لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: پاکستان کې د کال 2021 د پوليو لومړۍ پېښه په قلعه عبدالله کې مخې ته راغله


په پاکستان کې د روان کال 2021 د پوليو لومړۍ پېښه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې مالومه شوې ده، د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو يې تاييد کړی دی.

د پېښې په اړه د بلوچستان صوبې د پوليو د مخنيوي د پروګرام يو چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ ويلي، د قلعه عبدالله ضلعې د يونين کونسل ون د 28 مياشتو يو هلک په 27 جنورۍ معذوره شوی او بيا په پينځمه فرورۍ د هغه نه نمونې اخستل شوي او په هغې کې د پوليو وايرس تاييد شوي دي.

د ډیوه خبريال نعمت الله سره په خبرو کې ډاکټر کاکړ ویلي دا د بلوچستان او پاکستان د دې کال د پوليو لومړۍ پېښه ده.

ډاکټره دعوه کړې چې دغه ماشوم چې د پولیو ښکار شوی انکاري وو او زياته کړې يې ده په ياد کور کې د پينځه مياشتو يوه بله ماشومه هم ده او تراوسه هغې ته هم د پوليو ضد څاڅکو اجازه نه ده ورکړی شوې.

د سرکاري شمېرو ترمخه سږ کال د پوليو د دوېم ډول يوه پېښه په نوښار کې هم مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې تير کال د پوليو د لومړي ډول 84 او د دوهم ډول 134 پېښې رپورټ شوې وې.

په پاکستان کې تير کال د پولیو تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې چې شمېره يې 26 وه، په خېبرپښتونخوا او سیند کې 22، 22 او پنجاب کې 14 پېښې مخې رته راغلې وې.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس اوس هم شتون لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG