لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا افغانستان کې ۴۰فیصدي رسنۍ تړل شوي دي


د افغانستان د بې پولې خبريالانو سازمان او د ازادو ژورنالستانو ټولنې په يو ګډ رپورټ کې ويلي چې په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا په دغه هېواد کې 40 فيصدي رسنۍ ټرل شوي او 80 فيصدي نه خبریالانو خپلې دندې د لاسه ورکړې دي۔

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو دټولنې مشر حجت الله مجددي ډيوه ته ويلي چې په افغانستان کې د تحول وروسته د ميډيا مالي سرچينو اوچيدو او د طالبانو د حکومت لخوا په ميډيا د محدوديتونو لګولو له امله دغه يو شمېر رسنۍ تړلې شوي دي.

هغه وايي رسنیو ته د ورپېښو ستونزو مخنيوی که ونه کړل شو نو پاتې ادارې به هم وتړل شي او ګڼ شمېر خبريالان به دندې د لاسه ورکړي۔

د افغانستان د بې پولې خبريالانو او د ازادو ژورنالستانو دټولنې لخوا جوړ کړل شوی دغه رپورټ ښايي د اګست 15مې نیټې څخه تر اوسه 231 رسنۍ په افغانستان کې تړل شوي او 6400 خبريالانو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي۔

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دغه رسنۍ د مالي سرچينو اوچيدو او د طالبانو لخوا دلګول شويو محدوديتونو له امله تړل شوي دي.

" اصلي لامل يې اقتصادي لامل دی چې مخکې ځينې نړيوال بنسټونه وؤ چې تجارتي اعلانونه رسنيو ته ورکړل کېدل خو ددغې بدلون وروسته اقتصادي وضيعت خراب شو او دغه منابعې د منځه لاړې او دموسيقۍ ريډيوګانې، او دښځو ټيلي ويژونونه د لګول شويو محدوديتونو له امله وتړل شول"

د دسمبر په 21مه خپور شوي دغه رپورټ کې ويل شوي چې د سړو په پرتله مېرمنې زياتې اغېزمن شوي او 84 فيصده ښځينه خبريانو خپلې دندې د لاسه ورکړې دي۔

په افغانستان کې د يوې دولتي ميډيا ادارې خبرياله عائشه احمد زۍ وايي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته بې روزګاره شوې ده،

هغه وايي چې ښځينه خبريالانې اوسمهال د سختو اقتصادي ستوزو سره مخ دي۔

نوموړې زياته کړه "په دې خراب اقتصادي وضيعت کې اوس چې کومې مېرمنې دي نو په هغوی کې زما داسې پېژندګلو هم شته چې د ټول کور د ګټې وټې ذمه وارۍ یې په سر وي هغوئ اوس د کورنۍ لپاره خوراک هم نه شي پېدا کولی"

په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټۍ په وروستيو ورځو کې ډيوه ته ويلي چې تېرو څلورو مياشتو کې د 2000 نه سېوا ښځينه خبريالانې بېروزګار شوې دي.

په دې هېواد کي دخبريالانو دملي اتحاديي د مطبوعاتو غړي عنايت الله زيارمل وي او ای ډيوه ته وويل چې د هېواد ګڼ شمېر بې روزګاره شوي خبريالان په سختو کارونو کولو مجبوره شوي دي۔

هغه زياته کړه چې ډېر خبريالان په دوکانونو کې کار کوي، څوک دياړي مزدوري کوي، څوک موچي توب کوي او ځينې پکې د خښتو په بټو کې په محنت بوخت دي۔

دغه رپورټ ښايي د اګست د پېل پورې 10790فعالینو چې پکې 2490 مېرمنې هم شامل دي په افغان ميډيا کې کار کولو خو دا واخت په رسنيو کې 4360 کارکونکي په دندو پاتې دي۔

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان 34 ولايتونو څخه 15 ولايتونو کې اوسمهال په رسنيو کې هيڅ کومه ښځينه کارکوونکې شتون نه لري۔

د افغانستان د بې پولې خبريالانو سازمان او د ازادو ژورنالستان ټولنې په دې ګډ رپورټ کې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له خولې ليکلی شوي چې دوئ د اسلامي شريعت او د هېواد د لوړو ګټو د ساتنې لپاره په ټاکل شوي چوکاټ کې د ميډيا د ازادۍ ملاتړ کوي۔

نوموړي دا هم ويلي حکومت غواړي چې هغه رسنيو سره مرسته وکړي چې فعاليت کوي او خپل کار ته دوام ورکړي او دا چې د نورو سره هم په حل موندلو کې مرسته وکړي تر څو چې دوئ بېرته خپل کار پېل کړي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG