لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکوچنیانو نړیواله ورځ:افغانستان کې په میلینونو ماشومان له مکتبونو بهر اؤ دبې وزلۍ ډک ژوند کوي


نن دنومبر په 20مه په ټوله نړې کې د ماشومانو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ماشومان د مکتبونو څخه بهر دي او دخراب اقتصادي وضيعت له امله خوارۍ مزدورۍ کولو ته اړ دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو دفعالانو په وینا د هېواد په کچه په ميلينونو ماشومان د خوراک کمي سره دمخ کېدو ترڅنګ په ډول ډول ناروغیو اخته شوي او د درملنې په لړ کې د ستونزو سره مخامخ شوي دي۔

بلخوا د طالبانو د حکومت د ویاند مرستيال ډيوه ته ويلي چې د دوئ حکومت د ماشومانو د تعليم، د ښه صحت او خوراک د کمي پوره کولو لپاره ګامونه پورته کوي۔

يونيسيف په افغانستان کې د معاشي وضعیت په خرابېدو داندېښنو ښودلو ترڅنګ په خپله ويبپاڼه يو بيان کې دا هم ويلي چې سږکال دغه سازمان په افغانستان کې د بشري ناورين له امله ځپل شويو ماشومانو سره د پيوستون لپاره د ماشومانو نړيواله ورځ نه لمانځي۔

په کابل کې ميشت د تعليمي چارو کارپوهه او دبشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي چې افغانستان کې د وروستني بدولون سره سم د ماشومانو تعليمي لړۍ ډېره اغېزمنه شوې ده۔

" په هېواد کې بد معاشي وضيعت ماشومان شاقه کارونو ته اړ کړي دي، ځينې ماشومان درسونو ته نه ځي،دپخواني حکومت په مهال خواوشا 10 ميلينه ماشومان په زده کړو بوخت وو، چې پکې 40 سلنه تجونې وې"

هغه وایي اوس مهال د افغانستان په 27 ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځيو دروازې تړلی شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې اقتصادي وضيعت خرابیږي او ماشومان کورونو کې ناست وي نو بيا مور پلار ارومرو په کم عمرۍ کې دهغوئ ودونو ته پام کوي او دا په راتلونکي کې يو جدي ګواښ دی د افغانستان د ماشومانو لپاره۔

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دادارې يونيسيف دشمېرو ترمخه په افغانستان کې د 4 ميلينو څخه زیات ماشومان د مکتبونو څخه بهر دي چې پکې د نيمې نه زياته برخه د جينکو ده۔

په افغانستان کې مېشت يو ټولنيز فعال وي او ای ډيوه ته وايي چې د خراب معاشي صورت حال له امله خلک نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته د مناسب خوراک ورکولو ترڅنګ په دې يخ موسم کې د بېلا بېلو ناروغو سره دمخ شويو اولادونو درملنه وکړي۔

" چې د يوې کورنۍ معاشي وضيعت په دې حال وي چې هغه په مياشتو مياشتو خپل معاش نه وي اخېستی او نرخونه هم ډېر سېوا وي نو هغه اوس نه شي کولی چي خپل ماشوم ډاکټر ته يوسي، بلخوا د خوار دکمي له امله چې ماشومانو ته خوراک ونه رسېږي نو مدافعتي نظام يې هم کمزورې کېږي او ناروغۍ ورته لګي، اوس ماشومان نزله زکام، او د سيني بيمارۍ ډېر ځوروي"

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره دا هم وايي چې افغانستان کې خواوشا 14 میلیونه ماشومان د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري۔

اداره خبرداری ورکوي چې ديو ميليون څخه زیات افغان ماشومان دخوراک دکمي له امله د مړيني د خطر سره مخ دي۔

بلخوا د افغان طالبانو د ترجمان ذبيح الله مجاهد مرستيال بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي چې د دوئ حکومت د ماشومانو د تعليم، ښه صحت او خوراکي توکو د رسد لپاره د بندوبست کولو په اړه ګامونه اخستي دي۔

" د مرکز په شمول په بیلا بیلو ولايتونو کې په تعليمي ادارو کار روان دی، او دوئ (زده کوونکو) لپاره چې کومې اسانتياوی دي د هغې پروګرامونه د لاس لاندې دي،

هغه وایي د سخت ژمي رارسېدو نه وړاندې د امارت مسولينو لخوا دهېواد په بیلا بیلو ولايتونو کې مرستې ترسره کېږي.

" هم دا رقم د موسيساتو ،خېريه بنسټونو او سازمانونو له لوري چې کومې مرستې زمونږ د هېوادوالو سره کېږي هغه هم په شفاف او منظم ډول سره د هېواد په مختلفو برخو کې ترسره کېږي"

هر کال د نومبر په 20مه د ماشومانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي چې مقصد يي په نړيواله کچه د ماشومانو د حقونو څارنه کول او د هغې خوندي کولو لپاره په ګامونو اخستو ټينګار کول دي۔

يونيسيف په افغانستان کې د معاشي وضعیت په خرابېدو داندېښنو ښودلو ترڅنګ په خپله ويبپاڼه يو بيان کې دا هم ويلي چې سږکال دغه سازمان په افغانستان کې د بشري ناورين له امله ځپل شوؤ ماشومانو سره د پيوستون لپاره د ماشومانو نړيواله ورځ نه لمانځي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG