لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دطب پاکستانۍ محصلینې خپل راتلونکې ته اندېښمنې دي


دپاکستان سره تعلق لرونکې مېرمنې چي په افغانستان کې دطب په بیلا بیلو پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړې کوي د افغانستان موجوده حالاتو اندېښمنې کړي دي.

دغه مېرمنې وايي چې د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته د خرابو حالاتو له امله په خپلو کورونو کې ناستې دي او نه شي کولی چې خپل تعليم په دغه هېواد کې دوامداره وساتي.

دوئ وايي چې د پوهنتون دفيسونو ترڅنګ وخت يې هم په پاکستان کې ضايع کېږي نو بايد حکومت ورته په پاکستاني ادارو کې د تعليم مخ په وړاندې دبوتلو اجازه ورکړي.

بلخوا د پاکستان مېډيکل کونسل دفتر نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه دکونسل روانه اوونۍ کې ترسره کېدونکې غونډې په مهال به ددغو زده کوونکو د راتلونکي په اړه پالېسي وضع کړل شي۔

دغه مېرمنې وايي چې ړومبی د جون په مياشت کې دکرونا وايرس په پېښو کې د زياتوالي له امله تعليمي ادارې وتړل شوې خو وروسته په افغانستان کې دامن د وضعې خرابېدو له امله پوهنتونونه او کالجونه بند پاتې شول.

د جلال اباد ښار په سپين غر پوهنتون کې د خېبر پښتونخوا بونېر سيمې د طب زده کوونکې نادره مشتاق وايس اف امريکا ډيوه ته وويل په افغانستان کې د روانې نا امنۍ له امله نه شي کولی چې خپل تعليم دغلته دوامداره وساتي۔

" د اشرف غني په حکومت کې زمونږ تعليم نه ؤ متاثره شوی او مونږ خپل تعليم جاري ساتلی ؤ او اوس چې د طالبانو حکومت راغلی نو دې کې زمونږه ډېر زيات وخت ضايع شو"

هغه وایي "مونږ جينکۍ يو او هلته نه شو تللی او که هلکان هلته ځي هم نو ځان د پاره بندوبست کولی شي خو که چرې خانه جنګي شروع کېږي نو مونږه بيا چرته ځو ځکه چې اوس هم مونږ ته په بارډر ډير مشکلات دي"

د يادې سيمې يوه بله زده کوونکې فوزيه بي بي اندېښمنه ده چې څنګه به په يو داسې هېواد کې دکورنۍ پرته خپلې زده کړې ترلاسه کړي چېرته چې مېرمنې د سختو حالاتو سره مخ دي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل" دا اوس يوه مياشت زمونږه سبقونه دي او بيا زمونږه امتحان دی خو مونږه هلته تللي نه يو ځکه چې مونږ ويريږو او زمونږه ويره دا ده چې هلته مونږ په خپله ځان لپاره سودا او نور سامان راوړو ځکه چې هلته نه زمونږه روريان شته نه بل څوک رشته دار نو بيا به مونږه له دا کارونه څوک کوي؟"

هغې وویل "دا هم ويل کیږي چې د هلکانو او جينکو ګډ تعليم يې هم ختم کړی دی او د مېرمنو ګرځېدل هم ،نو زمونږه دغه ويره هم ده په زړه کې چې مونږ له به دا هر څه څوک کوي"

د پاکستاني زده کوونکو د اتحاديې د شمېرو ترمخه د افغانستان په بیلا بیلو تعليمي ادارو کې د50 نه زیاتو مېرمنو باندې مشتمل خوا وشا 1200 زده کوونکي سبقونه وایي چې پکې زياتره د طب زده کړې ترسره کوي۔

دجلال اباد په سپين غر پوهنتون کې د څلورم کال زده کوونکې د صوابۍ کلي اکبر وايي چې په کور کې ناستې سره يي نه يوازې قيمتي وخت ته زيان رسي بلکې د ادارې او هاسټل دفیسونو په مد کې د مالي نقصان سره هم مخ کېږي،

ډيوه سره خبرو کې هغه وايي بايد د پاکستان حکومت دوئ ته په خپل هېواد کې د تعليم جاري ساتلو زمينه برابره کړي۔

" زما ديو سمسټر فيس يو لک او شل زره پاکستاني روپۍ دی او زمونږ امتحان په يو دوؤ هفتو کې شروع کېږي نو که زه هلته لاړه نه شم نو زما به وخت هم ضايع شي او دغه فيس به هم ضايع شي"

هغه وایي "زمونږ دخپل حکومت نه دا غوښتنه ده چې زمونږ دلته زر تر زره مايګريشن (يا دلته واپسي) وشي او خپل تعليم دلته پیل کړو چې نور سېوا وخت زمونږه خراب نه شي"

د پاکستان مېډيکل کمېشن يا پي ايم سي دفتر نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه په افغانستان کې د طب زده کوونکو د مستقبل په اړه به راتلونکو څو ورځو کې د کونسل غونډه کېږي او په هغې کې به ددغو زده کوونکو د مستقبل په اړه پاليسي وضع کړل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG