لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې ککړې مضرې هوا ۱۱ مېلین ماشومان د خطر سره مخامخ کړي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه ۱۰۰ چنده زیاته شوې وه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه ۱۰۰ چنده زیاته شوې وه

ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې د پاکستان د ټولو نه د زیاتې ابادۍ صوبې پنجاب کې انتهايي خیچنې هوا د خلکو صحت او په خصوصي توګه د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومان د خطر سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه ۱۰۰ چنده زیاته شوې وه.

یونېسېف وویل د لسګونو په شمېره کې د ماشومانو په شمول په سلګونو خلک په سختو ځپل شویو ښارونو کې هسپتالونو کې داخل کړی شوي دي. د ادارې په قول د فضا د خيچنوالي کچه دومره زیاته ده چې د خلا نه هم لیدل کېږي.

په پاکستان کې د یونېسېف نماینده وویل عبدالله فاضل د ماشومانو په اړه د تشویش اظهار وکړو چې د هغه په قول په خیچنا او زهرجنه هوا کې ساه اخلي.

هغه غوښتنه وکړه چې په سمدستي ډول دې ګامونه واخیستل شي چې په هوا کې ککړتیا کمه کړی شي او د ماشومانو د صحت تحفظ وکړی شي. هغه دې خبرې ته هم پاملرنه وکړه چې د هوا ککړتیا تر رېکارډ حده د زیاتېدو نه مخکې هم په پاکستان کې د پينځو کلونو نه د کمر عمر ماشومانو ۱۲ فیصد مرګونه د هوا د خیچن والي سره تړلي وو.

په تېرو څو کلونو کې سموګ يا په فضا کې خیچن والی او دهند د پنجاب حکومت دپاره لویه مسله جوړه شوې ده. تحقیقي رپورټونه وايي د دې په لویو وجوهاتو کې د موټرو لوګی، دوړا او په پټو کې د بله بوټو سوزولو دپاره اورونه ګڼل کېږي.

د لاهور اوسېدونکي مطبوعاتو سره مرکو کې وايي د لوګي دلاسه يې سترګې او مرغۍ یا غاړې خرابېږي.

د پنجاب په سختو ځپل شویو ضلعو کې سکولونه د نومبر د میاشت تر نیمايي پورې تړل شوي دي. پارکونه، د لوبو مېدانونه، تفریحي مقامات او د ژوبڼونه د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې بند کړی شوي دي.
صوبايي حکومت د هر چا دپاره په پوزه ماسک لګول لازمي کړي دي او ۵۰ فیصد کارکوونکو ته يې کور نه د کار امر کړی دی چې ګرین لاک ډاون یا زرغون لاک ډاون بلل کېږي.

د یونېسېف استازي فاضل په دې اړه د تشویش اظهار وکړو د سموګ دلاسه د ۱۶ مېلین ماشومانو د زدکړې عمل سکولونو د بندېدو په سبب ځنډېدلی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

د "ګلونو ښار" پېښور هوا د زیاتې ککړتیا په سبب د انساني صحت دپاره نقصاني بلل کېږي

د کال ۲۰۱۷ د نومبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې پېښور په فضا کې لوګي رانغښتی دی
د کال ۲۰۱۷ د نومبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې پېښور په فضا کې لوګي رانغښتی دی

د خیبر پښتونخوا سر ښار پپښور چې په یو وخت کې د ګلونو ښار بلل کېدو د هوا معیار او د خیچنوالي کچه يې دومره سیوا چې د فضا د معیار جائیزه اخیستونکې بیله بیلو عالمي ادارو او ايپس باندې دا فضا غیر صحت موندل شوې ده.

پیښور کې پوهان وایي، په دې ښار کې د فضا الودګی ډیره سیوا ده، خو دا زیاتره خلکو ته په ژمي موسم کې د لړې یا لوګي په شکل ښکاري.

دغه لوګی یا سموګ څه دې او دغه قسمه الودګی یا خیچنوالې څنګه راکم کیدې شی؟ په دې اړه د پیښور پوهنتون د ماحولیاتي علومو د شعبې مشر، پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وایي فاګ یا لړې سره چې کله خیچن لوګي یا سموک ګډ شی نو دغه سموګ خیچن والې د صحت لپاره ډیر زیات خطرناک شي. اوړی کې دغه هوا ګرمه وي نو سپکه وی او بره ځی ځکه د سموګ مسئله نه جوړیږی خو ژمي کې دا مسئله زیاته وی.

پروفېسر نفیس وايي انسانان چې کله ساه اخلي نو په خیچنه هوا کې معلق ذرات د خلکو پړپوس ته ورځي او بیا مختلفې بيمارۍ پېدا کوي لکه د سترګو خرابېدل، څرمن خرابېدل او د الرجي مریضانو دپاره هم مشکلات پېدا کوي.

پوهان وائ پيښور او لاهور چې د دریابونو په غاړه دي، د دوی د تپ او بړاس یا فاګ او د ښار لوګیو د وجې دلته سمګ زیات وي.

پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وايي د تحقیق نه يې معلومه شوې چې د هوا معیار د کارخانواو د ګاډو لوګیو د وجې دې ښارونو کې ډیر خراب دی او خلکو کې اګاهی او د ماحول او ټریفک په حقله قانون عملدارۍ او د خلکو مرستې سره تر څه حده دې فضايي خیچنوالی کې کمې راتلې شی.

هغه وايي په کارونو کې د ډيزل په لویو ګاډو پابندي ده خو په دې عمل نه کېږي، هم دغه شان په پېښور کې په لویه شمېرې کې رکشي او په رکشو کې استعمالېدونکي پېټرولو کې موبل ایل ګډېږي، په کورونو کې دې د خځله او پلاسټېک نه سوځول کېږي او د اونو بوټو کرلو ته دې د توجه وکړی شي.

په تاریخ کې د ګلونو ښار په نوم د یاد شوي پیښور د هوا معیار په حقله عالمی راپور ونو کې د پاکستان خیچن ښارونو کې شامل دی او د پیښور هوا مېعار په ائیر کوالټی انډیکس په ۱۸۲ درجه دی چې غیر صحت مندانه درجه ده. دغه درجه بندی کې ده سل نه پاسه درجه کې هوا صرف څه د زیات عمر خلکو او وړو لپاره غیر صحت مند وي او د ۱۵۰ نه د پاسه هر کس دپاره دغه هوا کې ساه اخیستل خطرناک وي او د دې نه بره د هوا خیچنوالی انتهایي غیر صحت مند ګرځولې شوې.

د سموګ په سبب د پاکستان د پنجاب صوبې دوکانونو، بازارونو او مالونو ته امر کړی چې د ګل د ورځې نه دې زر بندیږي چې دا ډول د خرابې هوا په وجه پېدا کېدونکو ناروغو مخه ونیول شي. په صوبه کې سکولونه، پارکونه او ژوبڼې د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې تړل شوي دي.

د په سوېس کې مېشته د هوا د مېعار د څارنې اداې ايي کیو اېیر د درجه بندۍ ترمخه لاهور فضا د دنیا خيچن ترینا فضا ده.

د پنجاب حکومت د اتوار، يکشنبې، په ورځ د جاري امر ترمخه، په لاهور، ملتان، فېصل اباد او ګوجرانواله ضعلو کې د سترګو، مرۍ او د ساه په ناروغو کې غېر معمولي اضافه شوې ده.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

د جنوبي وزيرستان او ټانک اوسېدونکي د عدالتونو بيرته خپلو علاقو ته ستنولو غوښتنه کوي

د ټانک ضلعې عدالت
د ټانک ضلعې عدالت

د جنوبي وزیرستان او ټانک ضلعو اوسېدونکي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله چې د جنوبي وزیرستان (کوز او بر) او ټانک ضلعو عدالتونه د اکتوبر د میاشتې راهیسې ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړل شوي، دوی عدالتونو او د انصاف لاس رسي کې د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

ځايي خلک وايي، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته تګ راتګ کوي، خو د کچهرو يا عدالتونو د ریکارډ نشتوالي له امله ګڼ شمېر مقدمې ځنډېدلې دي او زیات شمېر بندیان لا هم په زندان کې بند پاتې دي.

‎نیاز محمد په ټانک ضلع کې زرګر دی، وايي، د خپل زوي د یو معمولي لفظي شخړې، په مقدمه کې انصاف ته په تمه دی. نوموړي وايي، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته ځي. خو عدالتي کاروایي نه کیږي.

د نوموړي په خبره، په خپله زرګر دی او زوی یې یو میډیکل سټور لري او د دې ستونزې له امله یې کاروبار اغېزمن شوی دی.

‎هغه وویل، "نن څلورمه ورځ ده چې دوکان مې بند کړی او دلته راغلی یم، خو هر ځل یوازې د راتلونکې نېټې په ورکولو واپس بيا راځم. که عدالتونه په خپله سیمه کې وی، نو لږ تر لږه د کاروبار نقصان به مو نه وو".

‎د عدالتونو د انتقال په خلاف وکیلانو د کچهرۍ يا عدالت ریکارډ په تالو بند کړی، چې له امله یې عدالتي چارې لا زیاتې اغیزمنې شوې دي.

‎د ټانک د وکیلانو اتحادیې غړي وکیل خېر محمد د عدالتونو د انتقال پرېکړې په مخالفت کې وویل، "دا د عدالتونو انتقال د خلکو په انصاف حمله ده".

‎هغه وویل په 2010م کال کې حالات تر دې زیات خراب وو خو هغه وخت عدالتونه منتقل نه شول، او قاضیان به هلته ناست وو فیصلې به یې کولې.

‎خېر محمد زیاته کړه، دا پرېکړه د منلو وړ نه ده ځکه "د څو قاضیانو لپاره په لکونو خلک اغېزمن کېږي".

‎"‎مونږ په متفقه ډول فیصله کړې ده چې د خلکو تکالیف نور نه شو زغملی، او تر هغو به مو مبارزه جاري وي تر څو عدالتونه خپلو سیمو ته واپس راوړل شوي نه وي".

د عدلیې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، د پېښور هايکورټ د پرېکړې په رڼا کې د دغو ضلعو عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړل شوي دي، او چارواکو د خلکو آسانتیا لپاره د ویډیو لنک اسانتیا اعلان کړی دی، خو د خلکو په وینا دا اسانتیا تر اوسه په مناسب ډول نه دی فعال شوی.

‎د ټانک ډپټي کمشنر تیمور خان د سیمې د امنیت په اړه وویل، "په ټانک کې حالات بلکل د معمول مطابق دي او داسې هیڅ پېښه نه ده شوې او په ججانو بریدونه یوازې د تګ راتګ پرمهال په ډېره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي. د هغه په وینا، په سیمه کې د امن او امان ساتلو لپاره پولیس او پوځ موجود دي.

‎د نیاز محمد په څېر سلګونه کسان د انصاف په تمه دي، او د دوی په وینا، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته تګ راتګ د دوی مالي تاوان هم کوي او انصاف ترلاسه کول ورته ګران شوي دي.

‎نیاز محمد وویل، "دلته نه د وکیل پېژنو او نه بل څوک، زمونږ په ضلعه کې غریب خلک دي، د کرایې پیسې هم نه لري، او روزانه مزدوري کوي چې هغه هم ضایع کېږي".

‎د دغو ضلعو خلکو د اکتوبر په 27مه ټانک ضلعه کې د عدالتونو انتقال پرضد لویه احتجاجي مظاهره کړې وه او ویلي وو چې دا پریکړه د خلکو د بنیادي حقونو خلاف ورزي ده او ادارې په خپلو زمه وارو کې پاتې راغلې دي.

‎خلکو غوښتنه کړې، چې عدالتونه دېب ژر تر ژره بيرته خپلو سیمو ته انتقال کړل شي.

لنجار: کراچۍ کې په چينايانو بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو

د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار وايي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې چې د چينايانو په قافله برید شوی، دا ځانمرګی برید وو، په دې بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.

د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

د سيند صوبې د پوليسو مشر آی جي غلام نبي مېمن سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې د کورنيو چارو وزير وويل، په چينايانو ځانمرګي بريد دپاره ګاډی اخستل شوی، په دغه کار کې دوه نور کسان کارول شوي دي، دا ګاډی په کراچۍ کې په 71 لکه روپۍ اخستل شوی وو.

نوموړي د ګاډي او پېښه کې د ککړو کسانو عکسونه خبريالانو ته وړاندې کړل چې يو ځانمرګی بريد کوونکی او دوه یې سهولت کار وو، يو فرحان او بل محمد شريف وو.

لنجار زياته کړه، په پلټنو کې معلومه شوې چې د ګاډي اخستو دپاره د حب سيمې د يو بېنک نه پېسې رالېږل شوي، او د دغو پيسو په لېږلو کې دوه نور کسان هم شامل وو.

نوموړي وويل، دا ګاډی د کراچۍ نه حب يا د هغې نه هم مخکې بوتلل شوی او هلته پکې د 30 نه تر 40 پورې کيلوګرامه بارود ځای په ځای کړل شوي، او دا ګاډی بيا په څلورم اکتوبر کراچۍ ته راوستل شوی وو.

لنجار وويل، په دغه ګاډي کې يوه ښځه ګلنسا هم کښېنول شوې چې د چا پرې شک نه راځي او دغه ښځه هم نيول شوې ده.

نوموړي دعوه وکړه، په دې پېښه کې جاوېد نومې تن په هوايي ميدان سهولت کاري کړې، يو ورسره بل تن شافهد، او درېم دانش چې چاودنې ته یې ټکنېکل سهولت کاري کړې، هغه به هم نيولی شي.

لنجار دا هم وويل، چې يو بل تن ګل رحمان هم شامل دی، د بي اېل اې سره یې رابطه وه، هغه هم په دې کې ککړ دی، پېښه کې ککړ سهولت کار جاوېد نيول شوی او د بهر ملک نه یې بشير زېب چلوي.

د کورنيو چارو وزیر په خبره، ګلنسا او رکشې والا هم نيول شوي، د دوی نه پلټنې کولی شي او دوی به عدالت ته وړاندې کولی شي.

خو ضياالحسن لنجار ونه ويل چې دغه کسان د کوم کوم ځای نه او کله نيول شوي دي.

د ياد ځانمرګي په وخت پوليس چارواکو هغه وخت ويلي وو چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی او چاودنه یې ترې شوې وه.

د سيند صوبې د کورنیو چارو وزیر وويل، بي اېل اې ته خبرداری ورکوي چې په سيند صوبه کې عمليات نه کوي.

په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې په چينايانو د ځانمرګي بريد وروسته د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي، پوليسو ويلي وو، چينايي وګړو يوه شخصي کارخانه کې کار کولو او د کارخانې د ساتونکي په ډزو ژوبل شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر په چينايانو شوی بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی دی.

د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د نورو څلورو وسله والو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په سپين وام سيمه کې په دوو ورځو کې د لسو والو وژلو دعوه کړې، پوځ پرون د څلورو نورو وسله والو وژلو دعوه کړې ده.

پوځ ویلي، پرون په لسم نومبر یې دوو ځايونو کې د استخباراتو په اساس عملیات کړي، د تحريک طالبان پاکستان دوه وسله وال يو ځای او دوه نور بل ځای عملياتو کې وژلي دي. د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

پوځ ویلي، يو ځای عمليات یې په سپين وام علاقه کې کړي، دوه وسله وال (خوارج) يې وژلي دي.

د پوځ په وينا، دويم عمليات یې هم په سپين وام کې د افغانستان سره په پوله کړي دي.

ويل شوي، د افغانستان نه د وسله والو ډله په پوله راوړېده د هغو مخه نيول شوې، نښته کې دوه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوو وسله والو نورو پېژندګلو نه ده ويل شوې.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

له دغې وړاندې هم پوځ ويلي، په نهم نومبر د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د وسله والو په ضد عملیات کړي او شپږو ترهګرو وژلو دعوه یې کړې وه.

پوځ ویلي وو، دغه عملیات هم د استخباراتي معلوماتو په اساس د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې ترسره شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه چې د وژل شوو ترهګرو له ولکې یې وسلې او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې وژل شوي وسله وال په امنیتي ځواکونو بریدونو او د بېګناه خلکو وژنه کې ککړ وو.

تر دې وړاندې په اووم نومبر هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان سره په پوله جنوبي وزیرستان سیمه کې یې د وسله والو سره نښته شوې چې څلور پوځيان او پينځه وسله وال پکې وژل شوي.

د نومبر په دویمه نېټه هم د بر جنوبي وزيرستان سروېکۍ سيمه کې بريد شوی و، چې پکې يو پوځي افسر او 11 نور پوځیان ټپيان شوي وو.

له دغه بريد وروسته، پوځ د څلورو بريد کوونکو د وژلو دعوه کړې وه.

پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو لړۍ زیاته چټک شوې او د خالي یا شنبې په ورځ هم د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د ریلوی سټېشن دننه په پوځيانو یو ځانمرګي برید شوی وو چې پکې د14 پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي وو.

ددغه برید پړه بیلتون غوښتونکې بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې وه.

تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم منلې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وو او یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی وو.

خو په خېبرپښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د پاکستان په امنيتي ځواکونو د زیاترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00
XS
SM
MD
LG