لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ او پوتین د جولای په ۱۶ په فنلېنډ کې سره ګوري
تازه خبر

ټرمپ او پوتین د جولای په ۱۶ په فنلېنډ کې سره ګوري


ټاکل شوېده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره د جولای په ۱۶ نېټه د فنلېنډ په پلازمېنې هېلسېنکي کې د لومړي ځل لپاره سره وویني.

ددغې سرمشریزې خبر د دواړو خواوو لخوا یوه ورځ وروسته له هاغې تایید شو کله چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د پوتین په ګډون له لوړ پوړو روسي چارواکو سره ولیدل او ددغې سرمشریزې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

بولټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې نړیوالو خبریالانو سره د یوې خبري غونډې پر وخت وویل:

"ولسمشر ټرمپ له ما وغوښتل چې دده او د ولسمشر پوتین د ممکنه لیدنې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړم"

ښاغلي بولټن وړاندې وویل:

"زمونږ او د روسیې ترمنځ له شته توپیرونو سره سره ډېرې داسې مسلې دي چې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین فکر کوي په ګډه ورته د حل لارې موندلای شي. ایا له دې سره به هم څوک مخالفت وکړي؟ "

باز څنګه په کوترې بدل شو؟

څارونکي د بولټن په اړه چې یواځې د تېرې میاشتې راهیسې د سپینې ماڼۍ لپاره د سلاکار په توګه ټاکل شوی وايي، دی له ماسکو سره د ملګرتیا په برخه کې د یو پیغام رسونکي په توګه غوره شوي.

د بوش د پخوانۍ ادارې چارواکي د روسیې په اړه چلند کې د بازانو په څېر ګڼل کېدل چې په ټاکنو کې د لاسوهنې، د وسلو په کنټرول او یو شمېر نورو مسلو کې یې پر کریملن سختې نیوکې کولې.

بولټن د خبریالانو لخوا د خپلو هغو پخوانیو څرګندونو له امله وننګول شو کوم چې ویلي يې وو چې ولسمشر پوتین درواغجن دی خو بولټن وویل، د هغه پخواني بیانونه د ملي امنیت د سلاکار په توګه له اوسنۍ دندې سره اړه نه لري.

بولټن وویل:

"زه اوس د ولسمشر ټرمپ سلاکار یم او دا د هغه اجندا ده چې مونږ یې پرمخ وړو او زما هغه اجندا وه چې ما پر مخ وړله. "

سیاسي شور (زوږ)

دغه سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د ټرمپ د کمپاین او د روسيي د چارواکو ترمنځ د اړیکو پر مسلې اوس هم پلټنې روانې دي.

که څه هم سپینې ماڼۍ او کریملن دغه تورونه په وار وار رد کړیدي خو دغو تورونو د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې ستونزې نورې زیاتې کړي دي.

بولټن تېر کال ویلي وو چې په ټاکنو کې د روسانو لاسوهنه د جګړې نه کمه نه ده خو اوس د ددغو اړیکو د ښه کېدو لپاره داسې ښکاري چې د ټرمپ له پالیسۍ سره سم روان دی.

پوتین بولټن ته ویلي:

"له بده مرغه له پیل څخه د روسیې او امریکا اړیکې په غوره حالت کې نه دي. "

زیاتې مسلې او لږ وخت

په راتلونکو څو اونیو کې به دا پوښتنې کېږي چې په دې دومره ژر راتلونکې سرمشریزې کې به کوم غوڅ تړونونه وشي؟

څېړونکي وايي، د هرې سرمشریزې په اړه په میاشتو میاشتو پلانونه جوړیږي، مذاکرات کیږي او لاره ورته هواریږي.

بولټن وویل، هغه تمه لري چې ددغو مسلو په اړه به په راتلونکو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د هغه د روسي سیال سرګې لواروف ترمنځ خبرې وشي.

دواړه غاړې به په خپلو کې د خبرو لپاره ګڼې مسلې ولري.

واشنګټن او ماسکو دواړو هیله څرګنده کړې چې د وسلو د کنټرول او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې به په ګډه کار وکړي.

دواړه خواوې په یو شمېر مسلو لکه د یوکراین، سوریې، د لویدیځ بندیزونه او د هغو تورونو له امله اختلافونه لري چې وايي کریملن تېر مارچ میاشت کې د برتانیې په خاوره پخواني روسي جاسوس ته زهر ورکړي.

له اټلانټیک کونسل څخه رابړت مېننګ امریکا غږ ته وویل، غوره به دا وي چې په دغې سرمشریزې کې د یو کراین او سوریې په مسلو کې پرمختګ راشي او د وسلو د کنټرول په برخه کې شته تړونونه پرځای پاتې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG