لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونو کولو سره به طالبان نور د فشار سره مخ شي، څيړونکي وايي


امریکا او د یو شمېر نورو مغربي ملکونو په شمول جرمني، فرانس، او برتانيې په دې فکرمندي ښودلې چې ویل کیږي په افغانستان د طالبانو د قبضې نه پس، د افغانستان پخواني پوځیان او امنیتي افسران د هدفي وژنو او جبري لادرکه کېدو ښکار شوي دي.

په پاکستان کې څيړونکي وايي چې د افغان طالبانو پرضد داسې ډول د بشري حقونو خلاف ورزۍ کولو راپورنه به دوی نور هم د نړيوال فشار سره مخ کړي او په داسې حال کې به نړۍ چرې هم دې ته غاړه کې نه ږدي چې طالبان په رسمي ډول وپېژني.

بلخوا افغان طالبان دغه راپور بې بنياده او د دوی پرضد پروپېګنډه بولي او وايي په افغانستان کې د طالبانو واکمن کېدو وروسته د ولسي بخښنې د اعلان پوره پوره خیال ساتلی کيږي او د تېر نظام کارمندان ترې استفاده کوي.

د نړۍ یوویشتو (21) ملکونو سره یورپي اتحاد، یو مشترکه بیان جاري کړی او پکې یې د بشري حقونو د څار او نورو ادارو د هغو رپوټونو یادونه کړې چې د افغانستان د پخوانیو افسرانو په نخښه کېدو پېښې پکې ريکارډ کړل شوي دي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي دوی دا غږ پورته کول غواړي چې یاد شوي مبینه اعمال، د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزي ده او د طالبانو د عمومي بخښنې د اعلان سره سم نه دي.

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاد او څيړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي اې ډيوه ته وايي په دغه رپورټ د غربي ملکونو لخوا فکرمندي ښکاره کېدل په افغان طالبانو د نور فشار راتلو سبسب ګرځېدلی شي چې له امله به يې د طالبانو ترڅنګ د افغان ولس ژوند نور هم اغېزمن شي.

" يقينن دا به د طالبانو لپاره يو لوی خنډ وي ځکه چې هغوی د دنيا نه توقع لري چې مونږه به نړۍ په رسمي توګه ومني، منل خو پرېږده که دنيا په دوی نور بنديزونه ولګوي نو بيا خو دوی سره څوک هم په هيڅ توګه تجارت نه شي کولی، اوس خو چې د افغانستان کوم ګاونډي هېوادونه دي نو هغوی په غېر رسمي توګه خپلې پولې د سيکيورټۍ په بنياد بندې کړي دي خو که يو ځل دغه بنديزونه په طالبانو ولګېدل نو بيا که ګاونډي هېوادونه تګ راتګ کول غواړي نو هغه هم نه شي کولی".

په نیويارک کې د بشري حقونو د څار ادارې په 30م نومبر خپل رپورټ کې ويلي چې په 15م اګست د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د ولسي بخښنې يا عامې معافۍ باوجود د هېواد په څلورو ولايتونو کې د 100 نه زيات پوليس او د استخباراتي ادارو کاروکونکي وژلي او يا يې په زوره بېدرکه کړي‌ دي.

د افغان طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي ډيوه ته وايي چې دغه پورټ بې بنياده دی او د دوی پرضد د پروپېګنډې په توګه کارول کېږي، دی وايي د ولسي بخښنې څخه د تېر حکومت کارمندان پوره پوره مستفيد کېږي.

" په افغانستان کې د اسلامي امارت د عمومي عفوی يا معافۍ چې کوم چتر وو هغه اوس هم عام دی او ټول هغه د تېرې ادارې کار کوونکي که هغه په نظامي برخه کې وو يا ملکي برخه کې وو هغوی ترې مستفيد دي، البته که په وړومبو ورځو شپو کې ځيني کسان د شخصي بدنيتۍ له امله يا کوم چا د مجاهد نوم څخه بده استفاده کړي وي نو داسې موارد به پېښ شوي وي خو د هغې مخنيوی شوی دی او بيا نه دي تکرار شوي، او ولې که بيا هم څوک په داسې اعمال لاس پورې کوي نو اسلامي امارت يې جدي پلټنې کوي او تر تعقيب لاندې يې نيسي".

ډاکټر عرفان اشرف زياتوي که طالبان دغه رپورټ ردوي نو بيا دوی ته پکار دي چې هغه خلک مخې ته راولي څوک چې په داسې ډول پېښو کي ککړ دي.

" که طالب وايي چي دا مونږه نه کوو او زمونږه خلاف پروپېګنډا ده نو بيا پکار ده چې د هغو خلکو پرضد لاړ شي او وګوري يې چې دا څوک دي چې دا کارونه کوي ولې چې دا وخت په افغانستان کې د طالبانو په غېر رسمي توګه عملداري ده، نو چې کوم کار په افغانستان کې کېږي که هغه څوک وژلی شي، اوچتولی شي يا ځورولی شي نو هغه تور په طالبانو راځي".

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او اې ډيوه ته وايي چې د داسې ډول پېښو او نړيوال فشار مخنيوي له پاره بايد طالبان زر ترزره د ټول شموله حکومت بنياد کېږدي.

" زما په خيال طالبانو ته پکار دي چې اول لويه جرګه راوغواړي يا د افغانستان د راتلونکي لپاره د ټاکنو يا شموليتي حکومت جوړولو يوه تګلاره ورکړي او تر څو چې دا نه وي شوي نو داسې قسمه سوالونه چې کوم راوچتيږي نو هغه به د طالبانو خلاف ځي".

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او بهرني ځواکونو وتلو سره، اقتصادي حالات سخت خراب شوي دي او طالبان کوشش کوي چې د بشري بحران د مخنیوي له پاره، د نړېوالې ورورولۍ نه امداد ترلاسه کړي. تراوسه هېڅ کوم ملک د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG