په پاکستان کې په سلګونو هغه کسان په ټاکنو کې د نوماندانو (کاندیدانو) په توګه ولاړ دی، څوک چې له ترهګرو سره اړیکې لري.
په ټول پاکستان کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خلکو د یو ملکي حکومت د ټاکلو لپاره خپله رایه وکاروله.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن زیات کاندیدان د فساد په ګډون د بېلابېلو تورونو له امله د کاندیدانو له وروستي نوملړ څخه لیرې کړل خو کتونکي په دې باور دي چې یواځې هغه کاندیدان له وروستي نوملړ څخه ویستل شوي څوک چې پوځ ته ګواښ ګڼل کېدل.
دوی ځکه په دې اند دي چې په سلګونو داسې کسان چې له ترهګرۍ ککړو ډلو سره اړیکې لري د کاندیدانو له وروستي نوملړ یا لست څخه نه دې ویستل شوي.
په لاهور کې یو کارپوه رسول بخش ریس امریکا غږ ته وویل:
"که څه هم د پاکستان د ټاکنو کمېشن ویلي وو چې له ترهګرۍ سره تړلو ډلو ته به په ټاکنو کې د سیالۍ اجازه نه ورکول کیږي خو دوی نه یواځې دداسې کسانو له نوماندۍ بلکه د دوی له غونډو او ټاکنیزو کمپاینونو څخه هم مخنیوی نه دی کړی. "
هغه زیاته کړه، تاسو وګورۍ چې له تحریک لبیک څخه حافظ سعید، خادم رضوي او ګڼ نور کسان د هېواد قامي او صوبايي اسامبلیو (ملي او ولایتي شوراګانو) ته کاندیدان دي.
د پاکستان په دغو عمومي ټاکنو کې له ۱۱۰ څخه زیاتې سیاسي ډلې او په سلګونو نور خپلواک کاندیدان د قامي اسمبلۍ ۳۴۰ او د صوبايي اسامبلۍ ۵۷۰ څوکیو لپاره سیالي کوي.
په دغه ډله کاندیدانو کې داسې کسان هم شته چې یا د ترهګر ګرځول شوې ډلې غړي دي او یا هم د مذهبي توندلاریتوب پلوي کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېشن وايي، دا د دوی کار نه دی چې یو څوک یا یوه ډله د ترهګرې ډلې په نامه ونوموي.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن ویاند الطاف احمد امریکا غږ ته وویل:
"دا د حکومت مسولیت دی. زمونږ دنده داده چې حقوقي پړاونه او اسناد بشپړ کړو او بیا ددغو پړاونو له بشپړېدو وروسته یو چا یا یوې ډلې ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړو. "
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن تېره اونۍ په یو بیان کې په دې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د لسګونو توندلارو او ترهګر ګرځول شویو ډلو کسان په ټاکنو کې برخه اخلي.
د پوځ لاسوهنه:
په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او په هډسن انسټیټیوټ کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې مشر حسین حقاني په دې باور دی چې د پاکستان پوځ په ټاکنو کې په ښکاره لاسوهنه کوي.
ده د فارن پالیسي مګزین لپاره د ګل یا دوشنبې په ورځ لیکي وو:
"پوځ یا اسټبلېشمنټ غواړي چې هغه دوه مخکښې ډلې له صحنې وباسي کومې چې د تېرو دریو لسیزو راهیسې په سیاسي ډګر کې برلاسې وې. دغه دوه ډلې یوه د پاکستان مسلم لیګ یا پي ام ال ان او بله د پاکستان پیپلز پارټي یا پي پي پي ده. "
حقاني وړاندې وویل، ګڼ مذهبي توند لاري چې ځینې یې ترهګر هم نومول شوي د ټاکنو لپاره ولاړ دي او په ښکاره کمپاین کوي.
د پاکستان پوځ بیا دا ردوي چې ګواکې د هېواد په سیاسي بهیر کې لاسوهنه کوي.
د پاکستان پوځ کابو درې نیم لکه سرتیري په ټول هېواد کې د ټاکنو د مرکزونو د امنیت ساتلو لپاره ګمارلي دي.