لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مهم خبرونه


اسټریلیا کې نن د واکمن لبرل ګوند لخوا ورکړل شوو رایو کې د خزانې وزیر سکاټ موریسن د ملک نوی وزیراعظم ټاکلی شوی.

موریسن د وزیر اعظم څوکۍ لپاره د خپلې پارټۍ په درې امیدوارانو کې ټاکلی شوی. د نوموړي مقابله د کورنو چارو وزیر پیټر ډټن او د خارجه چارو وزیرې جولي بشپ سره وه.

په خپلې پارټۍ کې دننه د اکثریت مرسته بایللو وروستو اوسني وزیراعظم میلکم ټرن بل د داخله وزیر پیټر ډټن مرستیالانو د ګوند د مشرۍ لپاره په غونډه رابللو باندې مجبوره کړو چې د هغې وروستو نوموړي د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکولو او سیاست پریښودو اعلان وکړو.

سکاټ موریسن په تیر ۱۱ کاله کې د اسټریلیا شپږم وزیراعظم دی.

----------------

د امریکې په هوايي ریاست کې سمندري طوفان د زیارت په ورځ ناوخته د دریمې درجې کچې ته راکوز شوی خو بیا هم د طوفان له امله په هوايي کې تیز بارانونه او هواګانې چلیږي.

د موسمیاتو قامي ادارې ویلي د ګهنټې په رفتار د ۲۰۰ کلومیټره تیزو هواګانو او درنو بارانونو سمندري طوفان نه دا طمع نه لرلی کیده چې دا به هوايي ریاست ته نېغ په نېغه را اورسي.

په هوايي کې بېړني حالت اعلان کړی شوی، ګڼ شمېر خلکو ځان محفوظ ځایونو ته رسولی او د امریکې دغه ریاست ته د مسافري جهازونو کمپنو خپل ګن شمېر پروازونه ځنډولي.

---------------

د ایران اقلیتي سني مسلمانانو ویلي دي چې په دې شیعه اکثریتي هېواد کې چارواکو ځیني سني مسلمانان د لوی اختر په موقع په سرښار تهران کې په جمعې د لمونځونو کولو نه ودرولې دي. په تهران کې د سني عبادت خانو کونسل او گاونډي البورز صوبې لخوا جاري شوې یوې بیانيې کې ویل شوي دي، د سرښار تهران په ۴ ضلعو خلیج فارس، رسالت، پوناک او یفت اباد کې سني مسلمانان د اختر لمونځ څخه ودرولې شوي دي. دا خبر د ایران د حکومتي خبرپاڼې شفاقنه لخوا رپورټ شوې دې.

په تهران کې د سني عبادت خانو کونسل ویلي دي چې تېر کال هم دوي دې مسلې سره مخ شوې وو خو زیاته کړې یې ده چې ایراني چارواکو بیا په تهران او البورز صوبې په یو شمېر جماعتونو کې سني مسلمانانو ته د اختر لمونځ ترسره کولو اجازه هم ورکړې.

د ایران په ٨٢ ملینه ابادۍ کې ٥ نه واخله ١٠ فیصده پورې سني مسلمانان دي، چې د هېواد په سویل شرقي او شمال غربي برخو کې ژوند کوي. او د اوږدې مودې راهيسې د شیعه مسلمانانو لخوا د ناروا سلوک څخه گېلې کوي.

-----------------

په گرده نړې کې دا وخت ٣٦ ملینه خلک د اېډز ناروغې سره ژوند کوي. دې ناروغې د لاسه تېر کال نزدې یو ملینه خلکو خپل ژوند بیلالې وو او ماهرانو پېش بیني کړې ده چې کال ٢٠٣٠ پورې به ١٠٠ ملینه خلک په اېچ ايي وي واېرس کې اخته وي.

دومره خطرناکه شمېرو سره سره د دې علاج په برخه کې لوی ګامونه پورته شوي دي. او طبي ماهرانو ویلي دي هغه خلک چې د اېچ ايي وي واېرس سره مخ وي او علاج ېې روان وي هغوي یو عادي ژوند تېرولې شي او د نورو لپاره خطر نه جوړیږي. خو د اېډز تحقیق او علاج په لړ کې فنډونو کې کمې راروان دې او په ځیني ځایونو کې د حکومتونو پدې کې دلچسپي هم کمه شوې ده. ماهران پدې متفق دي چې په لویه کچه خپور د دې ناروغې مخنوي د ویکسین بغېر هم ممکنه دې خو داسې کولو لپاره به حکومتونو او ټولنو ته په گډه هڅې کول وي ، د فنډونو جاري ساتل ضروري دي او پکار ده چې د اېچ ايي وي واېرس ښکار هر تن علاج دې وشي.

----------------------

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لپاره د قامي امنیت سلا کار جان بولټن د جمعې په ورځ ویلي دي چې د روس پرضد لگولې شوي امریکايي بندېزونه به تر هغې پرځاېې وي ترڅو چې ماسکو پخپلې رویې کې بدلون نه وي راوستې.

د یوکراېن سرښار کیوو کې د یو خبري کانفرنس په وخت ښاغلي بولټن زیاته کړې چې د یوکراېن صدر پېټرو پوروشینکو ته یې ویلي پکار ده ماسکو په یوکراین کې راتلونکې کال کېدونکې صداراتي ټاکنو کې لاس وهنه و نه کړي.

واشنگټن د کال ٢٠١٦ امریکايي صدارتي ټاکنو کې د ګتوهنې تورونو په سر په روس اقتصادي بندېزونه لگولي دي خو ماسکو دا تورونه رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG