لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلیک لوست نړیواله ورځ:پاکستان کې اوؤ کالو نه دلوستې کچه بره نه ده ختلې


د نړۍ دنورو ملکونو په څېر نن په پاکستان کې هم د لیک لوست نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د شمېرو ترمخه د هېواد په کچه د کال 2014 نه راپدېخوا د لوستې 60 فيصدي کچه کې څه هم زياتوالی نه دې راغلی.

دتعليمي چارو پوهان وايي چې په ټولنه کې د لیک لوست کچه کې د کمي لويې علتونه دسکولونو کمه شمیره، په زياتره تعليمي ادارو کې د اساسي اسانتياؤ نيشوالی او په سرکاري سکلولونو د خلکو بې باوري ده۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د سکولونو څخه بهر ماشومانو ته د تعليم ورکولو لپاره په 120 سکولونو کې د دوه وخته زده کړو ورکولو پروګرام پېل کړی دی او ويلي یې دي چې د روان تعليمي کال په مهال به 8 لکه نور ماشومان په سکولونو کې داخلولی شي۔

د لیک لوست په هکله په خېبر پښتونخوا کې دبشري حقونو او دتعليم د پرمختګ له پاره کار کوونکي وايي چې حکومت خو د تعليم او خواندګۍ لپاره هر کال سيکمونه شروع کوي خو په هغې کې زياتره په نېمایي کې پاتې شي او پنګې په بشپړ ډول مصرف نه کړل شي چې له امله يې د لیک لوست کچه له هم تیټه پاتې ده۔

وي او ای ډېوه سره دخبرو په مهال په پېښور کې ميشت د بشري حقونو فعال او د بليو وينز نومې غېر دولتې ادارې مشر قمر نسيم وایي" چې کومه د پاکستان ټولنیز ژوند تېرولو دمعیارونو د اندازې لګولو سروی ده د 2019-20 هغه يوه خطرناکه شمېره ورکوي چې زمونږه د 2014-15 نه تر 2019-20 پورې د خواندګۍ شرحه کې هیڅ فرق نه دی راغلی او دا په 60 فيصد ولاړه ده"

دهغه په وینا اکنامک سروی اف پاکستان 2020-21 کې دا هم ویل شوي وؤ چې د خواندګۍ او تعليم حوالې سره په په پنګو بیلولو کې څه کم 29 فيصده کمی راغلی دی

نوموړي زياته کړه په ټولنه کې د سړو په پرتله د ميرمنې ډيجيټل الاتو لکه موبائل فونز، انټرنټ او کمپيوټر ته لاس رسی کم دی چې له امله يې د کرونا وبا په مهال هغوئ ته تعليم ترلاسه کولو او پوهه سېوا کولو کې مشکل مخې ته راغلی۔

د يادې ادراي دلخوا جاري شويو شمېرو ترمخه په پاکستان کې د 81 فيصده سړو په مقابله کې يوازې 50 فيصده مېرمنې د خپل موبائل فونز مالکانې دي۔

دغه شمېرې ښايي چې د هېواد په کچه د 49 فيصدي نه کمې مېرمنې د انټرنټ کارولو توان لري۔

د تعليم د پر مختګ له پاره کار کوونکی عمر اورکزي وي او ای ډيوه ته وويل چې په ټولنه کې د لیک لوست او تعليم کچه ځکه ټيټه پاتې شوې چې ماشومانو ته د تعليم ورکولو له پاره هغه اسانۍ نه دي ورکړل شوي کومي چې پکار دي۔

"دپاکستان په کچه د ټولو نه لويه ستونزه دا ده چې مونږ سره کره شمېرې نيشته د زده کوونکو او نورو سهولتونو په اړه،ماشومانو ته سکولونو ته تللو کې لويه مسله ده،مونږ سره 80 فيصده پرايمري سکولونه دي او دا نور بيا مډل او هايي سکولونه دي نو مونږ سره د لوړو زده کړو د پاره دسکولونو هم کمی دی"

دهغه په وینا پښتنه ټولنه کې خلکو سره معياري تعليم نيشته او د مور پلار او د زده کوونکو دسرکاري سکولونو نه باور هم ختم شوی دی چې دا به دهغوئ اولاد ته سم تعليم ورنکړي

هغه وایي دلته دسکولونو دننه ماشومانو ته اسانۍ بیخي ډيرې کمې دي ،تر دې چې په ځېنو سکولونو کې تشنابونه اؤ یا د څښلو اوبه هم نه وي .

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په 120 سکولونو کې چې پکې 44 د جينکو سکولونه هم شامل دي د ماشومانو له پاره په دوؤ بیلابیلو وختونو کې د تعليم ورکولو لړۍ پېل کړې ده چې مقصد يي د سکولو نه دبهر ماشومانو په تعداد قابو موندل دي۔

د دې ترڅنګ د تعليم محکمې د صوبې په کچه د داخلې مهم هم شروع کړی دی او د چارواکو ترمخه په دغه کمپین کې به اتوؤ لکه ماشومانو ته په سکولونو کې د داخلو ورکولو هدف پوره کولی شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG