لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دکرونا وائروسو معلومولو دپاره څومره لیبارټرۍ دي اؤ دڅومره ناروغانو دمعائنې توان لري؟


دا مهال پاکستان کې د کرونا وایرس معلومولو څوارلس مرکزونه یا لیبارټرۍ دي. چې سندهـ صوبې کې پنځه، پنجاب کې څلور، اسلام آباد، بلوچستان، کشمیر او ګلګت بلتستان کې یوه یوه او دغه راز یوه لیبارټري دپښتونخوا په خیبر میډیکل پوهنتون پیښور کې جوړه کړی شوې ده.

د یاد پوهنتون وایس چانسلر پروفیسر ډاکټر ارشد جاوید وایس آف امریکا ډیوه ته وایي

دا وخت د پبلک هیلتهـ ریفرنس لیبارټري د صوبې یواځینۍ لیبارټري ده چې پکې د کرونا وایرس معاینات کیږي.

هغه وایي "تر اوسه زمونږ لیبارټرۍ تر یو نیم سلو پورې معاینات کولی شول خو اوس مونږ نوې لیبارټرۍ جوړې کړې او هیله ده چې دا شمیره به دوه نیم سوه یا درې سوو ته ورسي"

ډاکټر ارشد جاوید وایي مونږ په یوه بله پروژه هم کار روان کړی دی که کامیاب شو نو بیا به څلورویشتو ساعتو کې د پنځو سوو پورې معایناتو نتیجې ورکولو جوګه شو.

هغه زیاتوي حکومت هڅه کوي چې دا رنګه نورې لیبارټریانې د صوبې نورو ځایونو کې هم پرانیزي او شخصي ادارو سره یې هم خبرې روانې دي ترڅو زمونږ په مرکز بوج لږ کم شي.

د یوې پوښتنې جواب کې ډوکټر ارشد جاوید وویل د کرونا شکمن تن چې د صوبې په کومه برخه کې راڅرګند شي نو د هاغې ضلعې مرکزي روغتون کې د هغه تن د غاړې نه نمونې واخستل شي او د مخصوصې طریقې له لیارې دلته راوړل شي.

دهغه په وینا د دریو څلورو مرحلو د تیریدو نه ورستو مونږ ددې جوګه یو چې ووایو نتیجه مثبت ده که منفي اؤ بیا دغه راپور مونږ د صحت صوبایي محکمې ته ورکوو

"د صحت محکمې ته چې څنګه راپور تر لاسه شي نو که راپور مثبت وي نو د صحت محکمه سمدستي عمل شروع کړي. کرونا وهلی تن قرنطینه کړي، سیمه خپله ولقه کې واخلي او د چا چې دغه تن سره تعلق پاتې شوی وي د هغوي معاینات هم شروع شي"

ډاکټر ارشد جاوید وایي کله نه چې دلته کرونا وایرس وبایي شکل خپل کړی دی نو هر بنده کوشش کوي چې خپله معاینه وکړي او باوجود ددې نه چې مریض کې د کرونا نښې نښانې نه ښکاري خو حکومتي وسیلې بې ځایه مصرف شي.

د چا چې تعلقات زیات وي نو روغتون کې معاینه وکړي، که رنځور وي او که نه. ځکه چې تیرو څو ورځو کې مونږ ته ډیر داسې معاینات راغلل چې اکثره منفي وو. هم پرون سلو معایناتو کې صرف څلور مثبت راوختل.

وایي په دې طریقه د هاغو تنانو معاینات پاتې شي کومو کې چې د کرونا وایرس امکانات زیات وي.

هم دې لړ کې پرون وفاقي حکومت یوه هدایت نامه جاري کړې ده چې د کومو تنانو معاینات وشي او د کومو نه دی پکار.

هدایت نامه کې لیکل شوي دي چې د هاغو تنانو چې نزدو کې یې د خارجي هیوادونو سفرکړی دی او نښې نښانې پکې ښکاري، د هاغو تنانو چې کرونا وایرس وهلو سره یې نیزدې تعلق پاتې شوی او دغه شان د صحت هاغه کارکونکي چې د کرونا رنځورانو درملنه یې کړې او شکمن دي. ددې نه پرته که د بل چا معاینات کیږي نو دا به قامي وسیلو ته د زیان ورکولو برابر وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG