لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په چټکتيا سره ځنګلونو ختمېدو چاپېريال ته څه ګواښونه پېښ کړي؟


ټول هیواد کې د پسرلي د موسم د بوټو نالول پیل شوي او لاهور کې دغه شان یوې دستورې ته د وینا په وخت وزیراعظم عمران خان ویلي دي دده د واکمنۍ په مهال به ګرد هېواد کې لس اربه بوټي نال کیږي.

وایس آف امریکا ډیوه سره د ځنګلونو د ارزښت په اړه خبرو کې د پیښور پوهنتون د فارسټ کالج ډایریکټر ډاکټر انور علي ويلي د څیړنو تر مخه تیرو اویاو کالو کې د ځنګلونو د بې دریغه وهلو له امله تودوخې کې نیمه ډګري اضافه شوې ده.

هغه وايي چاپیریال داسې یو حقیقت دی چې منفي یا مثبتې اغیزې یې په یو هیواد یا منطقې نه بلکې په ټوله نړۍ وي. البته په یوې سیمې به یې کمې او په بله به یې زیاتې وي.

دنوموړي په وينا "د بده مرغه مونږ هاغو هیوادونو کې شامل یو په کومو چې دا اغیزې ډیرې دي. مونږ د نړۍ هاغو لسو هیوادونو کې شمیر یو کوم چې د چاپیریال د خیچن والي له امله زیات زیانمن دي"

هغه زياتوي" زمونږ د اقتصاد زیاته برخه کرکیلې سره تړلې ده. اوس دادی باران نیشته، غنم راټوکیدلي دي خو وده نه کوي. دغه راز د میوو د ګلونو وخت دی. چې باران نه وي نو میوې به نه وي. دې سره زمونږ نورې وسیلې هم تباه کیږي. زمونږ واورین ګلیشیر زیات تیزۍ سره ویلي کیږي"

ډاکټر انور علي زیاته کړه د پاکستان پنځو فیصدو شاوخوا زمکې باندې ځنګلونه دي او د نړیوال معیار مطابق باید دا د شلو نه تر پنځه ویشتو فیصدو پورې وي.

هغه وايي د خیبر پښتونخوا ۱۷ فیصده رقبې باندې ځنګلونه دي، دغه شان ګلګت بلتستان او کشمیرکې هم د ځنګلونو رقبه سیوا ده خو پنجاب او سندهه کې بیا ځنګلونه د نیشت برابر دي.

بل پلو ته د وزیراعظم د لسو اربو ونو کرلو د پروژې په هکله د خیبرپښتونخوا د ځنګلاتو د محکمې پراجیکټ ډایریکټر ریس خان وایي. دې پروژې کې به خیبرپښتونخوا یو ارب بوټي کري.

ډيوه سره خبرو کې هغه وويل په دې يو ارب بوټو کرلو به اوویشت اربه روپۍ لګښت راځي. نیمې پیسې به وفاق او نیمې به صوبه ورکوي.

"تردې وخته پورې مونږ دیرش کروړه بوټي یا خو قدرتي ځنګلونو کې نال کړي دي او یا مو ژغورلي دي"

نوموړى وایي تیر دوران کې هم د خیبرپښتونخوا حکومت د یو ارب بوټو لګولو پروژه کامیابۍ سره سرته رسولې ده خو ناقدانو دې پروژې کې د درغلیو تورونه لګولي وو او نیب د صوبایي حکومت خلاف د پلټنو امر کړى و.
د چاپیریال ساتنې نړیوالې ادارې وایي پاکستان د افغانستان نه د نړۍ دویم هاغه هیواد دی چرته چې تیزۍ سره ځنګلونه په ختمیدو دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG