لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو روایتي کالي پتري د اوس زمانې عصري مشینان جوړولی شي ؟


دمیخکي ډنډر دې مات شه

چې د زرګر په دوکان دواړه یو ځائ شونه

د زرګر اؤ کالو پترو ذکر په پښتو ادبیاتو کې له زمانو راهسې را روان دی اؤ یوازې پښتانه نه بلکې د نړۍ بیلابیل قامونه دکالو پترو سره مینه کوي خو دپښتنو دکالو پترو ذوق بیا دنړۍ دنورو قامونو دکالو پترو سره توپیر لري.

دنړۍ په ګڼو پرمختللو هیوادونو کې د زیات وخت راهسې کالي پتري په مشینانو جوړیږي خو دپښتنو روایتي کالي پټري لکه . چارګل،پیزوان،میخکی،نتکۍ، والۍ وغیره بیا د زمانو راهسې کاریګرانو په لاسونو جوړول اؤ په هغې به یې زړه راښکونکی نقش ونګار هم کول،

خو اوس په لاسو د کالو پترو جوړولو دغه روایت ډیر په چټکتیا سره پښتنه ټولنه کې هم له مینځه روان دی اؤ‌ په لاس د جوړو کالو پترو ځائ مشینې کالي نیسي.

نن نه دیرش څلویښت کاله وړاندې چې د کالو پترو جوړلو مشینان له پښتنې ټولنې ته نه وو راغلي د پیښور اندر شیر بازار کې به هر زرګر سره دوه درېوؤ کاریګرانو کار کولو خو اوس اکثرو زرګرانو خپلو دوکانونو کې د مشینانو جوړ کالي ایښودي دي او ډیرو سره هیڅ کاریګر نیشته.

پنځه اویا کلن حاجي خادم حسین د تیرو۵۵ؤ کالو راهسې هم دغه بازار کې په سرو زرو، سپینو زرو او پیتلو کار کوي او ډیوه ته وایي کوم ښایست چې د لاس جوړو کالو پترو کې وي هغې ته د مشین کالی کله رسي.

زرګر
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00

د لاس کار خو بل شان وي. مشین خو یوه پرزه جوړوي. زمونږ مازغو کې یوه نه په لکونو پرزې دي. مونږ یې بل شان هم جوړولی شو خو مشین داسې نشي کولی. مونږ نوی کار کولی شو، مشین یې نشي کولی.

زیاتوي د مشین جوړ کالي په نظر غټ ښکاري خو وزن کې کم وي او د لاس جوړ کالی ورکوټی ښکاري خو وزن یې دروند وي نو ځکه عام خلق د مشین جوړ کالي خوښوي خو د کومو خلقو چې جمالیاتي ذوق روښانه وي هغوي د لاس جوړ کالي فرمایش کوي.

حاجي خادم حسین وایي ځوانۍ کې مې دا هنر ایزده کړی دی خو ماسره چې کوم ملګري وو هغوي اوس دا کار پریښودی او څه بل کاروبار کوي.

دغه راز د تاریخي اندرشیر بازار د زرګرانو د اتحادیې صدر حاجي شیرفرزند وایي دلته تر پنځو سوو پورې د زرګرانو دوکانونه دي او هر څو که د کاریګرانو شمیره لسو زرو تنانو ته رسي خو دې کې به تر دوو سوو پورې هم کار نه کوي.

زمونږ زیاتره کاریګر طبقې چا چابړی لګولی دی، څوک د شپې رکشه چلوي او زمونږ دې صنعت ته ډیر نقصان رسي، ځکه چې حکومت له اړخه هم زمونږ کاریګر طبقې لپاره کومې اسانتیاوې نیشته.

حاجي شیرفرزند وایي کاریګران اوس صرف ګوتمې، د پوزې میخکي او داسې نور واړه شیان جوړوي خو د غاړې امیلونه، والۍ او د لاسو کړې اکثره د مشینانو جوړ وي، کوم چې کراچۍ، لاهور، سرګودهی او د پنجاب نورو ښاریو کې جوړیږي. وایي سلو کې به څلور پنځه تنان داسې وي چې د لاسو جوړ کالي فرمایش به کوي.

کاریګر خادم حسین هر څو که د کار د کموت له امله معاشي ستونزو سره مخ دی خو وایي پریښودل یې نه غواړم او دې کې زیات مشغول یم.

د اندرشیر بازار زرګران وایي د ترهګرۍ شروع کیدو نه وړاندې به دلته خارجیان راتلل او په ښه بیعه به یې د لاس جوړ کالي اخستل. اوس هم که د حکومت لږه مرسته تر لاسه شوه نو مونږ کولی شو دغه کالي پتري خارج ته ولیږو چې ورسره به کاریګرانو ته هم ګټه ورسي او د ملک د ذرمبادلې سیوا کولو سوب به هم وګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG