لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یورپ کې د امریکا پوځي اډو باندې د ترهګرو حملو امکان، او په ضد یې تیاری


د جرمني په شټوټګارت کې د امریکایي ځواکونو یوه اډه
د جرمني په شټوټګارت کې د امریکایي ځواکونو یوه اډه

د نوي استخباراتي معلوماتو په اساس خبرداری ورکړی شوی چې په یورپ کې په امریکایي تنصیباتو او یا د هغو په اهلکارو باندې د ترهګريزو بریدونو امکان موجود دی. د دې خبرداري وروستو، په ټول یورپ کې د امریکا پوځي اډې او د هغو اړونده اهلکار د هائي الرټ یا خبردار په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ وي او اې ته د دې خبرې پخلی وکړو چې د امریکا د یورپي کمانډ په ټولو پوځي تنصیباتو کې د ځواکونو د تحفظ حالت – چې چارلي هم یادیږي – پرځای شوی او په دې معنا ده چې د څه قسمه حملې احتمال موجود دی.

دغه چارواکي نور جزئیات ورنکړل چې په دې استخباراتي رپوټونو کې نور څه راغلي دي، خو د څو ملکونو د ترهګرۍ ضد چارواکو د یوې زیاتېدونکې خطرې خبر ورکړی، چې په پېرس کې د اوړي موسم راتلونکو المپيک لوبو په باب خبرداری هم شامل دی.

د ګل/دوشنبې په ورځ په یورپ کې د امریکایي کمانډ په بیان کې دا هم وویل شول چې دا شدید اقدامات، د څو عواملو د مجموعې له امله ترسره شوي دي.

په بیان کې راغلي دي: "زمونږ زیاتېدونکې نګراني صرف د کوم واحد ګواښ پورې تړلې نده، بلکې د څو مجموعي عواملو له سببه ده، لکه د جاري او راتلونکو سترو عوامي دستورو په اړه په شمول د یورو کپ او المپېکس، او ورسره یوه زیاتېدونکې خطره چې په یورپ کې د مختلفو غیرپوځي اهدافو په ضد د ممکنه بدو عناصرو له اړخه د حملو خطره په کې شامله ده."

د امریکا یورپي کمانډ په یورپ کې خپلو اهلکارو ته سپارښتنه کړې چې هروخت دې بیداره دې وي، د شکمنو فعالیتونو په باب دې خبر ورکړي، د امریکا د خارجه وزارت لخوا د سفرونو په باب سپارښتنې دې وڅاري، او د ځان محفوظه ساتنې دپاره دې لازم ګامونه له پامه ونه غورځوي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي هم ویلي چې پوځ "اضافي اقدامات په پام کې ساتي چې یقیني کړي [امریکایي ځواکونه] هم د خپلو کارونو او هم د خپل فراغت په وخت کې بیداره وي."

تيره میاشت د ریکارډډ فیوچر په نوم د سایبرسېکوریټي یوې کمپنۍ هم د یو رپوټ په جاري کولو خبرداری ورکړی و چې د سایبري یا آنلاین حملو د غټو خطرو باوجود، د پېرس المپېکس لوبو دپاره تر ټولو ستره خطره، ممکنه ترهګریزې حملې دي.

د فرانس چارواکو تر اوسه د ترهګرۍ دوه جدا جدا سازشونه شنډ کړي دي. د دې دوو نه په یوې قضیې کې یو اتلس (۱۸) کلن مشکوک کس باندې تور لګېدلی چې د دولت اسلامیه (داعش) له خوا یې د المپېک لوبو په یو سټډيم باندې د حملې سازش کولو.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې جګپوړو چارواکو هم دا منلې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د داعش ترهګرې ډلې قوت په اضافه کېدو دی.

د ټولو نه زیاته نګراني، د داعش-خراسان ډلې په اړه ده چې مرکز یې افغانستان ګڼلی کیږي.

په وایټ هاوس کې د داخلي امنیت سلاکار جېن ډاسکل تېره هفته په نبراسکا کې ویلي دي: "هم داعش او هم داعش-خراسان د خارجي حملو په خاطر نیت او صلاحیت ښکاره کړی دی."

د ترهګرۍ ضد نېشنل سنټر مشرې کرېسټین ابي زید هم په تېره مې میاشت کې د داعش-خراسان په اړه خبرداری ورکړ.

هغې چې په دوحه کې یو امنیتي کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې د داعش-خراسان بیا پیاوړي کېدل، "ممکن د داعش د نړېوال جال په صلاحیت کې تر ټولو غټه اضافه وي چې مونږ په تېرو درېیو کلونو کې لیدلې ده."

داعش-خراسان د ایران په کرمان ښار کې د جنوري میاشتې د حملې ذمه واري هم په غاړه اخېستې ده. په هغې حملې کې شاوخوا نیوي (۹۰) تنان مړه شول. داعش خراسان دا دعوه هم کړې چې د ماسکو په یو کنسرت هال کې حمله د دوی کار و، کوم کې چې څه باندې یو سل او څلوېښت (۱۴۰) کسان ووژل شول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG