لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروسو دپښتنو انلاین کاروبارونه څنګه ځپلې دي؟


محمد جهانګیر خان درې کاله وړاندې آن لاین یا د انټرنیټ په ذریعه خپل کاروبار شروع کړی ؤ چې پکې به یې پیښورۍ او چارسدوالې څپلۍ د سوات شالونه او داسې نور ځایي شیان خرڅول.

یو غټ کاروباري مرکز کې یې دفتر لرلو او ګاهکان یې ټول د ملک دننه وو.

نوموړی وي‌ او ای ډیوه ته وایي د روان کال په ړومبي اپریل دوي اراده لرله چې د خارجي هیوادونو نه هم آرډرونه واخلي او خپل سامونه هلته ولیږي خو د کرونا وایرس د خوریدو له امله ټول بازارونه وتړل شول، نو ددوي دفتر هم بند شو.

خو هغه وایي دوي خپل کاروبار د انټرنیټ په ذریعه د کور نه جاري وساتلو

"مونږ سوچ وکړو چې دا کار خو د انټرنیټ په ذریعه د کور نه هم کولی شو خو ستونزه دا وه کورییرز (د سامانونو د اوړلو راوړلو کمپنۍ) هم تړل شوې وې او که مونږ آرډر اخستو نو سامان مو نه شو لیږلی خو تیره جمعه امر ووشو چې کورییرز ته د کار کولو اجازه ده نو مونږ اوس خپل کاروبار بیا شروع کړو"

هغه زیاتوي د ګودام د بندیدو له امله مونږ ړومبی شیان نه شول لیږلی خو اوس راته دوه ساعته اجازه راکړل شوې ده چې څلیریشت ساعته کې کوم فرمایشونه د انټرنیټ په ذریعه راغلي وي، ګودام ته ورشو هلته یې پیک کړو او وې لیږو.

وایي پیښور کې نورې هم داسې وړې او لویې ادارې د انټرنیټ په ذریعه کاروبار کې لګیا دي.

د پاکستان د تجارت او ټیسکسټایل وزارت تیر کال د اي کامرس پحقله خپور شوي راپور کې ویلي وؤ دغه هیواد کې ۲۰۱۷ـ۲۰۱۸م کې تر پنځو سوو پورې ادارو آن لاین تجارت کولو خو ۲۰۱۸ـ۲۰۱۹ کې دغه کاروباریان ۱۲۵۰ ته رسیدلي دي.

راپور وایي پاکستان کې ۳۸ میلیونه خلق انټرنیټ استعمالوي، تر دوو زرو پورې انفارمیشن ټیکنالوژي کمپنیانې دي چې پکې تر درېوؤ لکو ماهران کار کوي، اوهر کال ۲۰ زره آیي ټي انجینیران د پوهنتونونو نه فارغیږي.

دتجارت وزارت ادعا کوي چې ددې اشارو نه څرګندیږي چې پاکستان کې به د روایتي تجارت په نسبت آن لاین تجارت زر وده ومومي خو جهانګیر خان وایي د انټرنیټ په ذریعه د لویې کاروبار پالیسي لا واضحه نه ده البته په وړه کچه کاروبار هر څوک شروع کولی شي.

آن لاین کاروبار چې هر څوک شروع کوي نو پاکستان کې لا تر دې دمه کومه واضحه پالیسي نیشته.

د وزیراعظم لخوا اوس یوه ډله د اي کامرس پالیسۍ جوړولو لپاره اعلان شوې ده، د ټول هیواد نه په هغې کې د ټیکنالوژۍ ماهران راغونډ شوي او یوه کمیټه یې جوړه کړې ترڅو قواعدجوړ کړي، خو آن لاین ورکوټی کاروبار شروع کولو لپاره یو تن کولی شي کور کې د فیس بک یا انسټاګرام پاڼه جوړه کړي، هغې کې هیڅ بندیز نیشته.

زیاتوي دلته داسې واړه کاروباریان شته چې په روایتي طریقه به یې دوکانونو کې سامانونه خرڅول او ددې تر څنګ به یې آن لاین کاروبار هم کولو، هغوي اوس د کرونا وایرس په وجه صرف آن لاین تجارت کوي. او کومو چې د انټرنیټ په ذریعه کاروبار نه کولو، هغوي به هم اوس دې طرف ته راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG