لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا محصلین:زمونږ ړنګې تعلیمي ادارې لا نه دي جوړې،بیا افغانستان کې جنګ مه غواړئ


د پیښور زرعي پوهنتون زده کونکو دافغانستان په خرابیدونکیو حالاتو اندیښنه ښودلې ده اؤ وایي که ګاونډي هیواد کې حالات نور هم خراب شول نو ددې منفي اغیزې به په ټوله منطقه کیږي.

پیښور پریس کلب کې خبري غونډې ته د وینا په وخت د یاد پوهنتون زده کوونکو وویل تیرو وختونو کې هم د پښتنې سیمې تعلیمي ادارې په نخښه کړی شوې اوس هم ړنګې پرتې دي.

پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن صدر اچک اچکزی وایس اف امریکا ډیوه ته وایي که افغانستان کې وضعه خرابه شوه نو زده کونکي به زیات اغیزمن وي.

"که حالات خراب شول نو د قام دمسقبل سترګې به چاته وي؟ دا به زده کونکي وي. دوئ ته مونږ دا پیغام ورکول غواړو چې مونږ دلته د پاکستان نه د سولې خبره کوو نو د پښتون وطن لپاره یې کوو"

نوموړي زیاته کړه "که دا اور هلته بلیږي نو ضروري نه ده چې زه دې د یو زده کونکي په حیث خبره وکړم. د افغانستان مستقبل د زده کونکیو لاسو کې دی. دې حالاتو کې د زده کونکي کردار ډیر مهم دی"

اچک وویل سیمه کې د سولې د ټیڼګښت لپاره به زده کونکي خپل دغه مثبت کردار ته دوام ورکوي.

دغه زده کونکیو د نړیوالو تر څنګ په سیمه ایزو او د افغانستان دننه په ټولو خواو غږ وکړو چې افغانستان کې دې د سولې لپاره ګامونه نور هم ګړندي کړي.

دغه راز د یاد تنظیم عمومي سکتر منصور زیب وایي زده کوړنکیو مدام د آمرانو د غیر جمهوري فیصلو مخالفت کړی دی. اوس به هم د سولې لپاره غږ پورته کوو.

دهغه په وینا "زده کونکیو هروخت د هر خارجي او داخلي جابر واکدار خلاف غږ پورته کړی دی. مونږ د ایوب خان، ضیا الحق او پرویز مشرف مخالفت کړی دی. مونږ د حکومتي چارواکیو او خپل ریاست نه غوښتنه کوو چې د ګاونډي په حیث دا زمونږ فرض جوړیږي چې افغانستان کې د روغې جوړې او سولې خبره وکړو"

دغو زده کونکیو ټینګار وکړو چې د افغانانو تر مینځه دې د خبرو اترو لړۍ زر تر زره شروع کړی شي. خو ددې نه وړاندې باید ټولې خواوې اوربند اعلان کړي.

دوئ دا غوښتنه هم کوله چې د افغانستان او پاکستان تر مینځه دې ټولې تجارتي لیارې پرانیستل شي، تر څو کومې سیمې کې د خوراکي توکیو کموت رامینځ ته نه شي.

په دې وروستیو کې چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ،افغانستان کې ورسره دجګړو اؤ بریدونو لړۍ غځیدلې اؤ پاکستاني چارواکي اندېښنې ښایي چې دغه هیواد کې وضعیت دخانه جنګۍ په لوري تللی شي.

خو ورسره سم دپاکستان چارواکي دا هم وایي چې که داځل افغانستان کې خانه جنګي پیل شوه نو پاکستان به خپلې پولې دافغان کډوالو پرمخ وتړي اؤ دپولو ترڅنګ به هغوئ ته کمپونه جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG