لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دارطغرل ډرامې نه وروستو دعمران خان لخوا خلکو ته دترکي د ناول "دمېنې څلویښت اصول"د لوستلو وړاندیز


وزیراعظم عمران خان ځوان کول ددې کتاب لوستلو ته روانه میاشت رابللی اؤ د ترکیې دلیکوالې دکتاب عکس یې هم پخپل انسټاګرام خپور کړی دی.

دپاکستان وزیر اعظم عمران خان دهیواد ځوان کول ته د ترکیې د یوې لیکوالې میرمن الف شفق دکتاب "دمینې څلویښت اصول" لوستو وړاندیز کړی خو څېړونکي وایي ټولنه کې د زغم پیدا کولو لپاره به دنصاب کتابونو نه د کرکې مواد لرې کول پکار وي.

وزیراعظم عمران خان ځوان کول ددې کتاب لوستلو ته روانه میاشت رابللی اؤ د ترکیې دلیکوالې دکتاب عکس یې هم پخپل انسټاګرام خپور کړی دی.

عمران خان لیکلي دا کتاب دتصوف /صوفي ایزم لکه جلال الدین رومي اؤ دهغه دمرشد شمس تبریزي په هکله دی ، ما څو کاله وړاندې لوستی دی اؤ ژورې اغیزې یې راباندې کړي دي

دا په داسې مهال ده چې دملګرو ملتونو دبشري حقونو دفتر په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دخبریالانو اؤ دبشري حقونو دفعالینو پر وړاندې د تاؤ تریخوالي په زیاتیدو اؤ د زغم په کمیدو اندېښنه ښودلې ده.

شاعر لیکوال اؤ صحافي ښاغلی روښان یوسفزی وایي د وزیراعظم عمران خان لخوا کتاب ته د نوي کول رابلل یو د ستائنې عمل دی خو ټولنه کې چې رواداري څومره په چټکتیا سره کمیږي یا کمه شوې ده دهغې علتونو ته به ژوره کتنه پکار وي .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي روښان یوسفزي ویلي ددې دپاره چې خلکو کې رواداري پیدا شي .د اسکولونو اؤ مدرسو دنصابي کتابونو نه به دکرکې مواد ویستل وي ، یوازې د یو کتاب لوستلو ته خلک رابلل د ستونزې حل نه دی.

هغه وایي دالف شفق نه سلګونه کاله وړاندې پښتنو ، سندهیانو، بلوڅانو اؤ سرائیکیانو دتصوف شاعري کړې ده لکه د پښتنو رحمان بابا، حمید بابا اؤ تر دې چې تر یو حده خوشحال خټک هم .

هغه وویل حکومت له پکار دي چې دخپلو لیکوالو شاعري اؤ خیالات په درسي کتابونو کې شامل کړي.

لیکوال ،شاعر اؤ صحافي شمس مومند وایي وینا اؤ عمل چې کله خپلو کې سره متضاد وي نو په هغې خلک باور نه کوي.

وي او ای سره خبرو کې هغه ویلي نن چې په ټولنیز رسنیو د عمران خان دګوند فعالین د عدم برداشت کومې څرګندؤنه کوي دا یې هم د وزیراعظم نه ایزده کړي دي.

هغه وایي "دخلکو دسپکولو ترغیب خو پخپله عمران خان خپلو پیروکارو ته هغه وخت ورکولو چې کله هغه په کینټننر ولاړ ؤ اؤ ویل یې دپولیسو سره به دا چل کووم،سیاستدانانو سره به داسې کووم ،څوک به جیلونو کې اچووم اؤ څوک به په لارو کوڅو کې راکاږم"

شمس مومند وایي "دا خو هم هغه لهجه ده چې عمران خان خپلو ورکرانو ته ښودلې ده اؤ اوس ورته دکتاب دلارې اخلاقیات ښایي چې کتاب ولولئ اؤ ځان کې دا ، دا بدلون راولئ"

هغه زیاتوي دې کې شک نشته چې دعمران خان دې تجویز سره به کتاب سره دخلکو شوق پیدا شي خو په عمل کې هم باید عمران خان خپل ورکران دعدم برداشت پځائ مینې ته راوبولي.

له دې وړاندې هم وزیراعظم عمران خان د ترکیې په تاریخ د جوړې شوې یوې ډرامې ارطغرل د کتلو وړاندیز کړی ؤ چې په دغه ډرامه کې د خلافت عثمانیه یعني ترکیانو عکاسي شوې ده اؤ خارج په خصوصي‌توګه پاکستان اؤ اذربائیجان کې دا ډرامې خلکو ته ښودل شوي خو عرب هیوادونو پرې بندیز لګولی اؤ ددې ډرامي په ضد یې فتوې جاري کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG