لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: طالبانو د 29 ولایتونو په 116 ولسوالیو کې 260 تاسیسات زیانمن کړي


واشنګټن ـــ افغان چارواکي وایي طالبانو چې په تېره یوه میاشت کې کومې ولسوالۍ نیولې دي هلته یې سرکاري ودانۍ په بشپړه توګه تباه کړې او چور کړې دي او خلکو ته سرکاري خدمتونه نه رسېږي چې وایي له کبله یې پینځوس زره حکومتي کارکوونکي اغېزمن شوي دي. طالبانو د حکومت دا دعوې رد کړې دي او وایي د دوی په نیول شویو سیمو کې هر څه سم روان دي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي یا سېول خدمتونو ازاد کمېشن د هغو سیمو ارزونه کړې چې په تېرو څو اوونیو کې طالبانو ورباندې بریدونه کړي او نیولې یې دي.

د دې ادارې مشر نادر نادري د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې طالبانو د هېواد د 29 ولایتونو په 116 ولسوالیو کې 260 سرکاري ودانۍ او دفترونه په بشپړه یا برسېرنه توګه زیانمن کړي دي:

"د دغه هېواد 260 تعمیرونه د عام وګړي ملکیت دی چې ویجاړ شوي، تخریب شوي یا سوځول شوي دي، که یې و ارزوو چې څومره پیسې به کېږي لږ تر لږه ارزښت یې 500 میلینه ډالره کېږي".

نادر نادري وویل چې د دغو سرکاري ودانیو او دفترونو له ویجاړۍ سره هغه اوس په بشپړه توګه له کاره لوېدلې دي او په دغو سیمو کې خلکو ته ملکي کارونه او خدمتونه نه رسېږي.

ښاغلي نادري په دغو تباه شویو سرکاري دفترونو کې د زراعت او تعلیم ودانۍ هم یادې کړې چې وایي عامو خلکو ته کار کوي خو طالبانو تباه کړې او چور کړې دي:

"په 18 ولسوالیو کې له اویا نه تر نیوي فیصده چور او غارت شوی دی او په 14 ولسوالیو کې تر شپېته فیصده پورې تاسیسات غارت شوي او چور شوې دي، په 35 ولسوالیو کې تقریباً 50 فیصده عامه ادارې چور شوې دي".

طالبان په خپلو نیول شویو ولسوالیو کې د ولسي خدمتونو ودانیو ته د زیان اړولو او چور کولو دعوې په کلکه ردوي خو پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر داسې وېډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ودانۍ تخریب شوې، ویجاړې شوې او چور کېږي.

نادر نادري وایي دغه سرکاري ودانۍ او عامه تاسیسات که هر چا زیانمن کړي او چور کړي وي موقع ورته طالبانو برابره کړې چې دوی یې ذمه وار دي او باید افغانانو ته جواب ورکړي.

نوموړی وایي 4,000 سرکاري ملازمین له خپلو سیمو د ولایتونو مرکزونو ته د طالبانو له ډار او خطره تللي او هلته یې پناه اخیستې ده:

"دغو فعالیتونو او جنګونو له بده مرغه 13 میلینه افغانان له سرکاري او عامه خدمتونو محروم کړي دي، خصوصاً پرمختیایي کارونه یې ډېر اغېزمن کړي دي، د اوبو رسولو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د دېوالونو، د نویو سکولو، سړکونو او د وچکالۍ له کبله د ژورو څاه ګانو کارونه او روغتیایي خدمتونه ځنډېدلي دي".

نادر نادري وویل یواځې په شمالي ولایت تخار کې د طالبانو د بریدونو له کبله 112 پرمختیایي پروژې په ټپه درېدلې دي چې د افغانستان د روان مالي کال په بودیجه (فنډ) کې پلان شوې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه- زیارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ملکي اصلاحاتو او ولسي خدمتونو د ادارې دعوې د دوی په ضد "پروپیګنډه" بللې او دعوه کوي چې د دوی په نیول شویو ولسوالیو کې ولسي ودانیو ته زیان نه دی اړول شوی او نه پرمختیایي کارونه درول شوي دي:

"په ټولو 193 نویو مفتوحه ولسوالیو کې ډاډمن امنیت ټينګ ده، په هيڅ ځای کې بیت المال یا د خلکو شخصي اموال نه چور شوي نه ضایع شوي او زیان ورته رسیدلی دی، د صحت، تعلیم، زراعت، عمراني کارونو او پروژو د تطبیق مخه هيڅ ځای نده نیول شوي".

افغان حکومت په داسې وخت کې د طالبانو له خوا په نیول شویو ولسوالیو کې سرکاري او ولسي ودانیو ته د زیان رسېدو ارزونه کړې چې لا هم په دې هېواد کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او طالبان هره ورځ د نویو ولسوالیو د نیولو دعوې کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG