لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیس افسر طاهر داوړ په وژنه په ټویټر د ښځو غبرګون


واشنګټن ــــ د شمالي وزیرستان پولیس افسر اېس پي طاهر داوړ د بې درکه کېدو او د مرگ په اړه په ټوېټر د نارینه وو تر څنگ ښځینه فعالینو هم سخت غبرگون او خفگان څرگند کړی دی.

سیاست مدارې او د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ غړې بشری گوهر په خپل یو ټویټ کې ویلي:

"طاهر داوړ د پښتون تحفظ موومنټ، د امن او انصاف لپاره د پښتنو ځوانانو د جدوجهد ملاتړ کاوه. له وزیرستان سره د تعلق لرلو له وجې هغه مرگ، کډوالي او تباهي پخپلو سترگو لیدلې وه او د تباهۍ سره مخ دې سیمه کې یې د امن او خوشحالۍ تمه کوله. د هغه جرم څه وو؟"

په ټویټر یوې لیکوالې او بلاگرې مونا نصیر بیا د خپل ټویټ په پېغام کې ویلي:

"پرامنه پښتانه د ریاست لپاره د قبول وړ نه دي".

د عوامي نېشنل گوند د ځوانانو د تنظیم غړې پلوشه عباس هم په یو ټویټ کې څه داسې وایي:

"که یو اعلی حکومتي چارواکی محفوظه نه دی نو بیا یو عام وگړی دلته څنگه د امنیت تمه کوی شي".

د پاکستان د بشري چارو د مرکزي وزیرې شېرین مزاري لور ایمان زینب د طاهر داوړ د وژنې په اړه یو ټویټ کې ویلي:

"یو پولیس افسر څنگه وتښتول شو؟ حکومت ولې د هغه په موندلو کې ناکامه شو؟ هغه د پولې بلې غاړې ته څنگه بوتلی شو او څنگه د ریاست له خبرېدو بغیر یو وگړی د هېواد نه بهر ویستل کیږي. د هغه کورنۍ د دې جوابونو حق لري".

په ټویټر فعاله او کالم لیکونکې گل بخاري پخپل ټویټ پېغام کې د غصې څرگندونه کړې ده:

"د ذرایعو لخوا هم هغه فرضي قصه په زخمونو د مالگې دوړولو برابره ده چې طاهر داوړ د اسلام اباد نه افغانستان نه یووړل شو، ووژل شو او بیا یې مړی واپس ولیږل شو او د کورنیو چارو وزارت په دې د څه ویلو نه ډډه کړې ده چې دا ډېره حساسه موضوع ده".

یوې بلې ښځې سامعه خان په خپل ټویټ کې خلکو نه خواست کړی دی چې د طاهر خان د مړي دړدوونکي عکسونه خپرول دې و دروي:

"که طاهر داوړ ستاسو خپل وای نو ایا په تاسو به دا ښه لگېدل چې په سوشل مېډیا د هغه د مسخ شوي مړي عکسونه خپریږي. ایا تاسو دا احساس لرئ چې د ده ماشومان یو ورځ دا عکسونه لیدی شي او بیا څوک هم د هغوی مزغو نه د دې چاپ نه شي لرې کوی".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG