لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا،داومیکرون په ضد پاکستان کې د دریم خوراک ویکسین لګولو اجازه


پاکستان کې دکرونا ناروغۍ د څار وفاقي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر يا اين سي او سي د کرونا وايرس نوي ډول اوميکرون دمخنيوي لپاره د 30 کالو نه د زیات عمر لرونکو تنانو ته د کرونا وايرس پرضد د ويکسين بوسټر ډوز يا درېم خوراک لګولو اجازه ورکړې ده۔

د صحت نړيوال سازمان وايي د کرونا اوميکرون وايرس د ډېلټا وايرس په پرتله ډېر په چټکتیا سره خورېږي۔

د روغتيا د چارو پوهان وايي د کرونا وايرس هر ډول نمونمې مخنيوي او ددې ناروغۍ دشدت کمولو لپاره بايد خلک په وخت دويکيسن مکمل خوراک واخلي۔

دوئ وايي د ويکسين لګولو وروسته که يو تن د دې وايرس څخه ناروغه کېږي هم نو هسپتال کې د داخلېدو ضرورت به ورته نه راځي۔

د انګرۍ ژبې ډان اخبار د يو رپورټ ترمخه د 30 کالو نه دسېوا عمر تنانو ته به د کرونا وايرس پر ضد د ويکيسنو بوسټر ډوز يا درېم خوراک دجنورۍ ړومبۍ نېټې څخه پېل کړل شي۔

د اين سي او سي دا پريکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د کرونا اوميکران وايرس د نړې په 95 هېوادونو کې 58 زره تنان متاثره کړي دي۔

وايس اف امريکا ډيوه سره دخبرو پر مهال د مردان باچا خان ميډيکل کالج کې د عامې روغتيا دڅانګې مشر ډاکټرا افتخارالدين وویل چې د کرونا وايرس دنوي ډول څخه دځانونو خوندي کولو او دهغې پرضد مدافعتي نظام پياوړي کېدو لپاره بايد خلک ويکسين ولګوي۔

" ښه خبره دا ده چې دکومو تنانو د ويکسنيو د دوېم خوراک شپږ مياشتې پوره شوې وي هغوی درېم خوراک يا بوسټر ډوز ولګوي نو هغې سره به د اوميکران ويرس لپاره زمونږه مدافعتي قوت ډېر ښه شي"

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ويلي چې د کرونا اومیکرون وایرس د ډېلټا وایرس په پرتله زيات په زیاتې چټکتیا سره خوریږي او هغه خلکو ته هم ور پورې کېدای شي چې وېکسین یې کړی یا له کوویډ- 19 ناروغۍ جوړ شوي دي۔

ډاکټر افتخارالدين زياته کړه کومو خلکو چې ويکسين لګولې وي نو هغوی کې د کرونا ناروغۍ شدت کم وي او په هسپتال کې د داخلېدو ضرورت ورته هم نه پېښېږي۔

نوموړې وايي ويکسين سره داسې نه ده چې بيماري به با چاته نه لګي، بيماري به لګي خو شدت به يې کم وي، لکه عام تبه او ټوخې او په هسپتال کې د داخلېدو نه به بچ وي۔

د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تر دې دمه 14 کروړه، 27 لکه 13 زره او څه د پاسه 700 تنانو ته د کرونا وايرس پرضد ويکسين لګول شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې يو لوړپوري چارواکي ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته ويلي چې د صوبې په کچه په هسپتالونو کې د وړاندې نه د کرونا ناروغۍ د علاج لپاره مکمل انتظامات شوي دي او خلکو ته د ويکيسن لګولو عمل هم تېزۍ سره روان دی۔

هغه وايي دکرونا د وړومبۍ څپې وروسته په هسپتالونو کې د اکسيجن بيډونو، د وينټيلېټرو، د انتهايي نګهداشت وارډونو او د اکسيجن د ترسيل او سلېنډرو بشپړ بندوبست شوی دی او په روزانه حساب سره شاوخوا يو نيم لکو تنانو ته ويکسين لګول کېږي۔

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه 2 کروړه، 76 لکه، 30 زره او څه د پاسه سل تنانو ته د کرونا وايرس پرضد ویکسين لګول شوي دي۔

سرکاري شمېرې ښايي په پاکستان کې دتېر يو شواروز په مهال د کرونا وايرس له امله څلورو ناروغانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او 270 تنانو کې د وايرس پخلی شوی دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG