لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:اپوزیشن ګوندونه وایي بلدیاتي ټاکنو کې حکومت دټګۍ پلان جوړ کړی دی


خېبر پښتونخوا کې دپاکستان تحريک انصاف حکومت مخالفه ګوندونو پېښور پريس کلب کې دخبري غونډې پر مهال تور لګولی چې صوبايي حکومت پېښور ښار کې د مئیر په څوکۍ د خپل سياسي ګوند دغړي کاميابولو دپاره د يو سرکاري انتظامي افسر په مرستې سره په ټاکنو کې د ټګۍ کولو منصوبه بندي کوي۔

بل لوري ته په خيبرپښتونخوا کې د ټاکنو د کمیشن وياند ډيوه ته ويلي چې کمیشن په انتخاباتو داغېزه کوونکو پر ضد ګامونه اخلي او زياته کړې يې ده چې د حکومت او مخالفه ګووندونو يو شمېر دقامي او صوبايي اسمبلو غړو ته د ټاکنو د قانون څخه په سرغړونې کولو نوټسونه ورکړل شوي دي.

د خبري غونډې وروسته وي او ای ډيوه سره خبرو کې دعوامي نېشنل ګوند صوبايي ویاندې ثمر هارون بلور وویل چې حکومت کېدونکو ټاکنو کې د درغلۍ پلان لري.

هغه وایي"د پېښور ټوله انتظاميه يې په دې منصوبه کې ملوث کړې چې په کوم پولنګ سټېشن د مخالفه ګوندونه امیدواران مضبوط وي په هغې دې دپولنګ عمل سست کړي"

هغه تور ولګولو چې انتظامیې ته دحکومت له لورې ویل شوي چې ښځينه ووټرانې دې ګمراه کړي او د سر ښار د مئېر لپاره چې کوم سپين بېلېټ پېپر دی هغه پرچه دې غېبه کړي

هغه وایي دټګۍ ددې پلان په هکله ورته معلومات دخپلو سرچینو نه ترلاسه شوي دي دي.

خو حکومت لا دمخالفو ګوندونو دې تورونو ته په سمدستي توګه څه ځواب نه دی ویلی.

د جميعت علما اسلام (ف) غړي او د پېښور پخواني ناظم اعلا غلام علي وي او ای ډيوه ته وويل حکومت نه غواړي چې عام ولس په بلدياتي ټاکنو کې په سمه توګه خپله رایې د مخالفه ګوندونو په حق کې وکارول شي ځکه لا تر دې دمه بېلټ پېپرز يا د رايې کارولو د پرچو نمونې هم خلکو ته نه دي ښودل شوي۔

" څلور ورځې پس ټاکنې دي نو پکار دا ده چې دا هر څه ښکاره کړي او ددې تشريح وکړي او د دې د شمار او د تربيت په اړه مالومات په ټي وي او اخبار کې ورکړی چې دا خلق په دې پوهه شي"

هغه تور ولګولو چې حکومت غواړي په بلدیاتې ټاکنو کې ټګي وکړي خو وایي "داهندلۍ ته به يې مونږ پرې نه ږدو"

د خېبر پښتونخو په 17 ضلعو کې د ښار دمئیر يا تحصيل چېرمېن، د کلیوال کونسل او دمحلو دکونسلو په عمومي څوکو، د مېرمنو، ځوانانو، مزدور کسان او د اقليتي رورولۍ په څوکو بلدياتي ټاکنې به د روانې مياشتې په 19 نېټه ترسره شي۔

د خېبر پښتونخوا دالیکشن کمیشن وياند سهيل احمد وي او ای ډيوه ته وايي چې اداره په ټاکنو کې د ټګۍ او په انتخاباتو داعېز کوونکو عواملو مخنيوي لپاره ګامونه اخلي۔

دی وايي په دې لږو ورځو کې شاوخوا 25 د قامي او صوبايي اسمبلیو دمخالفه ډلو غړو ته او هم دغه تعداد کې يا دې نه زياتو د حکومتي ډلې ممبرانو د ټاکنو د قانون څخه دسرغړونې له امله د الېکشن کمېشن لخوا نوټسونه ورکړل شوي دي چې پکې مشيران هم شامل دي۔

نوموړي زياته کړه اليکشن کمیشن د جعلي بېلېټ پېپرو جوړولو مخنيوي په عرض لا تر دې دمه ددغو پرچو نمونې سياسي ګوندونو او ميډيا سره نه دي شريکې کړي۔

" اليکشن کمېشن په دې کې احتياط کوي چې څه شکايت مخې ته رانه شي او څوک ځانله پخپله جعلي بېلېټ پېپرز جوړ نه کړي، نو دا صرف د اليکشن کميشن يو احتياطي ګام دی"

که څه هم اليکشن کمیشن په ټاکنو د اثر اندار کېدو دعواملو پرضد ګامونه اخلي خو صوبايي حکومت لا تر دې دمه د مخالفه ګوندونو دغه تورونو ته ځواب نه دی ويلی۔

د خېبر پښتونخوا دبلدياتي ټاکنو ړومبي پړاو کې 35733 اميدوران برخه اخلي چې پکې د مېرمنو د څوکیو لپاره 3905 ښځینه کاندیدانې هم شامل دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG