په اوسني پاکستان او پخواني هند کې د عدم تشدد پېژندلي مبارز او د خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبد الغفار خان (باچاخان) د 35م تلین دستورې نن په پیښور کې پیل شوې. د پېښور نه د مدثر شاه او هاشم علي رپورټ
د امریکه په میشیګن ریاست کې ۲لکه اویا زره رجسټرډ مسلمان ووټران دي. چې پدغه ریاست کې د انتخاباتو په نتیجه اثر غورځولی شي. نور تفصیل د ثمینه احسن پدی رپورټ کې.
ټاکل شوې ده د ریپپلکن ګوند صدارتيکاندید او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید او پخوانی ناېب صدر جو باېډن به د ستمبر میاشتې په ۲۹، د اکتوبر میاشت په ۱۵ او ۲۲ مه صدارتي مباحثه کوي.
د پېښور ښار د صوبايي اسمبلۍ د حلقې ٧٨ د انتخاباتو امیدوار هارون بلور د جولايي په ١٠ نیټه په ځانمرگي برید کې ووژل شو. د هارون بلور مېرمن سمر هارون بلور د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه ته په مرکه کې وویل هغه د وژل شوي خاوند د حلقې نه په ووټونو کې برخه اخیستلو ته تیاره ده.
د سین فرانسسکو عدالت د فیصلې په ردعمل کې صدر ټرمپ په ټویټر وویل "عدالت کې به گورو، زمونږ د قام امنیت په داو لگیدلی دی." د سین فرانسسکو د ناینت سرکټ اپیلزکورټ دریو ججانو په مشترکه فیصله کې د زیلي عدالت هغه حکم پرځای وساتلو چې د مسلمانانو د اکثریت اووه هیوادونو څخه يي په مهاجرت د صدر ټرمپ حکمنامه په ځنډ کې اچولې وه
وینډل شامین په الینايي ریاست کې یو کرونده گر دی او د کال ٢٠١٦ د صدارتي دپاره کمپین کې يي د ټرانس پیسفیک پارټنرشپ یا د ټي پي پي په نوم د تجارتي معاهدې ملاتړ کولو. وینډل وايي د روان تجارت نه هر څوک گټه پورته کوي
د صدارت چوکۍ سمبالولو نه وړاندې په انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې په اړه ډانلډ ټرمپ د استخباراتي ادارو په څرگندونو پوښتنې راپورته کړې وې. که څه هم صدارت ترلاسه کولو ورسته ډانلډ ټرمپ په خپل دغه تشویش کې نرمې راوستې ده خو روس سره د تعلقاتو بهتر کولو خبره اوس هم کوي
ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت په وړمبو ورځو کې په بیړنۍ توگه گڼ شمیر اقدامات پورته کړې دي چې پکې د تجارت او حکومتي ضوابطو په اړه احکامات او امریکې ته د مهاجرینو د راتگ سختولو په اړه لانجمنه حکمنامه شامل دی
د گل، دوشنبې، په ورځ په ټیویټر خپلو پیغامونو کې ډانلډ ټرمپ وویل د هیواد د امنیت ادارې مامورینو ورته ویلي د حکمنامې سره تړلې د ځینو مسلو پرته هرڅه سم روان دي. هغه وویل ځینې مسلې په هوايي اډه په کمپیوټر کې د خرابۍ او د مظاهره چیانو دلاسه راودریدلې وې
نیوزویک لیکي چې امریکې پاکستان کې د جمهوریت مضبوتولو لپاره ډیر زړه پورې کار نه دی کړی البته پاکستان کې یې د فوځي آمر حکمرانانو د خپو مضبوتولو د زړه د اخلاصه کوششونه کړیدي
نور کتل