لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د پي ایچ ډي ډاکټر پر ځای څورلسم پاس تن د کابل پوهنتون مشر ټاکلی


واشنګټن ـــ طالبانو په افغانستان کې د حکومت تر جوړولو وروسته د مختلفو ادارو مشران خپل کسان ټاکلي او په دې ترڅ کې یې د کابل پوهنتون مخکینی مشر محمد عثمان بابري هم لرې کړی او د هغه پر ځای یې اشرف غیرت چانسلر ټاکلی دی.

کابل پوهنتون د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، د پوهنتون مخکینی مشر پوهاند ډاکټر محمد عثمان بابري د لوړو زدکړو وزارت ته وړاندیز کړی چې د خپلو علمي څېړنو لپارو جرمني ته ځي او شپږ میاشتې به هلته وي ځکه نو وزارت پر دې څوکۍ نوی کس وټاکه:

"د لوړو زده کړو وزارت اوسنیو حالاتو ته په کتو، د وزارت او پوهنتون تر منځ د غوره همغږۍ رامنځ ته کولو او د حالاتو تر عادي کېدلو پورې محمد اشرف غیرت پوهنتون ته د سرپرست په توګه ور معرفي کړ".

د کابل پوهنتون په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نوي ټاکل شوي چانسلر اشرف غیرت د همدې پوهنتون له جرنلزم څانګې په 2008م کال کې د بېچلر [لسانس] یا څورلسم ډګري اخیستې ده او وایي مخکې یې هم د تعلیم په څانګه کې کار کړی دی:

"نوموړی د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو ادارې په جنوب لوېديځه حوزه کې د فرهنګي مسئولیت تر څنګ د الهجرة انستېتیوت مسئول هم پاتې شوی دی او په دغه حوزه کې یې د ټولو موجودو پوهنتونو د څار او ساتنې په برخه کې لویه همکاري ترسره کړې".

د کابل پوهنتون د ویبپاڼې له مخې پروفیسر ډاکټر عثمان بابري د فارماکګنسي [دوا جوړولو] او فایټوتراپي [په بوټو علاج] استاد دی او د 2020م په مې میاشت کې د کابل پوهنتون چانسلر ټاکل شوی وو.

پروفیسر بابري په 1985م کال کې په روس کې د درمل جوړولو په علم کې ماسټري کړې او په 2019م کال کې یې په جرمني کې په همدې علم کې پي ایچ ډي کړې ده. نوموړی له 1986م کال راهیسې تر اوسه په کابل پوهنتون کې استاد وو.

مخکینی چانسلر عثمان بابري پر څوکۍ ناست د کابل پوهنتون نوي چانسلر ته مبارکي ورکوي
مخکینی چانسلر عثمان بابري پر څوکۍ ناست د کابل پوهنتون نوي چانسلر ته مبارکي ورکوي

د خلکو غبرګون:

که څه هم کابل پوهنتون وایي د چانسلر د څوکۍ په دې ګومارنه کې وړتیاوو او حالاتو ته په کتو بدلون راتلای شي خو پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو ډېر توند غبرګون ښکاره کړی او وایي طالبانو د کابل غوندې مهم پوهنتون مشري داسې چاته سپارلې چې "وړتیا یې نه لري".

د کابل پوهنتون یو استاد- د نوم نه ښکاره کولو په شرط- وي او اې ته وویل، چې اشرف غیرت لومړی د حزب التحریر وسلوالې ډلې غړی وو او وروسته د طالبانو ملګری شو. دغه پروفیسر وایي:

"دی [غیرت] زما ټولګیوال وو کله چې موږ بېچلر کاوه او غوښتل مو د ښځو پر مخونو تېزا وپاشو".

پر ټولنیزو رسنیو خلکو ځینې ټویټونه خپاره کړي چې وایي د کابل پوهنتون د نوي ټاکل شوي مشر دي او په دغو ټویټونو کې د طالبانو د وسلوالو بریدونو ملاتړ شوی او هغوی پر خبریالانو بریدونو ته هڅول شوي دي. په داسې یو ټویټ کې لیکل شوي:

"یو اجیر خبریال تر سلو اربکیانو [سیمه ییزو پولیسو] خطرناک دی، څوک چې د خبریالانو په وژلو کې احتیاط کوي زه یې په ایمان مشکوک شم، اجیر خبریالان و وژنئ".

وي او اې ډیوه د دغو ټویټونو کره والی ثابت نه کړ او نه هم پر ټویټر دغه پاڼه پیدا کېږي.

د ډاکټر پلوشه احد په نوم د ټویټر یوې کاروونکې- چې پر پروفایل یې ځان د نفسیاتو پي ایچ ډي ډاکټره ګڼلې- په یوه ټویټ کې لیکلي: "د پوهنتون مشري د کلونو څېړنې، استادۍ او انتظامي تجربې ته اړتیا لري. دا د پرمختګ لاره نه ده او دا د اعلی تعلیم سپکاوی دی".

د کابل پوهنتون د مخکیني او اوسني مشر غبرګون:

پروفیسر عثمان بابري تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا هغه طالبانو له خپلې څوکۍ لرې کړی او که د پوهنتون له خبرپاڼې سره سم جرمني ته پخپلو علمي څېړنو پسې د شپږو میاشتو لپاره روان دی او بیا به بیرته افغانستان ته ور ستنېږي.

د پوهنتون د نوي ټاکل شوي مشر په نامه یوه ټویټر پاڼه جوړه شوې چې د ستمبر تر 21مې مخکې یې بل ټویټ نه لیدل کېږي، خو په لومړي ټویټ کې یې تور پورې کړی چې وایي دا ډول تعلیمي مرکزونه مخکې د علم او دیني پوهې د خپرولو پر ځای د "فحشا او اخلاقي فساد" مرکزونه وو:

"اوس د ا.ا په راتګ سره به زمونږ اوله موخه د کفري فکرونو سره مبارزه او پوهنتون په یو اسلامي مرکز بدلول وي په دې برخه کې د صنفونو بېلول ښه طرحه ده چې د لوړو زدکړو وزارت سره په همغږۍ به یې عملي کړو".

اشرف غیرت پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غبرګونونو او نیوکو ته هم جوابونه ویلي او تور یې پورې کړی چې د اشرف غني د حکومت هغه استادان- چې له غربي پوهنتونونو د فراغت دعوې کوي- په بډو رشوتونو او اخلاقي فسادونو اخته وو.

غیرت لیکلي چې په جرنلزم کې د بېچلر ډګرۍ تر څنګ یې مدرسه هم ویلې او د قرآن حافظ دی، وایي له پښتو او دري سره سره په انګرېزي او عربي ژبو هم پوهېږي او د دې وړتیا لري چې پوهنتون وچلوي ځکه چې وایي د تعلیم په څانګه کې پینځلس کلنه تجربه لري.

طالبان چې د اګست له پینځلسمې پر ټول افغانستان واکمن شوي تر اوسه د دې هېواد ټولې تعلیمي ادارې لا په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوې خو ځینې چې پرانیستل شوې دي نجونو ته لا د ورتګ امر نه دی شوی او په ځینو شخصي پوهنتونونو کې نجونې او هلکان د مخکې په خلاف په ټولګیو کې جلا جلا کښېنول شوي او تر منځ یې پردې ځړول شوې دي.

د کابل پوهنتون نوي مشر پر ټویټر لیکلي "نصاب به اسلامي" کړي او وایي "هېڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي چې خدای ناخواسته ښځې به له درس ویلو او کار کولو منع شي"، خو دا هم نه ده څرګنده چې دا ټویټر پاڼه هم د ده خپله اصل او که جعلي ده.

د کابل پوهنتون پر ویبپاڼه لیکل شوي چې پروفیسر ډاکټر عثمان بابري د خپل مسلک دوا جوړولو په اړه درې کتابونه لیکلي او شاوخوا دېرش مقالې یې لیکلې دي چې د افغانستان، روس او فرانس په علمي مجلو کې خپرې شوې دي، خو د پوهنتون د نوي مشر د لیکوالۍ په اړه یې څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG