لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: طالبان هره ورځ زما د وژلو هڅې کوي خو موږ غواړو دوی په غېږ کې ونیسو


واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني هغو اندېښنو ته چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه د وسلوالو د ځپلو وړتیا ونه لري په جواب کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د یواځیتوب خواته نه ځي.

صدر غني وایي "نړیوال ځواکونه په حیثیت او احترام سره ځي، تاسې زما او د صالح صاحب په تندي کې کوم تشویش ولید، راغلي وو په خیر او عزت ځي، افغانستان انزوا [یواځیتوب] ته نه ځي".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې د لوړو زدکړو په اړه یوې غونډې ته په وینا کې ولسمشر غني وویل طالبان تل د ده او د ده د لومړي مرستیال امرالله صالح د وژلو هڅه کوي خو وایي دوی طالبانو ته د پخلاینې لپاره غاړه ورکوي:

"طالبان هره ورځ غواړي ما و وژني، [امرالله] صالح صاحب ته یې څو واره ځانمرګي ور ولېږل خو د خدای فضل دی ژوندی دی، موږ غواړو دوی [طالبان] په غېږ کې ونیسو، د افغانستان د مینې په چوکاټ کې دوی راولو چې بیرته دا وطن ومني او د ابادۍ فکر وکړي".

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني دې دعوې ته څه جواب نه دی ویلی چې ګواکې د ده د وژلو هڅې کوي، خو د امرالله صالح پر دفتر د 2020م کال په برید کې یې لاس لرل رد کړي وو.

ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو مصروف دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، امریکایي ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د نوي کابل پوځي کېمپ افغان ځواکونو ته سپارلی دی. وزارت پخپل یوه بیان کې ویلي چې د دې کېمپ د ور سپارلو په مراسمو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي مشر جنرل سکاټ میلر هم ګډون کړی دی.

د دغو مراسمو په مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله وردګ ویلي، د بهرنیو ځواکونو له ور پاته مرکزونو او وسایلو به موثره ګټه اخلي:

"نور به زموږ ځواکونه د پوځي اډو له کمښت سره مخ نه وي".

د افغانستان دفاع وزارت وایي، جنرل سکاټ میلر د نوي کابل کېمپ د ور سپارلو په مراسمو کې له افغان ځواکونو سره د مالي او د وسلو په برخه کې د مرستې پر دوام ټینګار کړی دی.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کانګرس یوې کمېټۍ ته ویلي، چې کېدای شي له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي خو په دې اړه یې تفصیل نه دی ورکړی.

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې لویډ آسټن ویلي، د دفاع وزارت له خوا په وړاندیز شوي 715 اربه ډالره بجټ کې به د پوځ د وړتیاوو د زیاتولو لپاره هم پیسې شاملوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له خوا پر امریکې د بریدونو مخه ونیسي.

د افغان او امریکایي چارواکو د دغو څرګندونو په وخت هم د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې خبرونه ورکول کېږي چې دواړه غاړې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې دعوې کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG