لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ګنډاپور ويلي، د يو ډز په ځواب کې به لس ډزې کوي، عطا تارړ یې غندنه کړې

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که نور پرې چا يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، نوموړي د انقلاب اعلان کړی دی. ګنډاپور په پېنډۍ کې د جلسې څخه منع کولو وروسته دغه خبره کړې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ د ګنډاپور بيان غندلی دی.

علي امين ګنډاپور ويلي، "نن داسې وخت راغلی چې په مونږ ډزې کیږي، زمونږ دوه کارکنان ژوبل شوي، پنجاب ته د داخلېدو سره سم په مونږ شېلونه، ډزې شوي او ګرنېډونه راباندې غورځول شوي دي".

نوموړي په فېس بک خپره کړې ويډيو کې نوموړي ويلي، "د نن نه وروسته که چا ډز وکړو، په هغه به ډز کولی شي، که چا پرې يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، او د هر څيز جواب به يو په لس ورکوي".

نوموړي د پښتونخوا په خلکو غږ کړی چې "ټول قبايل زمونږ په پارټۍ کې دي، په ټولو قبايلو کې جرګې وکړئ، ټول يو شئ، د نن نه وروسته که مونږ ځو، او څوک ګڼي چې پنجاب زمونږه دی او مونږ وهي، نو ځان ته مرګ ته تیار کړي".

هغه ويلي، "دا وروستی خبردای دی، ادارې دې په مينځ کې نه راځي، زه په رسمي ډول د انقلاب اعلان کوم، ځکه د انقلاب نه علاوه بله لار نه ده پاتې".

خو نوموړي د انقلاب په اړه تفصیل نه دی ویلی.

د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي، د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور پارونکی بيان د هغه د کمزورې حکومتولۍ او نااهلۍ څرګندونه کوي.

هغه د علي امين ګنډاپور بیان غندلی او د بلې نهمې مې تکرارېدل یې بللي دي.

تارړ ويلي، د ګنډاپور حکومت کله هم د تعليم، صحت، روزګار او اقتصادي پرمختيا په برخو کې سيالي نه ده کړې.

علي امين ګنډاپور په خپله فېس بک پاڼه تازه ويډيوي بيان پرون په 29م ستمبر خپور کړی دی، په 28م ستمبر پاکستان تحریک انصاف ګوند د راولپنډۍ په لياقت باغ کې جلسه اعلان کړې، خو په راولپنډۍ کې ځای په ځای لارې بندې کړل شوې وې او ويل شوي وو، د امنيت په خاطر دغه اقدام پورته کړل شوي وو.

لياقت باغ ته د رسېدو نه وړاندې د پاکستان تحريک انصاف غړو د مخې نيولو دپاره په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ورول شوی، او علي امين ګنډاپور په برهان انټرچېنج د احتجاج ختمولو اعلان کړی وو.

له دغې وړاندې نوموړي ويلي وو، په هر صورت به پېنډۍ ته رسي، د پنجاب حکومت چې څه کولی شي ودې کړي.

او بيا د پنجاب حکومت د اطلاعاتو وزيرې عظما بخاري ويلي وو، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا ګواښونه وي، او په پېنډۍ يې د بريد او فساد جوړولو تابيا کړې ده، خو دوی ته سبک ورکړل شي او په پنجاب به یې ورختو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرتابه او پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند حکومت په يو بل سختې نيوکې کړې وې.

له دې وړاندې په اتم ستمبر د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي آی جلسې ته وینا کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور خپله وینا کې ویلي وو، که له یوې نیولی تر دوو اوونیو پورې عمران خان په قانوني توګه خوشی نه کړل شو نو بیا به پي ټي آی په خپله هغه راخوشی کړي.

ډیره اسماعیل: د پولیسو د ډي ایس پي زوي په هدفي برید کې وژل شوی

File Photo
File Photo

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل سیمه کې د پولیسو د یو افسر یا ډي ایس پي زوي نعمان خان چې پخپله هم په ایف سي ځواک کې عسکر ؤ، د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د ډيره اسماعیل خان په پنیاله سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا د ایف ار ټانک د جنډوله سیمې د ډي ایس پي سید مرجان زوي نعمان په بلوچستان ایالت کې د ایف سي د عسکر په توګه دنده ترسره کوله خو هغه په رخصتۍ کلي ته راغلی ؤ اؤ د اتوار په ورځ د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی.

د پولیس سرچینې وایي چې د وژل شوي عسکر نعمان مړی یې پنیاله سیمه کې د پټو څخه ترلاسه کړی دی.

د هغه د وژنې ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د ټانک ضلعې د نصران پولیس چوکۍ د مشر یا انچارج په کور مراخیل سیمه کې هم نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د نوموړي پولیس افسر یو د کاکا زوي وژل شوی ؤ.

همدا شان د ستمبر په ۱۴مه نېټه پد بنو په باران ډيم سیمه کې د فهیم الله په نوم یو پولیس عسکر نامعلومه کسانو ذبح کړی اؤ د هغه مړی یې بیا په بیدیا غورځولی ؤ.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې اؤ په لکي مروت اؤ باجوړ سیمو کې پولیسو د خپلو عسکرو ملګرو د هدفي وژنو په ضد سخت احتجاجونه هم کړي دي

په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی و اؤ غوښتنه یې کړې وه چې دوی ته دې امن ورکړل شي او د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي"

لکي مروت کې د پوليسو احتجاج ته په غبرګون کې د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] اختر حیات خان پخپل بیان کې ويلي وؤ"ځينې شرخوښي عناصر د پوليسو او فورسز [پوځ] ترمنځ اختلافات جوړوي، د ځوانانو حوصلې ماتوي او د معاملاتو پيچلي کولو هڅې کوي، پوليس مشرتابه په دغه ناوړه مقصدونو خبر دی او د ملي مشرانو په مرسته به یې ناکامه کوي"

په داسې وخت کې چې د پوليسو احتجاج روان وو، په 12م ستمبر د لکي مروت سره په پوله بنو ضلعه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس اهلکار په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ او د دغه پېښې وروسته هم پوليسو احتجاج کړی و.

په 11م ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ په سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی ؤ، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي وو اؤ بیا باجوړ کې هم پولیسو په خپلو ملګرو د هدفي بریدونو په ضد احتجاج کړی ؤ.

تېراه کې وسله والو په پوځي په پوسته برید کړی اؤ درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې: ځايي سرچینې

File Photo Tirah Maidan Valley
File Photo Tirah Maidan Valley

ځایي سرچینې وایي د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې په لرې پرته سيمه تيراه کې وسله والو په پوځي پوسته بريد کړی چې له امله يې پوځ ته مرګ ژوبل اوښتې ده.

سرچینو وي او اې ډيوه ته تايید کړې چې د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې ناوخته ناپېژنداه وسله والو په پوځي پوسته بريد کړي او څلور امنيتي ځواک سرتيري يې وژلي اوڅه نهو پورې يې ژوبل کړي دي.

سرچينې زياتوي د وسله والو له خوا په ترسره شوي دې بريد کې دوه پوځيان ورک شوي هم دي.

پوځ اؤ سیمه ییزې انتظامیې لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په تيراه کې په پوځ د شوي بريد زمه واري په غاړه اخستې او پخپل یو بیان کې یې ویلي، د سپټمبر په ۲۸مه يې د پوځ په ټاپو څوکۍ بريد وکړ او له هغې وروسته یې د پوځ هغه قافله هم نښه کړې چې په وړومبي برید کې د وژل شوؤ عسکرو مړو پورته کولو له راغلې وه.

ټي ټي پي وياند ويلي په پوځ يې درې بريدونه کړي چې پکې شپږ پوځيان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي اؤ د هغوي شپږو ګاډو ته یې زیان هم رسولی دی.

د پوځ وياندې ادارې آي اېس پي ار څو ورځې وړاندې ويلي وؤ د تيراه بېلابېلو سيمو کې يې د عزم استحکام په نوم د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات کړي او په دې عملیاتو کې یې د ۳۷ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

څېړونکو وي او اې ډيوه ته څو ورځې وړاندې ويلي وو چې په تېراه کې شوي عمليات د عزم استحکام پوځي عملياتو په رسمي توګه پېل ؤ.

د رسنيو د راپورونو ترمخه، په دې وروستیو کې د تيراه مختلفو سيمو کې د وسله والو او پوځيانو ترمېنځ وخت په وخت نښتې شوي او دواړو خواؤ ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده

سلاله کې په ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي

File Photo
File Photo

ځايي خلک وايي د افغانستان سره په پوله د مومندو سلاله سيمه کې په ډيورنډ کرښه په پينځمه ورځ هم د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمېنځه وخت په وخت ډزې روانې دي۔

د افغانستان او پاکستان چارواکو په ډزو کې د مرګ ژوبلې په اړه لا هم کوم معلومات نه دي شريک کړي۔

د افغانستان د ګوشتې ولسوالۍ او د مومندو د بایزو سيمې اوسېدونکو ډيوه ته ويلي په پوله د تېرو پينځو ورځو راهسې وخت په وخت ډزې روانې دي۔

د مومندو اوسېدونکي وايي دوي د درنې وسلې اوازونه اوري او د خالي یا شنبې په ماښام په ابادۍ ګولۍ لګېدلي خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې۔

ځایي اوسیدونکي تفسير مومند وي او اې ډیوه ته وویل"د پينځوؤ ورځو راهسې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده،زما په دې شا باندې تاسو ګورئ دلته د انارګي پوستې دي، د شالۍ اولۍ يا د کوډاخېلو او ګورسل پوستې دي په دغه سرحدي سيمه کې جګړه روانه ده او د پولې دواړو خواؤ خلکو کې ويره خوره ده"

د پاکستان امنيتي سرچينو د شورو په ورځ ويلي وؤ په نښته کې دوه عسکر ټپيان شوي خو له هغې وروسته يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه د افغان طالبان لخوا د مرګ ژوبلې کوم خبرونه مخې ته راغلي دي۔

څيړونکي وايي پاکستاني او افغان چارواکي په روانه شخړه غلي پاتې دي چې دا د اندېښنې خبره ده۔

څېړونکی حق نواز ډیوه سره خبرو کې وایي"خلکو ويل چې د امريکې او نېټو ځواکونو وتلو سره به دلته امن راشي، خو زما په خيال هغسې ونه شوه او ورځ په ورځ حالات خرابيږي، او ددې غټ علت دا دی چې سنجيدګي نه د پاکستان لخوا ښودل کيږي او نه د افغانستان لخوا"

په دې وروستيو کې په رسنيو کې د پاکستان او افغانستان د ډيورنډ په کرښه د نښتو خبرونه سېوا شوي دي.

د ستمبر په ۱۹مه د غلام خان په پوله، په اتم ستمبر د کورمې په شرکو، د اګست په ۱۲مه په تورخم، د مئ په ۱۸مه د کورمې په خرلاچۍ او ددې ترڅنګ په پوله د نورو سيمو نه وخت په وخت د نښتو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

څيړونکي وايي دغه نښتې اکثره په پوله د دواړو خواو د نوو امنيتي پوستو جوړولو، د وسله والو په تګ راتګ يا د ازغن تار په سر مخې ته راځي خو څيړونکي زیاتوي پاکستان د دننه روانو سياسي مسلو، د ترهګرۍ او په پوله د روانو شخړو په څېر د مهمو مسلو نه پام اړولی دی.

خبریال عرفان خان وایي"بدقسمتي دلته دا ده چې يو قسم له داخلي شخړه جوړه ده په پاکستان کې دننه، په صوبو کې دننه، لکه د خېبر پښتونخوا د وفاق سره چې څه روان دي نو هغې دا صورتحال نور هم خطرناک کړی دی،او داسې ښکاري چې صوبايي حکومت د رياستي ادارو، پوځ او د وفاق سره په يو لاره باندې نه دی، وزير اعلا په خپله لار روان دی هغه وايي چې زه د افغانستان سره مذاکرات کوم يا د هغوي سره کيناستل غواړم نو هغې نور هم معاملات خراب کړي دي"

څيړونکي وايي پاکستان او افغانستان ته به د روانو مسلو مخه نیول وي او په سفارتي کچه به دا مسله هوارول وي، ځکه چي په پوله شخړه دواړو خواو ولس او تجارت ته زيان رسوي۔

د پاکستان،چین،ایران اؤ روس ټینګار:د طالبانو حکومت باید خپله خاوره د ګاونډیانو په ضد کارول کېدو ته پرې نه ږدي

د پاکستان، چین، ایران او روسیې څلور اړخیزې ډلې په افغانستان کې د امنیتي ننګونو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د افغان طالبانو د حکومت څخه یی غوښتي چې د افغانستان خاوره د سیمې او ګاونډیانو پر ضد استعمالېدو ته ورنه کړي.

پاکستانې څیړونکي وایي ترهګري یو سیمه ییزه ستونزه ده، چې د مخنیوې لپاره یې ګډې هڅې ښې نتیجې مخې ته راوړی شي او په دې اړه د افغانستان سره هم رابطې ضروري دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمي استازي له خوا د شنبې په ورځ د خپور شوي بیان له مخې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې ترڅنګ د پاکستان، چین، ایران او روسیې وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

څلور اړخیزې ډلې د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ننګونو خبرې وکړې، دوی د طالبانو د حکومت څخه د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د افغانستان د خاورې د ګاونډیانو پر ضد له کارولو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړه.

غونډې په افغانستان کې د وضعیت ښه کولو لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

څیړونکې وایي ترهګري یوه سیمه ییزه ستونزه ده، چې د مخنیوي لپاره ګډو هڅو ته اړتیا لری.

د انسټیټیوټ اف سیکیورټې سټډیز اسلام اباد امنه خان وي او اې ډیوه ته وایي"د افغانستان طالبان یا که هر یو حکومت وي، د هغوي ذمه واري ده چې د افغانستان خاوره د یو ګاونډې هیواد پر ضد هم ونه کارول شي، که هغه پاکستان دی، ایران یا کوم بل هیواد دی"

هغه وایي طالبان چې تر څو پورې خپله دا ژمنه ترسره نه کړي چې خپله خاوره به د نورو هیوادونو پرضد کارول کېدو ته نه ورکوي نو تر هغې که د سیمې هیوادونه د ترهګرۍ د مخنیوي ډيرې هڅې هم وکړي خو د ترهګرۍ مخه نیول به ورته ګران وي.

پاکستان وخت په وخت تورونه لګوي چې کالعدم وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان کې د ترهګریز بریدونو لپاره افغان خاوره کاروي، او د افغان طالبانو حکومت دغه ترهګرو ډلو ته پخپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي دي.

خو د طالبانو حکومت نه یوازې دغه تورونه ردوي بلکې دا د پاکستان کورنۍ معامله ګرځوي اؤ وایي چې پاکستان پخپل هیواد کې د امنیت د ټینګښت ذمه وار پخپله دی اؤ خپله ذمه واري باید د افغانستان غاړې ته وا نه چوي.

د نړیوالو چارو څېړونکی میجر جنرال (ر ) انعام الحق ډیوه سره خبرو کې وایي "افغانستان ګاونډې هیواد دی ،مونږ له یو بل بیلیدلی نه شو ، خو د یو بل په مسلو به ځان پوهه کوو، د تحریک طالبان پاکستان معامله حل کول غواړي، او زما په خیال په دې کې افغانستان ته کار کول پکار دي"

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ (PICSS) د یو راپور له مخې یوازې د روان کال د اګست په میاشت کې، د اورپکو بریدونو او چاودنو کې لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي، چې پکې د اکثرو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.

د دفاعې چارو کار پوهه میجر جنرل ریټایرډ غلام قمر ډیوه سره خبرو کې وویل.د افغانستان څخه له ایتلافې ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو حکومت د ترهګرو پر ضد څه خاص ګامونه نه پورته کوي.

هغه وایي که چرې افغان حکومت د دغو ترهګرو لارې وتړي او دوي پاکستان ته دننه کیدو څخه وګرځوي، نو حالات ښه کیدای شي، او په دې اړه باید افغانستان سره خبرې وکړل شي.

د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه هوايي بريدونه کړي وؤ، اسلام اباد ویلي وو چې د ترهګرو پټې ځالې یی په نښه کړي، خو د افغان طالبان حکومت دغه برید په سختو ټکو غندلی ؤ او ویلي یې وو چې په برید کې ښځې او ماشومان په نښه کړی شوي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG