لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې سمدستي د نجونو سکولونه پرانیزي چې ښځینه استادانې ورشي


واشنګټن ـــ طالبانو په افغانستان کې د سکولونو د بیرته پرانیستلو اعلان کړی خو یواځې هلکانو زده کوونکو او نارینه استادانو ته یې سکولونو ته د بیرته ورتګ امر کړی دی. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي سمدستي دې نجونو ته هم اجازه ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي. طالبان وایي د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی.

په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ څه باندې یوه میاشت وروسته منځني ښوونځي پرون بیرته پرانیستل شوي دي‌ چې له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د کورونا وایرس د خپرېدو او د ناامنیو له کبله بند وو.

د طالبانو د تعلیم وزارت د جمعې په ورځ‌ په خپره کړې خبرپاڼه کې د مخکیني حکومت په خلاف سرکاري سکولونه د «دولتي» پر ځای «امارتي ښوونځي» بللي او د ټولو سرکاري او شخصي سکولونو او مدرسو د پرانیستل کېدو اعلان یې کړی وو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې څرنګه مخکې ټولو سکولونو او رسمي مدرسو ته تر شپږم ټولګي د تعلیمي بهیر د پیل کولو خبر ورکړل شوی وو، اوس د نارینه وو ټولو منځنیو [مډل] او لیسه [های] سکولونو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې د ستمبر له اتلسمې خپل تعلیمي بهیر پیل کړي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

"ټول ذکور [نارینه] ښوونکي او زده کونکي باید خپلو تعلیمي ادارو ته حاضر شي. ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات [کارونه] تر سره کړي".

د طالبانو د پوهنې د وزارت په خبرپاڼه کې سکولونو ته د نجونو او ښځینه استادانو د بیرته ورتګ په اړه څه نه دي‌ ویل شوي. د غزني یو زده کوونکي وي او اې ډیوه ته وویل د دوی د هلکانو سکولونه هم لا نه دي خلاس:

"موږ چې مکتبو ته لاړو،‌ د پخوا غوندې نه استادان راتلو او نه شاګردان، زما خور هم درس وایي، د هغې درسونه اوس نه شته مکتبونه یې بند کړي دي او هغه ډېره ناامیده ده".

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سکولونو د بیرته پرانیستل کېدو هرکلی کړی خو پر دې خبره یې اندېښنه څرګنده کړې چې وایي نجونې او ښځینه استادانې سکولونو ته بیرته نه دي ور بلل شوې.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې یونیسکو او د ماشومانو ادارې یونیسیف دواړو له طالبانو غوښتنه کړې چې سمدستي دې نجونو زده کوونکو او ښځینه استادانو ته اجازه ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي.

یونیسکو ویلي چې د نجونو پر تعلیم بندیز د هغوی له بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده او وایي اندېښنه لري چې د طالبانو دا کار به د افغانستان د پرمختګ په لاره کې خنډ پېښ کړي.

یونیسیف هم پخپل بیان کې ویلي چې نجونې په هیڅ حالت کې باید شاته نه پرېښوول شي او ټولې نجونې- که د کم عمر دي که د لوی عمر- باید سمدستي بیرته سکولونو ته لاړې شي او د هغوی ښځینه استادانې هم باید بیرته خپل د ښوونې کار ته ور وګرځي.

خو طالبان بیا وایي چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی بلکې حالاتو ته په کتو به د هغوی د ښوونځیو د پرانیستنې اعلان هم وکړي. د هلمند لپاره د طالبانو والي یا ګورنر عبدالاحد اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"زنانه وو ته خو هغه دی- ټول خلک یې مشاهده کوي- تر شپږم اووم صنف پورې د [تعلیم] اجازه ورکړل شوې ده خو اسلامي او شرعي لباس کې به وي، موږ د خارج ذهني تربیت نه منو زموږ ولس یې نه برداشوي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان باختر خبري ایجنسۍ ته ویلي، د نجونو سکولونه به هم ژر پرانیستل شي. مجاهد وایي د تعلیم وزارت چارواکي یې یوه تګلاره جوړوي چې څنګه کېدای شي نجونې په خوندي توګه خپلو سکولونو ته تګ راتګ وکړي.

طالبانو چې له کله راهیسې د افغانستان واک په لاس کې اخیستی نه یواځې ښځې په سرکاري او غیرسرکاري دفترونو او رسنیو کې خپلو کارونو ته له تلو محرومه کړل شوې دي بلکې د طالبانو په لنډمهالي حکومت کې هم ورته برخه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو له 1996م تر 2001م کال پورې پخپله لومړۍ واکمنۍ کې د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی وو او اوس بیا له ښوونځي تر پوهنتونه افغانې نجونې د خپل تعلیم او راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وایي په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول مخکې هم 4.2 میلینه (42 لکه) ماشومان چې وایي په هغوی کې 60 فیصده یې نجونې دي له تعلیمه محروم وو، خو وایي که یو ځل بیا د نجونو پر تعلیم بندیز ولګېږي د دې هېواد د ماشومانو راتلونکی به له تیارو سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG