لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسد عمر: پاکستان کې جمهوریت شته. څېړونکي: پاکستان کې مصنوعي جمهوریت دی


پېښور ـــ د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر په اسلام اباد کې د جمهوریت د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې یوې دستورې ته د وینا په وخت ویلي چې په پاکستان کې د بنیادي جمهوریت ډانچه یا نظام موجود دی او د هماغې په ذریعه دلته ټاکنې کیږي.

اسد عمر ویلي دي په 2013م کال کې دلته خلکو په ړومبي ځل ولیدل چې د ملکي واکدارانو نه واک نورو ملکي واکدارانو ته په سوله ییزه توګه منتقل شو.

د وفاقي وزیر ددې بیان پحقله چې وي او اې ډیوه د پېښور پوهنتون د ایریا سټډي سنټر پخواني ډایریکټر ډاکټر سرفراز خان سره خبرې وکړې نو هغه وویل دا وخت په پاکستان کې د حقیقي جمهوریت په ځای هایبریډ یا مصنوعي جمهوریت دی:

"پاکستان کې مکمل جمهوریت نه شته بلکې هایبریډ جمهوریت دی چې د ټګۍ په ذریعه حکومت جوړ شي، بیا دغه حکومت فیصلې نه شي کولای".

ډاکټر سرفراز خان وایي له هند پرته د پاکستان په ټولو ګاونډیو هیوادونو کې جمهوریت نه شته. وایي په چین کې هیڅ قسمه بشري حقونه نه شته. په افغانستان او ایران کې هم جمهوري ادارې کمزورې دي.

ډاکټر سرفراز زیاتوي په ایران، افغانستان او چین کې د کمزوزي یا قوي جمهوریت اغیزې که په پاکستان وي نو د هند د حالاتو اثر په پاکستان ځکه زیات وي چې دواړه په روایتي توګه حریفان دي. وایي همدغه وجه ده چې پاکستان له تېرو اتو لسو کالو نه د مصنوعي جمهوریت پلو روان دی.

بل پلو ته د پیښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو انسټیټیوټ استاد پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وایي جمهوریت د ناڅاپي عمل نوم نه دی بلکې دا د وخت تېرېدو سره قوي کیږي. ډاکټر جمیل وایي دا وخت یو ځل بیا په پاکستان کې د جمهوریت د کمزوري کېدو اندیښنې پیدا شوې دي:

"مونږ داسې منطقه کې میشت یو چې یو خوا د هند په شکل کې تر ټولو لوی جمهوري نظام ولاړ دی، بل خوا هم د هند هومره نفوسو باندې مشتمل چین دی چرته چې یو ګوندیز نظام دی. دغه شان روس کې هم هایبریډ جمهوري نظام دی. ایران د پاکستان ګاونډ کې یو بل مثال دی. افغانستان هم د جمهوریت نه نابلده پاتې دی، ددې ټولو اثرات په پاکستان هم شته".

ډاکټر چترالي وایي د مضبوط جمهوریت لپاره آزاد مطبوعات او آزاده عدلیه پکار وي خو پاکستان کې دغه دواړه ادارې کمزورې دي.

خو د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر خپله وینا کې ویلي دي، پاکستان کې مطبوعاتو ته پوره آزادي تر لاسه ده او عدلیه بغیر د څه فشاره فیصلې کوي.

وفاقي وزیر زیاته کړې ده چې ټېنکونه او الوتکې د جمهوریت دفاع نه شي کولای نو ځکه دده په وینا وزیر اعظم عمران خان د پرمختګ په ځانګړي ډول د وروسته پاتې سیمو په پرمختګ زیات ټینګار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG