لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې په نړيواله ورځ ملګرو ملتونو د وسلې اېښودو غږ کړی


ملګرو ملتونو د سولې په نړيواله ورځ په ټولو قامونو، هیوادونو او جنګونو کې ښکېلو ډلو باندې غږ کړی چې وسله کېږدي او د نړیوالې وبا کرونا په ضد دې مبارزه وکړي.

ملګري ملتونه د کال 1981م نه 21 ستمبر د سولې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفېسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان او افغانستان د تیرو څلورو لسیزو راهسې د بدامنۍ سره مخ دي خو د بده مرغه دلته چې چا هم د سولې د ټینګولو لپاره کار کړی دی نو د انساني ترقۍ په ځایې یې د وسلو په ذریعه د امن راوستو کوشش کړی دی.

ډاکټر جميل چترالي وايي،

"د ترقۍ لپاره غوره ده چې ته په یوه منطقه کې امن راوستل غواړې نو د هاغې ځایې ماشومانو ته تعلیم ورکړه، هلته صنعت ولګوه او هلته د ژوند معیار اوچت کړه نو خلقو ته به روزګار په لاس ورشي او دغلته به امن پخپله ټینګ شي خو نړیوالو د افغان جګړې دوران کې هم او بیا د یولسم ستمبر د پېښو نه پس هم انساني ترقۍ ته زیاته پاملرنه نه ده کړې".

ډاکټر جمیل چترالي زیاتوي په افغانستان کې هم او په پاکستان کې هم د پښتنو سيمه زیاته د بدامنۍ سره مخ د.

هغه وويل دلته چې د ترهګرو په ضد کوم پوځي عملیات وشول د هغې له امله په ترهګرۍ کې تر ډېره حده کمی لیدل کیږي خو دغې جګړې او ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې د70 زرو نه زیات خلک قرباني او په لکونو بې کوره شول او اوس هم در په در دي خو د دواړو هیوادنو په پښتنو علاقو کې پرمختیایي کارونه د نیشت برابر دي.

د پېښور پوهنتون د سیمه يیزو مطالعاتو د مرکز پروفیسر ډاکټر محمد شفیع افریدی وایي مغربي هېوادونه د دوو نړیوالو جګړو نه پس په دې نتیجه ورسیدل چې جنګونه د ستونزو حل نه دی. اوس هم د هغوي تر مینځه شخړې شته خو هواری یې د خبرو له لارې لټوي.

هغه وايي زمونږ په منطقه کې به نړیوال هم لاس وهنه کوي خو زیات ذمه وار زمونږ خپل سیاسي او عسکري قیادت دی.

ډاکټر شفيع افريدی وايي،

"زما ګیله د خپلو مشرانو نه ده چې دوی ولې په دې نه پوهیږي چې خپلو کې سره کښیني، د ستونزو هواری ولټوي او د شخصي ګټو نه تیر شي. او پکار ده چې د خپل قام، زنانه و او بچیانو غم وکړي او نړۍ ته وګوري چې نور خلک د ترقۍ په لور روان دي او مونږ په کومه روان یو".

نوموړي زیاته کړه هر څو که په افغانستان کې باقاعده اور بند نه دی اعلان شوی خو د حکومت او حکومت ضد طالبانو تر مینځه چې کومې خبرې اترې روانې دي، دا به زر یا پس د سولې او ثبات زریعه وګرځي او په ټولې منطقې به ددې مثبتې اغیزې وي.

خو ورسره وایي سوله صرف د دې نوم نه دی چې ګنې ډزې دې نه کیږي، بلکې د تل پاتې سولې لپاره به په نورو اړخونو لکه تعلیم، صحت، صنعت، تجارت، جمهوریت د وسیلو منصفانه ویش او داسې نورو ته لارې هوارول وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG