لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله د قطر ناستې ته: نړۍ دې طالبانو ته د سولې په اړه څرګند پیغام ورکړي


کابل+واشنګټن ـــ قطر به د افغان سولې او امنیت په اړه درې ورځې د لویو غونډو کوربه وي، چې لومړۍ غونډه یې د افغانستان د همکارو هېوادونو د ځانګړو استازو خبرو ته ځانګړې شوې وه.

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی هم په دغو غونډو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی او نن یې د یو شمېر هغو هېوادونو له استازو سره لیدلي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې دخیل دي.

دغه استازو په افغانستان کې پر روانو حالاتو او د جګړې پر شدت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د سمدستي بندېدو او ډزبندۍ تر څنګ یې د سولې د خبرو پر تېزېدو او په افغانستان کې د یو داسې حکومت غوښتنه کړې چې ټول اړخونه پکې برخه ولري.

ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد، امریکې، برتانیې، روس، چین، پاکستان،‌ اربکستان او قطر له استازو سره په غونډه کې یې هغوی ته ویلي، "له نړیوالې ټولنې مې وغوښتل په افغانستان کې د مخکیني انساني بحران په اړه دې بې پروا نه پاتېږي او طالبانو ته دې د سولې په اړه څرګند پیغام ورکړي".

قطر ته ورغلی افغان پلاوی به د اګست پر 11مه ټرایکا پلس د غړو هېوادونو له استازو سره هم د افغان سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړي.

دا غونډې په داسې حال کې جوړيږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او امریکايي جنګي الوتکې هم په طالبانو هوايي بريدونه کوي.

ډاکټر عبدالله وایي څو ورځې مخکې یې هم په قطر کې له طالبانو سره 48 ګنټې خبرې وکړې او دواړه پر دې سلا شول چې د سولې خبرې به تېزوي او یوه سیاسي حل ته به رسېږي، خو وایي طالبانو له هغې هوکړې سرغړونه وکړه او خپلې حملې یې زیاتې کړې او تر ښارونو یې وغزولې.

ډاکټر عبدالله وایي د نننۍ غونډې ګډونوالو ته یې پخپله وینا کې وویل چې په روانه جګړه کې بېساری انساني بحران پېښ شوی، په لکونو کسان د جګړې له کبله بې کوره شوي، زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او وایي طالبانو جنګي جرمونه کړي دي:

"له جیشِ محمد تر لښکرِ طیبه پورې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو له دایمي موجودیت سره سره زرګونه ترهګر افغانستان ته راغلي او زموږ د خلکو په ضد جنګېږي".

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي په قطر کې "د دې ناستې هدف په اړوندو برخه کې د افکارو بدلون، د سولې چټکتیا او د تاوتریخوالي ودریدل دي."

ډاکټر عبدالله وایي په نننۍ غونډه کې یې له طالبانو وغوښتل چې د روغې جوړې او سیاسي حل لپاره خپل پلان پر مېز وړاندې کړي او د سولې په خبرو کې منځګړي ومني. طالبانو تر اوسه د دې ناستې او د ډاکټر عبدالله د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا، چین او روس د ټرایکا اصلي غړي دي او ټاکل شوې په دې غونډه کې د پاکستان او قطر استازي هم ګډون لري. د ټرایکا په غونډه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغان سولې په بهیر کې د شته خنډونو په اړه خبرې وکړي او بیا به د طالبانو له مشرانو سره شریکې شي.

افغان سیاسي شنونکی احمد یوسفزی وایي، دا ډول ناستې د سولې پر بهیر مثبت تاثیر لرلی شي او وایي د جګړې په دې حالت کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري:

"حکومت ته اوس په کار ده چې د یادو هیوادونو له استازو سره له فرصت نه په استفادې خبرې وکړي، د افغانستان اندېښنې ورسره شریکې کړي ځکه د پاکستان په ګډون نور هیوادونه کولای شي د افغانستان سولې او جګړې په برخه کې همکاري وکړي چې روان حالات سم لور ته لاړ شي."

په دوحه کې د افغان سولې بهیر په اړه دا غونډې په داسې وخت کې کېږي چې د نیمروز او جوزجان ولایتونو د مرکزي ښارونو تر نیولو وروسته طالبانو له تېرې شپې راهیسې د سرپل، تخار، کندز او فراه پر ښارونو پراخ ډله ییز بریدونه پیل کړي او دا ډله ادعا کوي چې د څلورواړو ولایتونو مرکزونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

افغان حکومت مني چې طالبان دغو ښارونو ته دننه شوي، خو وایي یاد ښارونه په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته نه دي لوېدلي او طالبان هلته د مېشتو امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG