لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

‎د پي ټي اېم څلور کاله او پر ضد يې حکومتي مقدمې

PTM Jalsa in Makin, South Waziristan
PTM Jalsa in Makin, South Waziristan

واشنګټن- د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) د جوړېدو څلور کاله پوره شول خو لا تر اوسه د هغه شپږو غټو غوښتنو د پوره کولو د پاره يې احتجاج د ولسي غونډو په زور روان دی او په دې دوره کې يې څو ملګري د لاسه ورکړي، ځينې يې په جېل کې دي او د ځينو خلاف د غدارۍ او د پاکستان د امنيتي ادارو خلاف په بيانونو ورکولو مقدمې روانې دي.

‎د نورو مقوپو/ نامعلومه وژنو تر څنګ پي ټي ايم دعوه کوي د تحريک دوه معلوم مخکښان پروفيسر ارمان لوڼي او عارف وزير د امنيتي ادارو په لاس لا په ملاتړ وژلي شوي.
‎خو پوځ او حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي بلکې د ارمان لوڼي مرګ د زړه دوره او د عارف وزير وژنه لا خو ذاتي دښمني او لا د ځايي طالبانو سره د بدۍ سوب بولي. پي ټي ايم دعوه کوي ځايي طالبان د امنيتي ادارو لاس پوڅي دي.

‎د پي ټي ايم د مشرانو او غړو خلاف د غدارۍ، نسلي کرکې خورولو، د پوځ خلاف سپکې خبرې کولو او د ولس راپارولو په سر يو شمېر مقدمې جوړې شوي خو تازه مقدمه پکې د تحريک د صوبايي کوراډينيټر ادريس باچا په ضد ده چې نوم يې په شيډول فور (schedule-4) کې اچول شوی دی.

‎ادريس باچا چې د سوات بريکوټ اوسېدونکی دی د مقدمې په اړه وي او ای ډيوه ته ويلي د شيډول فور لګولو د سوبه هغه ته مقامي پوليس ويلي داسې بيان حلفي دې ورکړي چې نه به په سياسي غونډو کې ګډون کوي او نه به هم ولسي ځايونو ته ځي چې باچا وايي ده ترې د منلو نه انکار کړی دی.

‎هغه ډيوه ته وويل د صوبايي هوم ډيپارټمنټ له خوا ويستل شوې حکمنامې تر مخه “ زما د بنک اکاونټ او ټول منقوله غير منقوله جايداد کنګل شوی، شناختي کارډ مې تړلی شوی ماته ځايي پوليسو ويلي که داسې بيان حلفي ورکړي چې په سياسي غونډو کې به برخه نه اخلي، ولسي او د خوراک ځايونو ته به نه ځي نو په ګرځېدو چورلېدو کې به درته رعايت درکړل شي. زه څنګه دا بيان حلفي ورکولی شم چې د يو تسليم شوې طالب نه اخستل کيږي؟”

‎ډيوه د هوم ډيبارټمنټ د حکمنامې او د يو مبينه تسليم شوي طالب د بيان حلفي نمونې تر لاسه کړي.

‎ادريس باچا وايي:

‎“زما نوم په سخاکوټ کې د محمد ذاده د وژنې په موقع احتجاجي غونډې ته په ګډون او وينا شيډول فور ته اچول شوی. چې ما داسې څه ويلي؟ زه خو نه يم خبر. پاتې شوه د بيان حلفي خبره نو دا خو تسليمېدونکي طالبان ورکوي. زه خو هغه طالب هم نه يم نو ولې داسې بيان حلفي ورکړم؟

‎د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزير زندان کې دی:

‎د پي ټي ايم د غړو خلاف د غدارۍ، د ادارو د سپکاوي او نسلي کرکې خلاف مقدمو کې د وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير مقدمه هم ده چې د يو کال نه زيات وخت ووت خو لا د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

‎د علي وزير وکيل قادر خان ډيوه ته وويل “د علي وزير خلاف دوه مقدمې دي چې په يوه کې يې سپريم کورټ ضمانت منظور کړی او بله په څوارلسمه فېبروۍ د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې په کراچۍ کې د فيصلې د پاره وړاندې کيږي”.

‎پي ټي ايم د علي وزير، حنيف پښتين او اويس ابدال د ازادولو د پاره ولسي احتجاجي غونډه د اتوار لا يکشنبې په ورځ د سند اسمبلۍ مخې ته اعلان کړې.

‎قادر خان د علي وزير خلاف د مقدمې په اړه وايي:

‎ “په علي وزير د پاکستاني پوځ او ادارو خلاف د سپکې وينا او “مختلفو” خلکو خلاف کرکه خورولو په سر مقدمه روانه ده. د مختلف خلکو نه يې مطلب د علي وزير په يوه وينا کې د يوې داسې ټپې يادونه کيږي چې د مقدمې په جرح کې يې دليل ورکول شوی علي وزير په ياده ټپه د نورو قومونو سره د کرکې څرګندونه کړې.

‎د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي د پي ټي ايم دې نعرې ته ډېر حساسيت لري چې “یہ جو دھشت گردی ہے اس کے پیچھے وردی ہے” چې مطلب يې دی د ترهګرۍ په شاه دريشي ده.

‎دا شعار نورو سياسي ګوندونو هم په خپلو احتجاجونو کې پورته کړی لکه د مثال په توګه د مريم نواز شريف په جلسو جلسونو کې دا چغې پورته شوي او ويډوي ثبوتونه يې شته خو د چا خلاف هم لا د شيډول فور لاندې مقدمې او بندېزونه نه دي رپورټ شوي.

‎د پي ټي ايم بنيادي غوښتنې او څلور کاله احتجاجي شتون:

‎د پي ټي ايم د جوړېدو بنيادي غوښتنې په وړومبۍ کې د محسود قبيلې د ځوانانو د تنظيم محسود تحفظ موومنټ په نوم چې د منظور پښتين په مشرۍ کې جوړ شوی و راپورته کړل شوې چې د ځايي امنيتي ستونزو او د هغوی په وینا د بې انصافۍ خلاف وې.

‎ياد تنظيم په يو لوی تحريک هله بدل شو کله چې منظور پښتين د نزدې شلو ملګرو سره په 26 جنورۍ د ډېره اسماعيل خان نه د اسلام اباد په لور لاريون پيل کړو.

‎اسلام ته د تلو نه وړاندې د منظور پښتين کاروان دومره ګور شوی و چې په اخري پړاو کې يې په صوابۍ کې د تحريک نوم پښتون ژغورنې غوځنګ لا پي ټي ايم ته واړولو.

‎د اسلام اباد په پرلت کې پي ټي ايم وځلېد او د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو د ګډون نه پرته د تحريک د مشرانو د پوځي چارواکو سره هم ملاقاتونه وشول چې په ميډيا او ليکلې بڼه يې د پي ټي ايم د پينځو بنيادي غوښتنو منلو سره اتفاق وکړو.

‎خو پي ټي ايم نن هم په احتجاج دی چې تر اوسه د دوی په غوښتنو کې يوه هم نه ده پوره شوې لکه د مثال په توګه چې منظور پښتين ډيوه ته ويلي وو نه يې د نقيب محسود قاتل راو انوار ته سزا ورکړه، نه يې بې درکه کړل شوي پښتانه او بلوچ عدالت ته وړاندې کړل، نه يې د بې عدالته وژنو پلټنې او عدالت وکړو او نه يې په دواړو وزيرستانونو کې ماين پاکي کړې ده. البته د منظور پښتين په وينا په چېک پوسټو پوځي ساتونکو رويه لږه نرمه کړې ده.

‎څېړونکي وايي پي ټي ايم لويه سياسي بيداري پيدا کړې چې تر افغانستانه يې غږ رسېدلی او په بهرنۍ نړۍ کې هم د ياد تحريک په ملاتړ او د تنظيمي سوري لاندې د لر او بر يو افغان په نوم غونډې او دستورې کيږي.

‎پي ټي ايم چې خپله تګلاره د عدم تشدد لار بولي او پر امنه مظاهرې کوي په اړه د اسټريليا ار ايم اي ټي پوهنتون استاد ډاکټر قمر جعفري وايي “ پښتون ژغورنې غورځنګ د ځواناو يو تحريک دی چې د بشري او پښتني حقونو د پاره په شمالي پاکستان کې کار کوي. دا تحريک د تاريخي پښتون اتل د باچا خان ښودلې عدم تشدد په لار روان دی”.

‎څېړونکي وايي د خړ کمر د وژنو او په وروستيو کې په منظور پښتين او ملګرو يې په بلوچستان کې ډزې ښايي د پاکستاني امنيتي ادارو په نظر کې لا هم پي ټي ايم د دښمن ملکونو په لاس کې لوبيږي او مالي مرستې ترې تر لاسه کوي.
‎البته منظور پښتين ويلي که د تورونو لګولو د حکومت لا پوځ سره کوم ثبوت وي نو عدالت ته يې دې يې ورکړي چې خبره سپينه شي.

د پاکستان د پوځ پخواني وياند جنرل اصف غفور ويلي وو د ماينونو پاکولو کار روان دی او ټول بې درکه خلک د پوځ سره نه دي خو د پوځ موجوده وياند جنرل افتخار بابر ويلي د بې درکه خلکو شخړه عدالت ته سپارل شوې او فيصله به يې د عدالت کار وي.

See all News Updates of the Day

پاکستاني او طالب چارواکي په دوحه کې په دوه اړخيزه چارو غږېدلي

د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني په اېکس طالب چارواکو سره د خپل ملاقات تصویران شریک کړي دي
د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني په اېکس طالب چارواکو سره د خپل ملاقات تصویران شریک کړي دي

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني او افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوحه کې یې د یو بل سره ليدلي، په دوه اړخيزه او سيمه يیزه چارو غږېدلي دي.

د قطر په پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په باب دوه ورځنۍ غونډه پرون د جولايۍ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې ده.

يادې غونډې ته افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په ګډون د شلو نه زياتو هيوادونو استازي ورغلي وو.

اصف دراني په اېکس پوسټ کې ويلي، "په دوحه کې د پاکستاني سفير ډاکټر اعجاز په مېلمستيا کې مو د طالبانو د حکومتي ویاند ذبيح الله مجاهد او د هغه د پلاوي سره مو وليدل، د دوحې په درېمې غونډې، دوه اړخيزه او سيمې په مسلو وغږېدو".

او ذبيح الله مجاهد هم د اصف دراني سره ليدنې په اړه پوسټ کې ویلي، "د دواړو هېوادونو لپاره د ښه او رغنده اړیکو هیله لرو".

د لیدنې په اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د اصف دراني او ذبيح الله مجاهد دغه ليدنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د يو بل پرضد بيانونه ورکول کيږي.

او د دې ترڅنګ پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په قانوني توګه پاتې کېدو موده هم په 30م جون پای ته رسېدلې ده، پاکستان تراوسه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) سره رجسټرډ PoR پروف اف رجسټرېشن کارډ لرونکو او افغان سيټيزن کارډ لرونکو د راتلونکې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

يو اېن اېچ سي ار وايي، هيله لري پاکستان به په دغه اړه زر کوم اعلان وکړي.

تېره میاشت د پاکستان د سېفران وزير امير مقام وي او اې ډیوه ته ويلي وو، سمري یې جوړه کړې چې افغان کډوالو ته پاکستان کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره موده د شپږو مياشتو يا يو کال پورې نوره وغځول شي.

پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي.

خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.

او د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف شپږ ورځې وړاندې وي او اې سره په مرکه کې ويلي وو، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت د خواجه اصف بيان ته اوبه خړول ويلي او خبرداری یې ورکړی وو، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.

د پاکستان د سپريم کورټ جج وايي يو سياسي ګوند انتخاباتو نه په بهر کولو الېکشن کمېشن د آيين سرغړونه کړې

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د 13 کسيزه ججانو فل بنچ نن اورېدنه کړې او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان خپل دلايل پوره کړي دي
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د 13 کسيزه ججانو فل بنچ نن اورېدنه کړې او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان خپل دلايل پوره کړي دي

د پاکستان د سپريم کورټ جج جسټس اطهر من الله د سني اتحاد کونسل د مخصوصو څوکيو په اړه قضيې اورېدنه کې ويلي، د يو سياسي ګوند د انتخاباتو څخه په بهر کولو الېکشن کمېشن په خپله د آيين سرغړونه کړې ده.

د پاکستاني رسنيو ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ اورېدنه کې اطهر من الله ويلي، د يو ګوند ووټران د انتخاباتو د عمل څخه بهر کړل شوي دي، او د آيين بنياد په جمهوريت ولاړ دی.

هغه ويلي، د بنيادي حقونو د ساتونکي په حېث "زمونږ زمه واري نه جوړيږي چې دا سم کړو؟"

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د 13 کسيزه ججانو فل بنچ نن اورېدنه کړې او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان خپل دلايل پوره کړي دي.

سني اتحاد کونسل د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکو په نه ترلاسه کېدو د الېکشن کېمشن فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.

په اورېدنه کې چيف جسټس ويلي، يو فريق هم دا خبره نه کوي چې څوکۍ دې خالي پاتې شي هر فريق وايي چې بل ته نه، څوکۍ دې ماته ترلاسه شي، په دې خبره دومره وخت ولې اخستل کيږي چې څوکۍ خالي نه شي پاتې کېدی؟، دا خو آيين جوړوونکو ته پکار وه چې سوچ یې کړی وی، په آيين کې څه څه نشته، دا کتل زمونږ کار نه دی بيا بيا وايو چې زمونږ په وړاندې د موجود د آيين خبره دې وشي.

هغه زیاته کړه، زه بيا بيا د آيين خبره کوم، که په آيين کې د دې صورتحال يادګېرنه نشته يا غلطي ده، نو بيا آيين پوهه شه او جوړونکي یې.

په اورېدنه کې نورو ججانو او اټارني جنرل هم د آزادو امېدوارانو او پارلیماني ګوند په اړه څرګندونې کړي دي.

د روان کال په اتمه فرورۍ په ملک کې ترسره شوو عامو انتخاباتو کې الېکشن کمېشن تحریک انصاف ګوند ته د ګوند په حېث په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه نه وه ورکړې، الېکشن کېمشن ویلي وو پي ټي آی د آيين لاندې ګونديز انتخابات نه وو کړي.

په انتخاباتو کې د تحريک انصاف ګوند پلوي امېدوارانو په آزاد حېثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې وه او ګن امېدواران یې کامیاب شوي وو، خو دوی وروسته بیا په قامي اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو.

چيف جسټس ويلي، عدالت د انصاف د تقاضو نه، بلکې د آيين او قانون اطلاق کوي، د نظريه ضرورت په ټولو فېصلو کې د انصاف د تقاضو ذکر دی.

هغه ویلي، چې کله کره مواد ترلاسه نه شي نو انصاف بيا د خپلې خوښې تشريح کوي، د کوم جج سره بد نيتي نه شي تړل کېدی، د ټولو ججانو رای د دوی خپلې رای دي.

عدالت د قضيې اورېدنه د نهمې جولايۍ پورې ځنډولې ده.

د مې په میاشت کې د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ د پاکستان سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ نورو ګوندونو ته د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکیو د ورکولو په اړه د پېښور هایکورټ او الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې او لارجر بنچ ته یې استولې وه.

په 14م مارچ د پېښور هایکورټ د سني اتحاد کونسل ته په پارليمان کې د ښځو او اقلیتونو د ځانګړو څوکيو ورکولو خواست خارج کړی وو کوم چې بيا دغه ګوند په سپريم کورټ کې چېلنج کړی وو.

اعظم نذير تارړ: د عمران خان ګرفتاري او په هغه مقدمې د پاکستان کورنۍ معامله ده

تارړ زياته کړې، "د پي ټي آی باني (عمران خان) ته د ملکي آيين او قانون او نړيوالو اصولو لاندې ټول حقونه ترلاسه دي، هغه د يو سزا يافته بندي په توګه په زندان کې دی".
تارړ زياته کړې، "د پي ټي آی باني (عمران خان) ته د ملکي آيين او قانون او نړيوالو اصولو لاندې ټول حقونه ترلاسه دي، هغه د يو سزا يافته بندي په توګه په زندان کې دی".

د ملګرو ملتونو د کاري ډلې لخوا د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران ګرفتاري د نړیوالو قوانینو خلاف بلل کېدو ته په غبرګون کې د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ ويلي، د تحریک انصاف د باني نيول کېدل او په هغه روانې مقدمې د پاکستان کورنۍ معامله ده.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې "يُو اېن ورکنګ ګروپ اف اربېټرېري ډيټينشن" پرون د جولايۍ په لومړۍ نېټه يو بيان کې ويلي، د عمران خان په غېر قانونه توګه نيول او زندان ته اچول د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده، کاري ډلې د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سرکاري رسنيو ترمخه، د قانون وزير، اعظم نذير تارړ د عمران خان "ګرفتارۍ او په هغه مقدمو ته د پاکستان کورنۍ معامله" ويلې او زياته کړې یې ده، "د خپلواکه رياست په توګه پاکستان کې د عدالتونو د لارې آيين او مروجه قوانيونو باندې عمل کيږي."

تارړ زياته کړې، "د پي ټي آی باني (عمران خان) ته د ملکي آيين او قانون او نړيوالو اصولو لاندې ټول حقونه ترلاسه دي، هغه د يو سزا يافته بندي په توګه په زندان کې دی".

د ملګرو ملتونو د کاري ډلې په بیان کې ویل شوي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان وړومبی په توشه خانه او بیا د سایفر قضیو کې په ظاهره "له قانوني اساس پرته په قید کې دی".

بيان کې زیاته کړل شوې، داسې برېښي چې د عمران خان په ضد دا مقدمې په سیاسي بنیادونو جوړې کړل شوي دي تر څو هغه په سیاسي میدان کې له له مقابلې کولو ایسار کړل شي.

بيان کې دا هم ویل شوي، د دې غوره حل به دا وي چې عمران خان باید په سمدستي توګه خوشی کړل شي او د نړیوال قانون له مخې په ناقانونه ډول زندان کې په ساتل کېدو دې عمران خان ته معاوضه یا هرجانه ورکړل شي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان د تېرکال د اګست د میاشتې راهسې په زندان کې بندي دی اوهغه ته د فرورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې په ځينو مقدمو کې سزاګانې اورول شوې وې.

نوموړی دا وخت هم په لسګونو مقدمو سره مخ دی او خپله عمران خان او د هغه ګوند وایي چې په هغه ټول تورونه د سیاسي انتقام په اساس لګول شوي چې مقصد یې اقتدار ته د عمران خان د رسېدو مخه نیول دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان عدالتونو د توشه خانې او سایفر قضیو کې د عمران خان سزاګانې ځنډولې دي خو د عدت په وخت د نکاح کولو قضیه کې هغه او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د بند او جرمانې سزاګانې اورول شوي دي.

د اسلام اباد سېول عدالت جج د سږ کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران د نکاح کولو په جرم کې د ‏اووه، اووه کالو د بند او پينځه، پينځه لکه روپو سزا اورولې ‏وه، ‏بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.‏

پينځه ورځې وړاندې د اسلام اباد سېشن عدالت د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي د عدت نکاح قضيه کې ‏سزاګانو ضد خواستونه رد کړي او د هغوی سزاګانې یې په ځای ساتلې وې.

پاکستان تحریک انصاف ويلي وو، د فېصلې پرضد به هايکورټ ته خواست کوي.

ټیک ټاک پېښور هایکورټ ته ویلي، د پاکستان مخابراتي ادارې ته یې تر خپل ځانګړي پورټل لاس رسی ورکړی دی

د لنډو ویډیو ګانو خپرولو ټولنیزې رسنۍ پېښور هایکورټ خبر کړی دی چې دغه رسنۍ ټيک ټاک په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د موادو لرې کولو لپاره د پاکستان د مخابراتي ادارې(پي‌ ټي ای) ته تر خپل ځانګړي پورټل لاس رسی ورکړی دی.

د ډان ورځپاڼې له مخې ټیک ټاک پېښور هایکورټ ته په لیکلي یو خط کې ویلي د پاکستان مخابراتي ادارې په دې وروستیو کې د مذهب د سپکاوي هیڅ مواد نه دي رپورټ کړي بلکې ټيک ټاک له خپله انده تر اوسه زیات مواد بلاک کړي دي.

پېښور هایکورټ په ټیک ټاک د بندیز لګولو په اړه د یوې عریضې اورېدنې په مهال په دې وروستیو کې پي ټي ای ته امر کړی چې د ټیک څخه باید د مذهب د سپکاوي اؤ فحش مواد په سمدستي توګه لرې کړي.

د ډان په رپورټ کې ویل شوي چې د ټیک ټاک د انتظامیې له لوري د پېښور هایکورټ چیف جسټس ته استول شوي یو لیک کې ویل شوي چې ټیک ټاک په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي موادو ته سنجیده دی اؤ داسې مواد په بېړني ډول ختموي یا بلاکوي.

لیک کې ویل شوي چې ټیک ټاک پاکستان کې د مذهب متعلق په قوانینو سختۍ سره عمل اؤ دا خبره باوري کوي چې په یاده رسنۍ داسې کوم مواد خپاره نه شي.

د ټیک ټاک له لوري لیکل شوي خط کې ویل شوي په دغه رسنۍ د مذهب د سپکاوي د موادو خپریدو د اطلاعاتو مخې ته له راتلو وروسته ټیک ټاک پخپله پي‌ ټي ای ته د سپکاوي د موادو رپورټ کولو خواست کړی دی.

تېره اوونۍ پېښور هايکورټ ته د ټیک ټاک پرضد خواست کوونکي وکيل بېرسټر بابر شهزاد عمران وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ، يوه مياشت وړاندې یې پېښور هايکورټ ‏ته خواست کړی وو چې "په ټیک ټاک ډېر غېر اسلامي پوسټونه دي که پي ټي اې دا غېر اسلامي پوسټونه نه شي لرې کولی نو بيا دې په ټیک ټاک بنديز ‏ولګول شي".‏

هغه ویلي وؤ، په دغه خواست بيا پېښور هايکورټ پي ټي اې ته لارښوونه کړې چې غېر اسلامي مواد او د اعتراض وړ مواد دې د ټیک ټاک څخه لرې کړي ‏او په راتلونکې اورېدنه د جولايۍ په ‏‎24‎مه به په ياده قضيه کې حتمي اورېدنه کيږي.‏

هغه وویل، پي ټي اې په دغې اړه خپل ځواب عدالت ته جمع کړی هم دی.‏

په ټولنيزو رسنیو کاروبارونه او قوانين:

د ټولنيزو او ډيجيټل رسنیو فعالان وايي، پاکستان کې د ټولنيزو او ډيجيټل رسنیو دپاره قوانين موجود دي، حکومت یې د قابو کولو دپاره نوي قوانين هم ‏جوړوي، خو د هغې باوجود بيا هم په ټولنيزو رسنیو بنديزونه لګول کيږي او د دغه بندیزونو سره نه يواځې خلک معلوماتو ته د رسايۍ څخه محرومه کيږي ‏بلکې انلاين کاروبارونه ترې هم اغېزمن کيږي.‏

خو بېرسټر بابر عمران شهزاد ویلي، دوی د کاروبارونو خلاف نه دي "کوم چې د اسلام په دايره کې وي که د اسلام د دایرې نه بهر وي، دوی د هغې خلاف ‏دي او پي ټي اې رسايي لري چې غېر اسلامي مواد د ټولنيزو رسنيو څخه لرې کړي".‏

د سايبر يا انلاين جرمونو او قوانينو کار پوهه د سپريم کورټ وکیل قانون پوهه اظهر يوسف خان وايي، پاکستان کې د سايبر اېکټ پوره قانون موجود دی، ‏چې هر ډول غېر قانونه هلې ځلې کيږي نو دغه قانون په عمل کې راوستل کيږي.‏

وي او اې یوه سره په خبرو کې هغه ویلي، "پاکستان کې خلک په ټولنيزو رسنیو هر ډول مواد ورکوي، د نامعلومو نمبرو نه اکاونټونه جوړ شي، خلک پرې ‏ځورول کيږي، خلک بدنامول کيږي، د خلکو نه په دوکه يا جعلي لارو پېسې تروړل کيږي او دا پوره يو غټ نظام دی، خلک کولی شي چې خپل شخصي ‏نظرونه او مواد خپاره کړي، خو دلته هغه ليک کيږي او بيا په ټولنيزو رسنيو داسې کمپاينې کيږي چې د ججانو خلاف داسې مواد خپاره شي چې له امله یې ‏ججان خپلې فېصلې بدلوي".‏

نوموړي زياته کړه، "پاکستان کې د ټولنيزو رسنیو دپاره قوانين شته هم خو هغه په پوره توګه نه عملي کيږي".‏

په ټیک ټاک او نورو ټولنيزو رسنيو بنديزونه

پاکستان کې د اوږدې مودې نه وخت په وخت د ټولنيزو رسنیو اېکس (پخواني ټويټر)، يوټيوب او ټیک ټاک باندې بندېزونه لګول شوي او اېکس ته اوس هم ‏په وي پي اېن رسايي کيږي.‏

په کال ‏‎2020‎م کې پاکستان کې د لسو ورځو ورځو بندیز وروسته ټیک ټاک ازاد کړل شوی وو، هغه وخت پي ټي اې ويلي وو، په ټیک ټاک باندې د ‏غیرمناسب او غیر اخلاقي موادو خپریدو په سر عارضي بندیز لګول شوی وو.‏

‏(دې نيوز انټرنېشنل) وېب پاڼې د خبر ترمخه د ټیک ټاک د تازه روڼتيا په رپورټونو کې ويل شوي، د تېر کال ‏‎2023‎‏ په دويمه نيمايۍ کې د پاکستان د ‏حکومت لخوا ټیک ټاک ته ‏‎303‎‏ خواستونه شوي او د هغې په نتيجه کې ‏‎93.5‎‏ فيصده مواد لرې کړل شوي وو، ويل شوي ټیک ټاک د لارښوونو په سرغړونه ‏‎12,392‎‏ او ځايي قوانينو په سرغړونه ‏‎2,126‎‏ مواد لرې کړي دي.‏

ويل شوي، ټیک ټاک د ټولنيزو لارښونو په سرغړونه ‏‎270‎‏ اکاونټونه او ځايي قوانينو په سرغړونه ‏‎59‎‏ اکاونټونه هم لرې کړي دي.‏

(په دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ډیوه خبریال فضل عزیز شریک کړي دي)

د ملګرو ملتونو کاري ډلې د عمران خان ګرفتاري اؤ زندان ته اچول د نړېوالو قوانینو خلاف عمل بللی

د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې ویلي د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران د نړیوالو قوانینو په خلاف زندان کې ساتل شوی اؤ د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

پخپل سر د نیونیو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې "یو این ورکنګ ګروپ آن آربټریری ډیټینشن" د ګل په ورځ خپل بیان کې ویلي د عمران خان په غیر قانوني توګه نیول اؤ زاندان ته اچول د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده اؤ په دې غیر قانوني نیونه باید عمران خان ته تاوان یا هرجانه ورکړل شي.

بیان کې ویل شوي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان وړومبی په توشه خانه اؤ بیا د سایفر قضیو کې په ظاهره "له قانوني اساس پرته په قید کې دی"

د ملګرو ملتونو د کاري ډلې په بیان کې ویل شوي داسې بریښي چې د عمران خان په ضد دا مقدمې په سیاسي بنیادونو جوړې کړل شوي دي تر څو هغه په سیاسي میدان کې له له مقابلې کولو ایسار کړل شي.

بیان وایي، ددې غوهر حل به دا وي چې عمران خان باید په سمدستي توګه خوشې کړل شي اؤ د نړیوال قانون له مخې په ناقانونه ډول زندان کې په ساتل کېدو دې عمران خان ته معاوضه یا هرجانه ورکړل شي.

په جینوا کې موقعیت لرونکې دملګرو ملتونو دغه کاري ډلې ویلي د عمران خان قانوني پرېشانۍ د هغه اؤ د هغه د ګوند خلاف " د جبر د یو غټ مهم" برخه وه

د نړیوالې ادارې کاري ډلې ویلي په کال 2024م کې له انتخاباتو وړاندې د عمران خان د ګوند غړي ونیولی شول اؤ تشدد پرې وشو اؤ د هغوي د جلسو، جلوسونو مخې ته خنډان راولاړ کړی شول.

د ملګرو ملتونو کاري ډلې تور لګولی چې"د انتخاباتو په مهال په ستره کچه درغلي شوې اؤ‌ په لسګونو پارلیماني څوکۍ تروړل شوي"

واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې لا په سمدستي توګه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې دې بیان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د پاکستان الیکشن کمیشن تر دې وړاندې انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي‌ دي.

عمران خان د تېرکال د اګست د میاشتې راهسې زندان کې پروت دی اؤ هغه ته فرورۍ کې د شوؤ‌ ټولټاکنو نه لږې ورځې وړاندې په ځېنو مقدمو کې سزاګانې اورول شوې وې.

هغه دا وخت هم په لسګونو مقدمو سره مخ دی اؤ خپله عمران خان اؤ دهغه ګوند وایي چې په هغه ټول تورونه د سیاسي انتقام په اساس لګول شوي چې مقصد یې اقتدار ته د عمران خان د رسېدو مخه نیول دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان عدالتوو د توشه خانې اؤ سایفر قضیو کې د عمران خان سزاګانې ځنډولې دي خو د عدت په مهال د نکاح کولو قضیه کې ټرایل کورټ هغه ته سزا اورولې ده.

همدا شان پروسکال د مې میاشت کې رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد د پېښو کې هم په عمران خان په د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه روانه ده.

عمران خان د کال 2018م په ټولټاکنو کې له کامیابۍ وروسته د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی ؤ اؤ بیا په کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک کامیابولو له لارې د هغه اقتدار ختم کړی ؤ.

له خپل حکومت ړنګېدو وروسته عمران خان تور لګولی ؤ چې پارلیمان نه د هغه په ضد د بې باورۍ تحریک کامیابولو کې د امریکې اؤ د پاکستان د پوځ لاس ؤ خو امریکې اؤ پاکستاني پوځ دواړو د عمران خان دا تورونه رد کړي دي.

د عمران خان د حکومت ړنګېدو وروسته د هغه په ضد ګڼ شمیر قانوني مقدمې درج کړل شوي‌ دي اؤ ددغو مقدمو په اساس هغه د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټاکنو کې د برخې اخستو لپاره هم عدالت نا اهله ګرځولی ؤ خو د هغې باوجود هم د عمران خان ملاتړو کاندیدانو په دې انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې.

په قامي پارلیمان کې که هر څو څوکۍ د عمران خان د ملاتړو پارلیماني غړو زیاتې وې خو مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند خپلو کې اتحاد وکړو اؤ ځېنې ازاد غړي یې هم ځان سره ملګري کړل اؤ ګډ حکومت یې جوړ کړو.

امریکې، برتانیې اؤ اروپایي اتحادیې پاکستان کې د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د درغلۍ په تورونو اندېښنې ښودلې اؤ ددې د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس هم د انتخاباتو په ورځ د موبایل سروس په ځنډولو اؤ د تشدد په پېښو رامنځته کېدو اندېښنې ښودلې وې.

(ددې رپورټ مواد له رایټرز څخه اخستل شوي‌ دي)

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG