لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي سیمو سره دانضمام نه وړاندې شوې ژمنې ولې پوره نه شوې؟


دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدو دوه کاله شوي دي او د انضمام په وخت ددغه سیمې خلقو سره د اساسي قانون لاندې ژمنه شوې وه چې راتلونکو لسو کالو کې به هر کال ددغې علاقې د پرمختګ لپاره سل اربه روپۍ ورکړی کیږي.

خو د مومند ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی نثاراحمد مومند وي او ای ډیوه ته ویلي کال ۲۰۱۹م کې پخوانۍ فاټا لپاره ۲۸ اربه روپۍ منظورې شوې خو فقط ۱۲ اربه روپۍ لګیدلې وې او ۲۰۲۰م کال کې ۴۹ اربه روپۍ منظورې شوې خو د مالي کال ړومبو شپږو میاشتو کې صرف اته اربه روپۍ لګیدلې دي

بل پلو ته د اطلاعاتو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړی مرستیال کامران خان بنګش وايي دپښتونخوا حکومتد خپلې برخې نه سیوا پیسې نوؤ ضم شوو ضلعو ته ورکړې دي خو د وفاق او نورو صوبو نه تر دې دمه مونږ ته څه نه دي راکړل شوي

هغه وایي مونږ وزیر اغظم سره هم دا مسله راوچته کړې ده.

تیر حکومت بیخي خپلو وروستیو ورځو اؤ‌ شپو کې یعنې مئ ۲۰۱۸م کې د فاټا خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو آیني ترمیم پارلیمان نه منظور کړی ؤ.

هر څو که هغه مهال ځینو سیاسي ګوندونو ددې انضمام مخالفت کولو خو اکثرو ګوندونو بیا ددې مرسته کوله نو ځکه پارلیمان نه ددې ترمیم منظورۍ کې کوم خاص خنډ پیدا نه شو.

آیني ترمیم کې د هاغې وخت فاټا خلقو سره د نور ژمنو تر څنګ یوه ژمنه دا هم شوې وه چې وفاق او صوبې به راروانو لسو کلونو کې هر کال ددغې سیمې د پرمختګ لپاره سل اربه روپۍ ورکوي.

بیا جولایي کال۲۰۱۸م کال کې ټولټاکنې وشوې او وفاق کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شو. خو نوي حکومت دریځ لرلو چې بجټ نګران حکومت جوړ کړی او دوي پکې زیات بدلون نه شي کولی.

خو بیا چې موجوده حکومت یو کال وروسته د کال ۲۰۱۹ اؤ ۲۰م کال بجټ وړاندې کړو نو هغې کې هم د پخوانۍ فاټا لپاره هاغه پیسې نه وې د کومو چې ژمنه شوې وه.

دې لړ کې مومند ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی نثار احمد مومند ډيوه ته وایي دې دواړه کلونو کې فاټا دخپلې برخې څخه بې برخې پاتې شوه.

هغه وایي دکال ۲۰۱۹ اؤ ۲۰م بجټ کې قبائیلي ضلعو لپاره اته ویشت اربه روپۍ منظورې شوې وې خو هغې کې صرف دولس اربه روپۍ مصرف شوې.

"د کال ۲۰۲۰ اؤ ۲۱م بجټ کې مونږ ته ویل شوي دي تاسو ته به یوکم پنځوس اربه روپۍ درکوو خو هغې کې د مالي کال ړومبیو دریوؤ میاشتو کې یوازې څلور اربه روپۍ مصرف شوي دي"

ښاغلی مومند وایي دسمبر کې چې دا نورې درې میاشتې هم پوره شي نو امکان دی چې نورې څلور اربه به مصرف شوې وي او په دې اندازه به ټولې اتلس اربه روپۍ مصرف شي.

هغه وایي مونږ صوبایي اسمبلۍ کې د خپلو کړمو لپاره غږ پورته کوو خو واکداران راته وایي زمونږ نه نه ده پاتې البته وفاق او نورو صوبو چې د پنګو ورکولو کومه ژمنه کړې وه هغه اوس سرته نه رسوي

بل اړخ ته د اطلاعاتو لپاره دصوبې د اعلا وزیر ځانګری مرستیال کامران خان بنګش وایي ټولې فاټا کې چرته هم یو کال کې د شلو اربو روپو نه زیات پرمختیایي کارونه نه دي شوي خو د پښتونخوا حکومت کال دوه زره نولسم کې د څلیریشت اربو روپو پروژې سرته ورسولې او ۲۰۲۰م کې د۳۸ اربو روپو پروژې روانې دي .

نوموړی وایي د مالي کال په ختمیدو به دا پنګې ۷۰ؤ اربو روپو ته ورسي.

کامران خان بنګش زیاته کړه"زه په ډاګه وایم چې د سلو اربو روپو ژمنه شوې وه، هغې کې مونږ ته هیڅ نه دي راکړل شوي"

دکامران بنګش په وینا "مونږ وفاقي حکومت او وزیراعظم سره بیا بیا دا معامله اوچته کړې ده. په دغه ۱۰۰ؤ اربو روپو کې چې د خیبرپښتونخوا د حکومت څومره برخه ده. مونږ پکې د هغې نه زیاتې اچولې دي. باید نورې صوبې دې هم خپله برخه واچوي. خو د پښتونخوا حکومت ذمه واري اخلي او مونږ هلته د پرمختیا عمل نه دی اودرولی"

خو دغو ضم شوو ضلعو سره تړاو لرونکي د اسمبلۍ غړي او عام خلق وایي د انضمام نه وړاندې چې دغلته د صحت، تعلیم او پرمختیا کوم صورتحال وو د دوه نیمو کلونو تیریدو باوجود هغې کې کوم بدلون په نظر نه راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG