لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاه رخ خان، کترینه او انوشکا نوی ګډ فلم "زیرو" په دسمبر کې خپرېږي


واشنګټن ـــ د هندي فلمي نړۍ باليووډ سپر سټار شاه رخ خان له خپلو ملگرو اداکارانو کترینه کېف او انوشکا شرما سره یو ځای د خپل راتلونکي فلم "زیرو" په اړه په ممبۍ ښار کې په یوه دستوره کې برخه واخیسته.

د فلم ډاریکټر انند اېل رای دی او دا فلم د یو لنډي تن کیسه ده چې ډېر اوچت خوبونه لري او له یوې فلمي ستورې سره یې د مینې تعلق وي.

په فلم کې د سپر سټار کردار اداکارې کترینه کېف تر سره کړی دی او شاه رخ خان د فلم مرکزي کردار تر سره کړی چې په فلم کې یې نوم باووا سنگا دی. د فلم د ټرېلر (لنډیز) د خپرېدو په موقع اداکارې انوشکا شرما و ویل:

"په فلم کې زما کردار د یو داسې انسان دی چې په جسماني توگه معذوره وي نو ماته معلومه وه چې زما کردار به ډېر سخت وي".

د شاه رخ خان، کترینه او انوشکا د راتلونکي فلم ټرېلر پر ټویټر هم خپور شوی او ډېر خوښ کړی شوی دی.

د فلم ډاریکټر انند اېل رای ویلي، فلم "زیرو" خلکو ته دا پیغام ورکوي چې پخپل ژوند کې دې اړیکي او خلک کمتر نه گڼي:

"دا ډېر مهم دی چې کله هم کوم تعلق یا انسان کمتره نه گڼو، نو دا فلم د یو داسې انسان د گټې کیسه ده چې څوک چې له ځان سره جنګ کوي او د خپلې کامیابۍ په لور سفر کوي".

انند اېل رای په یوه ټویټ کې لیکلي، "سپوږمۍ د ځمکې نه یواځې دوه انچه اوچته وي. په دې خبره چې څوک پوهه شو نو د هغه قد هم ۴ فټه او ٢ انچه دی".

د فلم "زیرو" د ټرېلر په اړه د باليوډ ستر اداکار عامر خان په ټویټر پخپل پېغام کې ویلي چې د دې فلم کتو ته لېواله دی:

"ملگرو ما د فلم «زیرو» ټرېلر وکتو او زه د دې باره کې یو ټکی ویم [ډېر ښه]. کترینه ډېر ښه کار کړی او د انوشکا شرما کار د لیدو قابل دی او شاه رخ! تا ډېر اوچت کار کړی دی. د فلم کتو ته لېواله یم".

د فلم هیرو شاه رخ خان هم د فلم یو پوسټر او د فلم یو ډایلاگ ټویټ کړی دی.

په ټوېټر باندې یو شمېر خلکو د فلم د ټرېلر ستاینه کړې. اسماعیل نکسن نومي یو تن په ټویټر په فلم کې د شاه رخ خان د یو ډایلاگ په اړه یوه خونده وره ویډیو ټویټ کړی ده او د فلم ټیم ته یې نېکې پېرزوینې وړاندې کړې دي.

د شاه رخ خان، کترینه کیف او انوشکا شرما نوی فلم "​زیرو"​ به د دسمبر په ٢١مه نېټه خپرېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG