لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو سره مذاکرات،څېړونکي وایي دپښتنو استازي باید باور کې واخستل شي


د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د ترکي ټي آر ټي ټیلي ويژن سره په مرکه کې د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان  ځينو ډلو سره د مذاکراتو او عامې بخښنې په اړه ويلي وو۔

څيړونکي وايي دپاکستان وزیراعظم عمران خان چې طالبانو سره د مذاکراتو کومه خبره کوي بايد په هغې پارلېمان اعتماد کې واخستل شي او په ځانګړي ډول د هغه پښتون مېشت سيمو او بلوڅانو استازو ته باید دغه لړ کې زیات اهميت ورکړل شي چېرته چې د ناامنۍ څخه زيات خلک اغېزمن شوي دي۔

دوئ وايي د ولسي استازو د اعتماد پرته چې د مذاکراتو کوم عمل ترسره شي هغه به د طالبانو سره دشوؤ تېرو معاهدو په څېر ناکامه وي او د ملک او قوم له پاره به د نورو ستونزو سوب وګرځي۔

د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د ترکي ټي آر ټي ټیلي ويژن سره په مرکه کې د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ځينو ډلو سره د مذاکراتو او عامې بخښنې په اړه ويلي وو۔

د نوموړي په دغه بيان د مخالفه ګوندونو لخوا سختې نيوکې شوې وې او ويل شوي وؤ چې په دې اړه پارلېمان په اعتماد کې نه دی اخستل شوی۔

په دې حقله د پېښور پوهنتون د سياسياتو دڅانګې مشر پروفېسر عبدالروف وايس اف امريکا ډيوه ته وايي په قامي اسمبلۍ او سينټ کې د عام ولس نمائنده ګان شتون لري نو په اصولې توګه پکار دا ده چې د طالبانو سره د خبرو له پاره پارلېمان په اعتماد کې واخستل شي۔

" طالبانو سره يا که هغه هر څومره ترهګر دي او دهشت يې په دې ملک کې خپور کړی وي نو که د هغوی سره خبرې کول وي يا د هغوی خلاف اقدام کول وي نو د هغې لاره دا ده چې په هغې دې پارلېمان کې بحث وشي او کله چې پارلېمان کومې يوې نتيجې ته ورسېدو نو حکومت دې هغه لاره خپله کړي که هغه د مذاکراتو لار وي يا که هغه د هغوئ خلاف د پوځي اقدام وي"

څېړونکي وايي په تېر وختونو کې چې د پاکستان دحکومت او تحریک طالبان ترمنځ څومره معاهدې شوي دي د هغې کومې ګټورې نتیجې مخې ته نه دي راغلي.

دوئ وايي تیرو وختونو کې ددغو تړونونو دماتولو تور رياست په طالبانو او طالبانو يې تور په رياست لګولی دی۔

وايس اف امريکا ډيوه سره دخبرو په مهال د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاز او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وايي په پارلېمان کې په دې اړه دبحث کېدو ورسته د هغه سيمو د خلکو استازي په خاصه توګه اعتماد کې اخستل پکار دي چېرته چې د نا امنۍ څخه زيات خلک اغېزمن شوي دي۔

" د پارلیمان دا بنيادي ذمه واري ده چې دوئ نه رایه واخلي چې تاسو څه وايئ په دې کې؟ ځکه چې دې نه به د پنجاب پارلیمان يا غړي نه متاثره کېږي که سبا ټي ټي پي دلته راځي، او يو ځل بيا بد امني راځي نو دا به ټول پښتانه او بلوڅان اغېزمنوي"

دنوموړي په وینا "زه دا ګڼم چې پارلېمان کې دننه دې خبرې وشي او خو پارلېمان کې هم بيا د هغه خلکو رایې ډېره ضروري ده څوک چې نېغ په نېغه ډېر زيات متاثره کېږي ګنې دې نه پرته تل پاتې امن راوستل ممکن نه دي"

په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزی ډيوه ته وايي دا خبره مخې ته راغلې چې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په وېنا دغه مذاکراتي عمل ځکه پېل کړی چې پاکستاني طالبان په قبايلي سيمو کې يو ځل بيا منظم نه شي۔

" تاسو وګورئ په باجوړ کې، شمالي او جنوبي وزيرستان کې پنځه شپږو مياشتو نه په امنیتي اهلکارو حملې کېږي، ددې مطلب دا دی چې دغه علاقه چې دوئ نه خالي شوې وه اوس دوباره هلته راغلي او منظم کېږي، نو دا به په راتلونکي وخت کې د پاکستان مشکلات نور هم سېوا کړي،

خبریال یوسفزی وایي د پاکستان وزير اعظم عمران خان دا وايي چې جنګ ددې مسلې حل نه دی او سياسي معاملات به ددې مسلې حل وي، د دې مطلب دا دی چې د پاکستان وزير اعظم په خپله دا خبره نه شي کولی هغه سره به د پوځي چارواکو ملاتړ ضرور وي نو چې دا ټول يو وي نو زما په خيال بيا خبره مخکې تللی شي"

د کال 2014م د دسمبر د میاشتې په 16 مه د پېښور په ارمي پبلک سکول د خونړي بريد او نورو يو شمېرو حملو ذمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په خپل سر اخستي دي۔

د ټي ټي پي وسله والو ته د معافۍ ورکولو په اړه د عمران خان نه وړاندې د صدر عارف علوي او د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قرېشي بیانونه هم مخې ته راغلي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG