لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وروستۍ یوه میاشت کې د ډالر په مقابله کې افغانیو خپل ارزښت بایللی


په وروستۍ یوه میاشت کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت بایللی او په اوس وخت کې یو امریکایئ ډالر په 84 افغانۍ خرڅیږي په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې یو امریکایئ ډالر په 78 افغانۍ خرڅیده، چې په دغه موده کې افغانۍ د یو ډالر په پر وړاندې 6 افغانۍ لویدیلي ده.

همدا ډول افغانۍ د یورو، پاکستانۍ کلدارو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د خوست ولایت یو تن صراف انعام الله د تیرې یوې میاشتې راپدې خوا د ځینو بهرنیو اسعارو په په مقابل کې د افغانیو د تفاوت په اړه وایي:

" موجوده وخت کې یو یورو 97 افغانۍ ده خو میاشت مخکې 94 افغانۍ وه، چې د یورو په مقابل کې 3 افغانۍ خپل ارزښت بایللی دی، یو امریکایئ ډالر په 84 افغانۍ خرڅیږي حال دا چې میاشت یو امریکایئ ډالر په 78 افغانۍ خرڅیده او د ډالر په مقابل کې 6 افغانۍ خپل ارزشت له لاسه ورکړی دی، 1000 پاکستانۍ کلدارې په 513 افغانۍ تبادله کیږي او میاشت مخکې په 494 افغانۍ تبادله کیدې چې افغانۍ د کلدارو په مقابل کې 19 افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی "

صرافان په هیواد کې جنګ جګړې، ډالرو ته ډیره تقاضه او افغانیو ته د خلکو کمه تقاضه د دې لامل ګڼي چې افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د خوست یو تن صراف روزي خان د هیواد حالاتو ته په کتو وایي چې بې کاري، ډالرو ته د خلکو ډیره تقاضه هغه څه بولي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

" حالاتو ته په کتو افغانۍ د تیر په نسبت باندې ډیر تغیر کړی دی او خپل ارزښت یې له لاسه ورکړی دی. چې له ټولو نه لوی لامل یې روان جنګ دی کاروبار نشته د خلکو تقاضه افغانیو ته کمه شوي ده او هر څوک دا کوشش کوي چې افغانۍ په ډالرو تبادله کړي، چیرته حالت سم شي جنګ ختم شي نو د خلکو تقاضه افغانیو ته ډیریږي، د افغانیو چلښت هم زیاتیږي چې پدې سره به دافغانیو ارزښت هم لوړ شي"

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو لویدلو خلک اندیښمن کړي دي او زیاتوي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیو ښکته کیدل د دې سبب ګرځیدلی چې د بازار پر نرخونو یې هم اغېزه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG