترلاسه شوې مسوده اوس مهال باقاعده سند نه دی.

خو نوموړي وویل دا د مشر قاضي کار نه دی چې کوم ګوند باید څه کار وکړي او يا د بجلۍ او چينو نرخونه باید څنګه مقرر شي او په دې لړ کې اصلاحاتو ته ضرورت دی.

په مسوده کې دا وړانديز هم شوی چې د عدالتونو ځني اختيارات، چې له مخې یې ځانګړي حکمونه ورکول کېږي، باید محدود شي، چې د حکومت او عدالت ترمنځ توازن وساتل شي او يو له بل سره غوره تعلقات ولري، په دې کې د حکومت او عدالتي نظام مابين د واکونو ښکاره تقسیم شامل دي، چې دواړه خپل حدود وپېژني او د يو بل په کار کې لاسوهنه کمه کړي.

د قانوني او دستوري چارو پوهان وايي د کال 1973 ايين يو متفقه دستور دی او په هغې کې د سپريم کورټ او هايکورټ عدالتونو واکونه او کارونه روښانه ليک دي.

د اييني چارو کارپوه او پخوانی جج شاه خاور وايي، "ما چې په مسوده کې کومې خبرې اورېدلي دي هغه سمې هم دي، لکه د سپريم کورټ، هايکورټس او د فېډرل شريعت کورټ ججانو د ګمارنې چې يو طريقه کار چې اوس دی، په هغې باندې ډېر اعتراضونه کېږي، هغه تعيناتي جوډېشل کمېشن کوي او په هغې کې د ججانو شمېر زيات دی، دې کې يو توازن پکار دی، په هغې د پارليمان د منتخبو غړو موجودګي هم ضروري ده چې داسې يوه توله پکې راشي".

په مسوده کې دا هم ویلي شوي چې د عدلیې په نظام کې د اصلاح لپاره بدلونونه ضروري دي، لکه د قاضيانو ټاکنه ښه کول او د عدلیې بهير چټکتيا او روڼوالی زياتول، او هم دا شان د ځانګړو عدالتونو په اړه هم بدلونونه وړانديز شوي دي، چې له مخې یې په ځينو برخو کې د دوي واک زيات يا کم شي.

ځينې قانون پوهان په اييني مسوده کې ورکړل شوي وړانديزونه په اساسي دستور نېغ په نېغه حمله بولي.

قانون پوه شېر امان خان يوسفزی وايي، "په دې کې که حکومت يو بل اييني عدالت جوړوي نو دا د سپريم کورټ يو متوازي عدالت وي، او چې کله يو اييني عدالت جوړيږي نو مطلب به يې دا وي چې سپريم کورټ او هايکورټس به د هغې ماتحت شي او دا د اندېښنې وړ خبره ده".

د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف وايي، د بدلون په اړه هېڅ مسوده ورسره حکومت نه ده شريکه کړې او د ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر وايي کومه مسوده چې د مطبوعاتو سره شريکه شوې ده، د هغې د مخې دا د منلو ځکه نه ده چې دا پر عدليې د بنديز په معنا ده.

څېړونکي او خبريالان وايي حکومت چې مطبوعاتو سره کومه مسوده شريکه کړې ده هغه د هغې مسودې څخه ډېره بدله ده چې کومه حکومت لا پټه ساتلې ده.

د پارلیماني چارو خبريال عبدالله مومند وايي، "په دغه اصلي مسوده کې د ملکي وګړو په پوځي عدالتونو کې د محاکمه کولو وړاندیز هم شامل وو، د دې نه علاوه پکې د اظهار د ازادۍ په اړه ټکي شامل وو، تر دې پکې هم شامل وو چې سرکاري سړی د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړی جوړېدی شي".

په مسوده کې د ايين په 63 الف ماده کې بدلون کول شامل دي چې ترمخه به د پارليماني پارټۍ د هداياتو پرضد ووټ اچونکي غړي ووټ شمېرل کېږي.

مېتیو میلر: د پاکستان د بېلسټک میزایلو پروګرام په اړه د امریکا اندېښنې واضح او مستقل دي

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، مونږ تل د پاکستان د بیلسټک میزایلي پروګرام مخالفت کړی اؤ هم په دې پالیسۍ ولاړ یو.

واشنګټن کې د پریس بریفنګ په مهال ښاغلي میلر ویلي، امریکا به د خطرناکه وسلو د ملاتړ کوونکې شبکې خلاف کارروایۍ دومداره ساتي چې نړۍ اؤ مونږ ددې مهلکه وسلو نه خوندي پاتې شو.

ویاند ویلي په خطرناکو وسلو بندیز په اصل کې زمونږ د قامي سلامتۍ ضمانت دی ځکه نو په دې به د بندیزوو اؤ نورو اقداماتو لړۍ دوامداره وي.

هغه ویلي د پاکستان په بیلسټک میزایل پروګرام زمونږ ژور نظر دی اؤ د څو کالو راهسې ددې په اړه زمونږه اندېښنې واضحه اؤ مستقلې دي.

د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویلي پاکستان د امریکې د اوږدې مودې شراکت دار هم پاتې شوی دی.

د امریکې خارجه محکمې په دې وروستیو کې په یوه تحقیقاتي اداره، یو چینایي وګړي اؤ په دریوؤ چینایي کمپنیو د خطرناکو وسلو خورولو په تور بندیزونه لګولي دي.

د خارجه محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، د چین تحقیقاتي ادارې په مبینه ډول د پاکستان شاهین ۳ اؤ بابیل میزایلي نظام لپاره د الاتو په اخستو کې د پاکستان سره کومک کړی دی.

پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه اؤ په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر پخپل بیان کې یې ویلي وؤ چې په تېرو وختونو کې هم د تجارتي ادارو داسې فهرست جوړ کړل شوی ؤ چې هغه یوازې په شبهاتو یا شکونو ولاړ ؤ.

د بهرنیو چارو د دفتر بیان کې ویل شوي وؤ د امریکې له لوري بندیزونو کې د داسې شیانو یادؤنه شوې چې د برامدي کنټرول د هیڅ یو نظام لاندې نه راځي خو بیا هم د عمومي دفعو په بنیاد حساس ګرځول شوي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د بیان له مخې "دا په عامه توګه منل کیږي چې څو هیوادونه چې د نه خورېدنې په اصولو په سختۍ سره د عمل کولو دعوې کوي هغوي خپلو خوښو هیوادونو ته د عصري پوځي ټيکنالوجۍ د ورکړې په معامله کې د لایسنسنګ شرطونه په اسانۍ سره له پامه غورځولي"

د خارجه دفتر د ویاندې اشاره د باییډن انتظامیې له لوري د هند لپاره د جدیدو ابدوز ضد وسلو د منظورۍ لوري ته وه.

بیان کې ویل شوي وؤ چې داسې دوه مخیزه معیارونه اؤ توپیري رویه د نه خورېدنې د نړیوال نظام وقار ته زیان رسوي، نظامي عدم توازن سیوا کوي اؤ نړیوال امن اؤ سلامتي په خطره کې اچوي

واشنګټن تېر کال هم د اکتوبر په مياشت کې په چين کې درېو هغو کمپنيانو باندې بنديزونه لګولي وؤ،چې د پاکستان ميزايل پروګرام ته یې سامانونه ورکول.

د اې این پي غوښتنه: د خېبر پښتونخوا نوم دې یوازې "پښتونخوا" شي

پښتون قام پاله عوامي نیشنل ګوند غوښتنه کړې ده چې د پاکستان په اییني ترمیمونو کې باید د خېبر پښتونخوا صوبې نوم یوازې په "پښتونخوا" بدل کړل شي.

د پخوانۍ شمال مغربي سرحدي صوبې یا سرحد نوم په 2010م کال کې د پیپلز ګوند د حکومت په مهال هغه وخت په خیبر پښتونخوا واړول شو چې پارلمان اتلسم اییني ترمیمي مسوده منظوره کړه او د هغه وخت صدر آصف علي زرداري ورباندې لاسلیک وکړ.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په مشرۍ ترسره شوې د ګوند مشورتي غونډه کې پرېکړه شوې، ګوند به د داسې اییني ترمیم مخالفت کوي چې د شخصي ازادۍ اؤ اتلسم اییني ترمیم په زیان وي.

د ای این پي لخوا د غونډې په اړه د جاري کړل شوې اعلامیې له مخې په دې غونډه کې د اییني چارواکو د ملازمت په موده کې د پراختیا سره د مخالفت کولو فیصله هم شوې ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې عوامي نیشنل ګوند په پوځي عدالتونو کې د سیاسي فعالانو د مقدمو تجویز ردوي اؤ د بنیادي حقونو اؤ جمهوري اصولو خلاف به ایین کې یو ترمیم هم ونه مني.

عوامي نیشنل ګوند ویلي د وفاقي اییني عدالت قیام د ګوند یوه زړه غوښتنه ده اؤ د پارلیمان د بالا دستۍ لپاره عدالتي اصلاحات ضروري دي .

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د اییني ترمیمونو پر سر سخت سیاسي جنجالونه راپورته شوي اؤ حکومت مخالفه ګوندونه تور لګوي چې حکومت د پوځ په فشار ایین کې ترمیمونه کول غواړي چې مقصد یې سپریم کورټ د حکومت تابع کول دي.

خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي عدالتي اصلاحاتو ته له ډیرې مودې اړتیا لیدل کېده اؤ اوس حکومت غواړي چې دا اصلاحات عملي کړي.

د رپورټونو ترمخه د اييني بدلونونو مسوده چې خپره شوې نه ده، ويل کېده په دغو اييني بدلونونو کې د سپريم کورټ او هايکورټ د ججانو د عمر نېټه د 65 نه تر 68 پورې کلونو پورې غځولو وړانديز کېدلو.

او پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپرول چې د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمېشن او پارلیماني کمیټۍ خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل وو.

پاکستان کې د تېرو څو ورځو راهسې داسې امکان څرګندېدو چې حکومت به د اييني ترميمونو قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کړي، خو دا مسوده ځکه پارلیمان ته وړاندې نه کړل شوه چې ویل کیږي ایین کې د ترمیم لپاره د پارلیمان د غړو په دریوؤ کې دوه برخې اکثریت په لاس کې نه لري کوم چې په ایین کې د بدلون لپاره ضروري دی .

پېښور: د طالبانو  کونسل جنرل ویلي د پاکستان ملي سرود کې موسیقي وه ځکه ورته نه دی ودرېدلی

په پېښور کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا کونسل جنرال دا تورونه رد کړي چې ګنې د پاکستان ملي ترانې یا سرود ته یې درناوی نه دی کړی اؤ ویلي یې دي ځکه د پاکستان ملي سرود ته احتراماً نه دی ودرېدلی چې په دې سرود کې موسیقي وه.

د کونسلګرۍ ویاند په یو بیان کې ویلي چې د افغان طالبانو حکومت د افغانستان په ملي سرود هم ځکه بندیز لګولی چې هغې کې موسیقي ده.

په پاکستان کې په رسنیو اؤ سوشل میډیا پېښور کې د طالبانو د حکومت په کونسل جنرال حافظ حمدالله باندې کلکې نیوکي شوي چې د سفارتي ادابو برعکس یې د پاکستان ملي ترانې ته درناوی نه دی کړی.

په مېډیا اؤ ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې وړمه ورځ پېښور کې د صوبایي حکومت په رابلل شوې یوه دستوره کې چې کله د پاکستان ملي سرود غږول کیږي د پښتونخوا صوبې وزیراعلا اؤ د غونډې نور ګډونوال یې په درناوي کې ودریږي خو د طالبانو د حکومت کونسل جنرال اؤ یو بل افغان سفارتي چارواکی بیا پخپلو څوکیو ناست پاتې کیږي.

په پاکستاني میډیا د افغان طالبانو د حکومت د کونسل جنرال دا عمل د سفارتي ادابو سرغړونه اؤ د پاکستان ملي سرود ته سپکاوی بلل شوی اؤ د طالبانو د حکومت د کونسل جنرال د هیواده د شړلو غوښتنې شوې دي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ دې معاملې ته پخپل غبرګون کې ویلي چې د کوربه هیواد د ملي سرود درناوی نه کول د سفارتي اصولو څخه سرغړونه ده.

د ډان نیوز له مخې د خارجه دفتر ویاندې ویلي د طالبانو د سفارتي استازي دا عمل د غندنې وړ دی اؤ مونږ به د اسلام اباد اؤ کابل په دواړو مقاماتو کې موجودو افغان چارواکو ته په دې اړوند خپل احتجاج رسوؤ.

په پېښور کې د طالبانو د حکومت د کونسلګرۍ په خپاره شوي یو وضاحتي بیان کې دا تورونه رد کړل شوي چې ګنې د طالبانو کونسل جنرال د پاکستان ملي سرود ته سپکاوی کړی دی.

د کونسلګرۍ په بیان کې ویل شوي چې کونسل جنرال د پاکستان ملي سرود ته درناوی لري خو دا چې ددغه سرود په احترام کې ودرېدلی نه دی، وایي علت یې دا دی چې په ملي سرود کې موسیقي وه.

په بیان کې ویل شوي چې که دا ترانه پرته له موسیقۍ یا یوازې د ماشومانو په خوله ویل شوې وای نو هغه به یې نه یوازې په درناوي کې ولاړ پاتې شوی وای بلکې په سینه به یې د احترام لاسونه هم ایښي وؤ.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې د افغان طالبانو لخوا په افغانستان له قبضې وروسته د سخت دریځه طالبانو لنډ مهاله حکومت افغانستان کې سخت شرعي قوانین پځای کړي اؤ په موسیقۍ ،د نجونو په زده کړو اؤ د ښځو په کار اؤ له محرم پرته په سفر یې بندیزونه لګولي دي.

د شېراني ضلعې د زڼغوزیو پر ځنګله بیا اور لګېدلی او لا د اور وژلو بندوبست نه دی شوی

عکس دوه کاله مخکې د شېراني پر ځنګل د لګېدلي اور دی.
عکس دوه کاله مخکې د شېراني پر ځنګل د لګېدلي اور دی.

له پښتونخوا صوبې سره پر پوله د پرتې د بلوچستان د شېراني ضلعې د زڼغوزیو یا چلغوزو پر قیمتي ځنګله یو ځل بیا اور لګېدلی دی چې د چارواکو په وینا تر اوسه د اور د مړ‎ہ کېدو کوم بندوبست نه دی شوی.

د ځایي خبریال فیض محمد شېراني په خبرہ، "دا اور په تېزۍ سرہ پر مخ روان دی او د زیات نقصان ویرہ دہ".

د ضلع شېراني د مرستیال کمیشنرې ثنا ماہ جبین په وینا، د سه شنبې- نهې په ماښام په غرہ کې د اور لګېدو خبر ورکول شوی دی:

"زموږ‎ مرستندوی ټیمونه د اور سیمې ته نیز‎دې رسېدلي دي خو لا ھم د اور ځای ته نه دي ورغلي، لارہ اوږ‎دہ ھم دہ او پیادہ سفر دی، شاوخوا درې ساعته لار دہ، موږ‎ دا وخت خالي لاس یو، په اوبو د مړ‎ہ کولو اور نه دی".

ضلع شېراني د بلوچستان او پښتونخوا صوبې پر سرحد پرته ضلع د او تر دې وړ‎اندې هم د 2022م کال د مې میاشتې پر نهمه لګېدلي اور شاوخوا شپېته مربع کیلومیټره ځنګل سوځولی وو.

دا اور هغه وخت له ایران څخه را غوښتل شوي د اور د مړ‎ہ کولو په ځانګړ‎ي جھاز مړ‎ کړ‎ل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې بلوچستان رپورټ دی چې ھغه وخت شاوخوا دوې اونۍ «د کسې غرہ» په درو جلا جلا سيمو کې اور بلېده چې په مجموعي توګه یې په قریباً شپيته مربع کیلومېټره علاقه د زڼغوزیو او د نشترو ځنګل سوځولی وو، په کوم کې چې له اوه نيم لکه تر اتو لکو پورې د زڼغوزو تاريخي او قيمتي ونې سوځېدلې دي۔

ھغه وخت درې تنه ځایي کسان د اور د سوځېدو له امله پکې مړه شوي او درې ټپيان شوي ھم وو.

د شېراني ضلعي مرستیال کمیشنرې ثنا ماہ جبین په وینا، دا ځل اور په بله سیمه کې لګیدلی دی:

"دا ژیړ‎ غر، کریم کڅۍ، لوړ‎ہ مېنه نومي سیمه دہ، اور کله مړ‎ او کله بیرته بل ښکاري خو دا معلومه نه دہ چې اور په څومرہ سیمه پورې شوی دی".

د مېرمن ماه جبین په وینا یادہ سیمه [احمدي درګه] د امنیت له نظرہ ھم حساسه سیمه بلل کېږ‎ي ځکه ھم دوی د شپې پر وخت محتاط ګامونه اخلي:

"د افتونو پر وخت مرسته کوونکې صوبایي ادارې ټیمونه له کوټې پر لارې دي، د پي ډي ایم اې ټیم سرہ د اور د مړ‎ہ کولو ځانګړ‎ي [د اوبو] بالونه دي چې ھغه راوړ‎ل شي نو د ورځې په رڼا به یې ھغه پر اور غورځوو".

د احمدي درګې د کلي «ښرن» اوسېدونکی او په یاد غرہ کې د زرګونو ونو مالک ملک عبدالستار په وینا دا دومرہ لوی اور دی چې د ده په وینا له لسګونه کیلومیټرہ لرې فاصلې ھم لیدل کېږ‎ي.

ملک عبدالستار له حکومته غواړي چې د اور د مړ‎ہ کولو بندوبست دې پر وخت او ژر وکړ‎ي، ځکه چې وایي دوی‎ له اوله ھم د اور لګېدو له وجې ډیر مالي زیانونه وړ‎ي دي:

"اوس دا بل اور لګېدلی، حکومت تر اوسه ناکامه دی، باید د اسلام آباد ټیمونه د اوبو له غټو جھازونو سرہ راشي، او یا ھم د ایران جھاز پر وخت را وغواړ‎ي چې اور پر وخت قابو شي، تېر وار زیات تاوان وشو بیا جھاز راغی او اور یې مړ‎ کړ‎".

په بلوچستان کې فعاله د ملګرو ملتونو د خوراک او زارعت ادارې ایف اې او د یو څېړنيز رپوټ له مخې د شېراني د کسې غر د نړۍ تر ټولو لوی او خالص د زڼغوزيو ځنګل لري چې د کال شاوخوا درې نيم اربه روپۍ حاصل ورکوي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG