لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو دمشر وروستي فرمان ته افغان میرمنې څه غبرګون لري؟


افغان مېرمنې د طالب چارواکو نه غوښتنه کوي چې ښځو ته دې هم د سړو په څېر د تعليم، روزګار او په سايست کې د برخې اخيستلو حقونه ورکړل شي چې دوئ هم د خپلې خوښې د ژوند کولو جوګه شي۔

په افغانستان کې مېشت مېرمنې وايي چې دطالبانو مشر دملا هیبت الله اخندزاده په وروستي فرمان کې دافغان مېرمنو دتعلیم، روزګار او په سياست کې دبرخې اخستو د حقونو په اړه څه نه دي ويل شوي کوم چې د دوئ دپرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره ډېر مهم دي۔

دافغان میرمنو په نظر دطالبانو دمشر لخوا جاري شوي دغه فرمان څخه دا څرګنديږي چې په هېواد کې دمیرمنو دقسمت فیصلې اوس هم دسړو په لاسونو کې دي اؤ پخپله میرمنې مستقل ژوند نه لري۔

افغان مېرمنې د طالب چارواکو نه غوښتنه کوي چې ښځو ته دې هم د سړو په څېر د تعليم، روزګار او په سايست کې د برخې اخيستلو حقونه ورکړل شي چې دوئ هم د خپلې خوښې د ژوند کولو جوګه شي۔

تیره ورځ دافغان طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند زاده د مېرمنو دحقونو په اړه فرمان جاري کړی چې پکې مېرمنو ته د ژوند دملګري دانتخاب کولو حق ورکړل شوی اؤ په جبري توګه په ودونو يا په بدو کي دمېرمنو په ورکولو بندیز لګول شوی دی.

خو افغان مېرمنې وايي چي دغه حقونه د وړاندې نه دوئ ته ترلاسه دي او بايد افغان طالبان مېرمنو ته د تعليم، روزګار او په سياست کې د برخې اخيستو حقونه ورکړي۔

په دې هکله په کابل کې مېشت خبرياله عائشه احمدزۍ څوک چې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا بې روزګاره شوې وايس اف امريکا ډيوه ته وايي چې دغه فرمان د دوئ دهیلو پرضد دی۔

نوموړې زياتوي " دې اعلاميي څخه دا مالومېږي چې متاسفانه طالبان يوازې مېرمنو ته له دغه ليد لوري ګوري چې ښځې يوازې د واده کولو، ماشوم راوړلو او د کور کارونو لپاره دي او نه د کار کولو لپاره دي نه د تعليم د پاره دي"

دا وايي چې "زمونږه اول انتخاب د واده نه بلکې د زده کړو دی او اوس دا مهال په افغانستان کې زما په شان زرګونه مېرمنې دي چې تعليم يې کړی دی او تر دوکتوره پورې زده کړې لري او اوس مهال بې دندو ناستي دي"

پرون د جمعې په ورځ د طالبانو مشر لخوا جاري شوي دغه تحريري فرمان کې مېرمنو ته حق مهر، مېراث کې د برخي ورکولو او کونډو ته دخپل مستقبل په اړه د فېصلې کولو د اختيار درلودو هم ويلي شوي دي۔

په دې هکله په افغانستان کې ميشت يوه بله مېرمن سايره سليم وايي نړيوال هم د طالبانو څخه مېرمنو ته دتعليم او روزګار ورکولو غوښتنه کوي،

نوموړې وايي دا په طالبانو لازم دي چې ښځو ته د تعليم او روزګار ورکولو لپاره زمينه سازي وکړي۔

" زما په خيال د دوئ د لوري چې کومه اعلاميه خپره شوې دا به ډېره مهمه نه وي، ځکه چې دا د ټولو وګړو په ورځني ژوند کې هغه پلي حقوق دي کوم چې دوئ د خپل لوري نه پلي کړي دي ځانونو باندې"

نوموړې وايي چې تعليم او کار هغه سالم حقونه دي چې د دولت د لوري دې ته زمينه سازي کيږي نو نه يوازې دا چې دوئ ورته حقوق ورکړي بلکې دولت په دې مکلف دی چې د دوئ د کار اؤ تعليم لپاره زمينه برابره کړي او د عامې پوهاوي په برخه کې دوئ (طالبان) کار وکړي۔

افغان طالبانو د اګست په 15 مه د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته په اووم سپتمبر خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړی خو د دوئ په لنډ مهاله کابينه کې مېرمنې استازیتوب نه لري چې نړیواله ټولنه یې غندنه کوي۔

په کابل کې مېشت د مېرمنو د حقونو فعاله زرغونه يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته وايي په دغه فرمان کې د مېرمنو په سياست کې د برخې اخستو په اړه ذکر نه دی شوی،

هغه وايي مېرمنې د سياست څخه لري کول د افغانستان يوه لويه برخه بې ژبې کول دي۔

"ښځو ته ضرورت دی چې نمائنده ګانې يې په سياست کې وي، څه رقم چې تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې کورني مشکلات د ښځو په وړاندې دي، د افغانستان يوه عنعنوي ټولنه ده او دلته ښځې نه شي کولی چې په اسانۍ سره خپل مشکلات سړو ته ووايي يا نارينه مسولينو ته مراجعه وکړي نو که چېرې دوئ په سياست کې خپلې نماينده ګانې ونه لري نو دوئ هېڅ کله نه شي کولی چې خپل مشکلات بيان کړي او د هېواد يوه مهمه برخه به ګونګه پاتې شي"

د طالبانو د واکمنۍ وروسته افغان مېرمنو په کابل او په نورو ښارونو کې د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره مظاهرې هم کړي دي۔

افغان طالبانو ژمنه کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به د تعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت وکړی شي د نړېوالې ورورولۍ برخه وګرځي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG