لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جوبایډن له خوا د کاملا هېرس ټاکلو ته د ډیموکرېټ او ریپبلکن ګوند ګډ غبرګون


کېلیفورنیا ــــ د امریکې په کيليفورنيا ایالت کې ډېموکرېټانو او د ريپبلیکن ګوند غړو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د امیدوار جوبايډن له خوا د مرستیالې صدرې په توګه د کاملا هېرس د ټاکلو په اړه ګډ غبرګون ښودلی دی.

د کيليفورنيا د لاس اينجلس ښار د يو پوهنتون زده کوونکې کيرولينا وایي، د مخکې نه یې دا تمه لرله چې جوبايډن به کاملا هېرس غوره کوي ځکه چې وایي پخواني مرستيال صدر په مختلفو موقعو دې اړخ ته څو څو ځله اشاره کړې وه. کېرولېنا وایي:

"يوه تورپوسته د يو داسې بااختياره څوکۍ لپاره نومول يوه لويه خبره ده۔ مونږ ته د مخکې نه اندازه وه چې جوبايډن به کاملا غوره کوي خو د اعلان سره د دې خبري پخلی وشو نو ډېره خوشاله شوم".

په برکلې ښار کې د ريپبليکن ګوند يو ووټر شان براکه وایي، د ډيموکرېټ پارټي صدارتي اميدوار جوبايډن مېرمن هېرس د افريقایي امريکنو د ووټونو اخیستو لپاره غوره کړې خو وایي ددې مقصد تر لاسه کولو په لاره کې تر ټولو لوی خنډ په ماضي کې د مېرمن هېرس خپل پېشه ورانه فعاليتونه دي:

"جوبايډن او کاملا هېرس دواړه د يوې سيکې دوه مخونه دي او په امريکایي سياست کې د کارپورېټ سيکټر نمایندګان دي. زما په خيال جوبايډن صرف او صرف ددې وجې کاملا غوره کړې چې د يوې اقليتي ډلې زنانه ده. په دومره ډېرو خلکو کې د هغې غوره کولو په اړه زه هم دا ويلای شم چې له دې ګوند سره به تر هغې غوره څوک نه وو، خو دوی يوې خبرې ته فکر نه دی کړی چې هم د کاملا هېرس د ماضي له سببه به دوی د افريقایي امريکنيانو ووټونه بايلي".

په البني ښار کې ميشته سبهاش اميد لري چې مېرمن هېرس په امريکایي سياست کې د هند د نوم روښانه کولو تر څنګ به په هندوستاني سياست هم يو ښه اغيز ولري. سبهاش وایي:

"په دې غيريقيني حالاتو کې د ميرمن هېرس د ډيومکرېټ ګوند له خوا مرستيال صدر د څوکي لپاره غوره کېدل يقيناً يو ډېر پرمختللی ګام دی، زه اميد لرم هغه ټول هندوستانيان چې د طب او کمپيوتړ په ميدان کې یې خپل يو نوم جوړ کړی هم د هغې په شان به مېرمن هېرس په امريکایي سياست کې خپل نوم روښانه کوي".

په ميرمن هېرس په ماضي کې د سان فرانسسکو د ډسټرکټ اټارني په حيث جېلونو ته په بېلابېلو جرمونو کې د ککړو ګڼ شمېر افريقایي امريکنيان د ليږلو تورونه لګېږي. د اوکلېنډ ښار اوسېدونکې جنايا وایي، مېرمن هېرس ته پکار دي له دغو خلکو اوس بخښنه وغواړي.

د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن د خپلې مرستیالې کاملا هېرس د ټاکلو په اړه خپلو مرستیالانو ته په یوه ایمېل کې‌ وایي‌ "زه غواړم یو داسې تن له ما سره کار وکړي چې ذهین او په کار کې کلک وي‌ او د مشرۍ وړتیا ولري".

څو ورځې وړاندې له خبريالانو سره د خبرو په وخت صدر ټرمپ د مرستيال صدر د څوکۍ لپاره د مېرمن هېرس په اهليت نيوکې کړې وې. هغه وويل د ده په خيال ډيموکرېټ ګوند په دې اړه خپله پلټنه کړې ده.

د نيويارک ټايمز د يو رپورټ مطابق د آیین پوهان د صدر ټرمپ له خوا دغه وينا يو غيرذمه دارانه فعل ګڼي. دوی زياتوي چې د آئين د 14م بدلون له مخې ټول هغه وګړي چې په امريکا کې زېږېدلي یا د نېچرلايزېشن پروسې په بنیاد ورته شهريت ورکړل شوی د دې هېواد قانوني اوسېدونکي ګڼل کېږي.

د 55 کلنې کاملا هېرس پلار د جمايکا هېواد وو او مور یې د هند وه. مېرمن هېرس د امریکې په اوکلېنډ کې زېږېدلې او په برکلې ښار کې لويه شوې ده. د قانون تعليم یې د واشنګټن ډي سي په هاروډ او د کېليفورنيا په سان فرانسسکو پوهنتونونو کې کړی.

مېرمن هېرس په 2003م کال کې د سان فرانسسکو ډسټرکټ اټارني او په 2010م کال کې د کېليفورنيا اټارني جنرل جوړه شوې وه. په 2017م کال کې د کېليفورنيا رياست نه د امريکې د سېنټ غړې جوړه شوې وه او د ډيموکرېټ ګوند پخوانۍ صدارتي اميدواره هم پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG