لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی د افغانستان په اړه: پاکستان ته وایو کاڼي ولې لاس تر شا نیسې


واشنګټن ـــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی پر طالبانو او افغان حکومت له جګړې د لاس اخیستو او سولې ته د رسېدو ږغ وکړ او له پاکستانه یې په افغانستان کې د لاسوهنې د بندولو غوښتنه وکړه.

د شنبې- خالي په ورځ د بلوچستان په زیارت سیمې کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ښاغلي اڅکزي وویل، په افغانستان کې به جګړه هله ختمېږي چې د نړۍ هېوادونه د دې هېواد خپلواکي ومني:

"پاکستان ته وایو لکه بېکاره کوشنی کاڼي ولې لاس تر شا نیسې [لاسوهنه کوې] دا بد کار دی، دا د تاریخ د علم خبره ده چې کوم ملکونه د نورو ملکونو ازادي قبضه کوي او د نیولو کوشش یې کوي هغو خپله بایللې ده".

افغان حکومت هم تل تور پورې کوي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

د پښتونخوا ګوند مشر له ایران، پاکستان، ترکمنستان، اذربایجان، ازبکستان، روس او چینه وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي. وایي د زرګونو روسانو او امریکایانو په ګډون د هر هېواد پوځیان په دې هېواد کې مړه شول خو هیچا ګټه ونه کړه:

"له ایټم بمه ماسېوا بل داسې شی نه شته چې په افغانستان کې نه شو استعمال، ټول جهان راغی وجنګېد، هر یوه تر خپله وسه جهازونه، ټېنکونه، روپۍ او توپک استعمال کړل، [اوس] ټول ځله وغورځېدل [ووتل] افغانان خواران یې پرېښوول او دغه [پاکستان] ورته شروع دی ډنډې یې ورته نیولې دي".

محمود خان اڅکزي د طالبانو پر مشرانو ملا عبدالغني برادر او ملا فاضل- چې په ګوانتانامو زندان کې بندي وو- او پر افغان ولسمشر اشرف غني ږغ وکړ، چې نور له جګړې او د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي:

"جنګ به تر څو کوئ، ملا برادره خدای ته وګوره ته چې کوم سپاهي وژنې دا ستا ورور دی، دی تا وژني ته د ده ورور یې، جنګي خلک به سره مړه کړئ پر میدان به چغلان پاته شي هم به افغانستان ولاړ شي هم به یې استقلال ولاړ شي هم به دا ګرده وطن اور واخلي".

په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو له خوا د تشدد وروستیو پېښو ته په اشارې د عوامي نېشنل ګوند ناروغه مشر اسفندیار ولي خان هم دا لړۍ د سیمې د هېوادونو په زیان بللې او د ډزبندۍ غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي اسفندیار د جون پر درېیمه په خپل ټویټر باندې لیکلي وو "په افغانستان کې د وينې تويولو زيان به يواځې تر افغانستانه محدود نه پاتې کېږي. د پاکستان په شمول ټول قوتونه که خپل کردار ادا نه کړي نو دا انسان وژنه به نوره هم زياته شي".

محمود خان اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان د مذهبي ګوندونو غوندې جمهوري سیاست پیل کړي او د انتخاباتو له لارې واک تر لاسه کړي:

"مهرباني وکړئ د شپږو میاشتو لپاره دغه [منځمهالې دوره] اعلان کړئ د انتخاباتو اعلان وکړئ، مولانا فضل الرحمن ووټونه کوي، د سمیع الحق زوی یې کوي، مولانا نوراني یې کوي، تاسې [طالبان] خو پر خلکو ګران یاست ووټونه به درکړي".

محمود خان اڅکزي د پاکستان سیاسي حالاتو ته په کتو وویل، چې دا هېواد د خپلو "بدعملیو" له کبله د تباهۍ حالت ته رسېدلی دی. وایي د پاکستان هیڅ یوه اداره باید له آیینه سرغړونه ونه کړي،‌ وایي که داسې نه وي نو بیا به پاکستان ډیموکرېټک مومنټ (پي ډي ایم) مجبوره وي چې د ولس په زور یو سوله ییز انقلاب راولي.

ښاغلي اڅکزي د قومي اسمبلۍ د بندي غړي علي وزیر قید "حبسِ بېجا" وباله او ویې ویل چې د پاکستان د آیین له مخې هر چاته د وینا ازادي ده، وایي که څه جرم یې کړی وي عدالت دې سزا ورکړي او که بېځایه په بند کې وساتل شي نو دوی به یې په ضد احتجاجي تحریک پیل کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG