لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وبا:دپښتونخوا اتوؤ ضلعو کې دسورلو په ګاډو بندیز ولګول شو


په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وبا دڅلورمي څپې په مهال په يادې ناروغۍ کې دچټکتیا له امله د خېبر پښتونخوا حکومت دسر ښار پېښور په شمول د اتوؤ ضلعو ترمنځه د سورلو په ګاډو د 12م سپتمبر پورې بندېز لګولی چې مقصد يې د کرونا وايرس مخنيوی کول دي۔

د حکومت لخوا دا پريکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دتېر يو شواروز په مهال په صوبه کې د کرونا وايرس څخه 28 تنان مړه شوي او 485 تنانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی۔

بلخوا د سورلو د ګاډو اتحاديي د حکومت دغه پريکړه د دوئ د روزګار پرضد بللې او وايي چې دې سره به يې په ورځني معاش زیاتې بدې اغېزې وشي۔

د کرونا وايرس مخنيوي لپاره د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د نورو بنديزونو ترڅنګ د صوبې دهغه اتوؤ ضلعو ترمنځه دسورلو ګاډو يا پبلک ټرانسپورټ په تګ راتګ بندیز لګولی چېرته چې د ددې وايرس دمثبتو پېښو کچه سېوا ده۔

د خېبر پښتونخوا د ټرانسپورټ څانګې ډايريکټر فهد اکرام قاضي ميډيا ته ويلي چې صوبايي حکومت د سورلو په ګاډو د ضلعو ترمنځه بندېز دکرونا دڅار د وفاقي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر د فېصلې ترمخه لګولی چې مقصد يي د کرونا وايرس مخنيوی کول دي۔

" په خېبر پښتونخوا کې اته ضلعې چې پکې پېښور، صوابۍ، ملاکنډ، سوات، هري پور، ایبټ اباد، مانسهره او ډي ايي خان شامل دي، په دې ټولو ضلعو کې د څلورم سپتمبر نه تر 12 سپتمبر پورې ټول د سورولو ګاډو باندې به بندېز وي او د دې مطلب دا دی چې دغې ښارنو څخه به نه د سورلو ګاډي بهر وځي او نه به دې ښارونو ته د بل کوم يو ښار نه د سورلو ګاډي راتګ کوي "

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا دجاري شويو شمېرو ترمخه تېر يو شوا روز کې دصوبې دننه د کرونا وايرس څخه 28 تنان مړه شوي او 485 نورو تنانو ته د دې وايرس د ورپورې پخلی شوی دی۔

شمېرې ښايي د صوبې په کچه په مجموعي توګه د کرونا وايرس له امله 5069 تنانو ژوند د لاسه ورکړي او يو لک، 64 زره او 162 تنان په دې رنځ اخته شوي دي۔

د پېښور خېبر ميډيکل پوهنتون مشر پروفيسر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وويل چې په ټولنه کې د کرونا وايرس هندي ډوله نمونې تېزۍ سره خورېږي،

هغه وايي د سورلو په ګاډون بنديز سره تر ډيره حده د دغې وايرس خورېدو مخنيوی کېدی شي۔

" که دسورلو ګاډي چلېږي نو خلک به د يو ښار نه بل ښار ته تګ راتګ کوي نو چې کوم هندي ډول کرونا وايرس دي چې ډېر تېزۍ سره خورېږي هغه به ټول خېبر پښتونخوا کې خور شي او بيا به په هسپتالونو کې ځائ موندل ګران شي"

نوموړی زیاتوي "دې دوران کې زيات نه زياتو خلکو ته پکار دي چې وېکسين ولګوي، ويکسينېشن ددې حل دی، بل څه حل د دې نيشته چې مونږ واپس خپل ژوند ته پرې راشو"

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې د سورلو د ګاډو د اتحاديې مشر خان محمد د حکومت دغه ګام د خپل روزګار پرضد بولي، هغه وايي چې د بنديز لګولو سره به يې کاروبار ډيراغېزمن شي۔

" ایس او پيز چې دوئ مونږ ته کوم راکړي وؤ ،مونږ پرې مکمل عمل کړی، د دوئ خپل د بي ار ټي حواله به زه درکړم چې په هغې کې نزدې 150 فيصده سورلۍ دوی کښینوي په هغې کې کرونا وايرس نيشته دی، او مونږه دا وايو چې زمونږه په ګاډو کې خو محدودې سورلۍ وي او په هغې کې هم مونږ د دوئ په وینا سورلۍ کمې کړې وې او اېس او پيز هم عملي وؤ او بيا هم تاسو لاک ډاون (بندېز) لګوئ نو غريب سړی پکې متاثره شو"

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس نه دتېرو 24 ساعتو په مهال 79 تنان مړه شوي او 3980 تنانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی،

شمېرې ښايي د هېواد په کچه د کرونا وايرس تر دې دمه 26114 تنان مړه شوي 11 لکه 75زره او 558 تنان ناروغه شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG