لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور افغان لیکوال او لرغونپوه پوهاند رسول باوري له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ـــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال، د ګڼ شمېر کتابونو لیکوال او لرغونپوه پوهاند محمد رسول باوري د کورونا ناروغۍ له کبله د 64 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلی باوري له تېرو څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر وو او نن سهار د شنبې- خالي په ورځ‌ د جون پر 12مه وفات شو.

پوهاند رسول باوري د کابل پوهنتون په ګډون په خوست پوهنتون او له هېواده بهر هم په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په څانګه کې د استادۍ دنده تر سره کړې ده. نوموړي په تاریخ کې ماسټري کړې وه.

نوموړي د افغانستان د لرغونپوهنې په برخه کې ډېر کار کړی چې تر اوسه یې په دې برخه کې تر لسو زیات پښتو او دري آثار چاپ شوي او په لسګونو مقالې یې خپرې شوې دي. د افغانستان د علومو اکېډمۍ د پوهاند باوري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې:

"پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري، دده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده".

ښاغلی رسول باوري د ولسمشر اشرف غني د تېر حکومت په مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او بیا سرپرست وزیر هم پاته شوی. د دې وزارت د کلتور او هنر مرستیال هارون حکیمي د پوهاند باوري مړینه د ټول افغان ملت غمیزه بللې:

"استاد تر نیمه پېړۍ زیات عُمر د ښوونې، لیکنې او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د نسلونو د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمې پېړۍ ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره درلود، چي نن د یوې سختي ناروغۍ له امله راڅخه بېل سو".

د پوهاند باوري د ځینو کتابونو نومونه په دې ډول دي. «لرغونپوهنه»، «لرغونی افغانستان»، «د لرغونپیژندنې اصول او څېړنه»، «د منځني ختیځ لرغونپېژندنه»، «په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه» او «زموږ لرغونپوهنه». دا وروستی کتاب یې څو کاله مخکې د کوټې پښتو اکېډمۍ چاپ کړی وو.

ښاغلي باوري د پښتو او دري تر څنګ په انګرېزي او هالېنډي (ډچ) ژبه هم څو کتابونه لیکلي دي، چې Outline of Archaeology in Afghanistan یې په انګرېزي او Samenwerken in Drenthe یې د ډچ ژبې کتاب دی.

پوهاند باوري په 1957م کال کې د افغانستان د روزګان ولایت په دهراوت ولسوالۍ کې زوکړی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG